د لومړي ځل لپاره د کرونا ویروس نه د ځان ساتنې په هدف په پښتو ژبه کتاب خپور شو.
دا کتاب د چین د شانګهای پوهنتون استاد او په چین کې د یاد ویروس سره د مبارزې د ملي کمېټې مشر جان ګون هونګ لیکلی، لیکوال او ژورنالېست محمد اصف شینواري پښتو ته ژباړلی دی.
کتاب له ننګرهاره ختیځ خپرندویه ټولنې خپور کړی دی.
دا چې د دې کتاب په منځپانګه کې څه دي؟ او لوستليې د کرونا ویروس د مخنیوي په برخه کې څومره ګټور دي، د کتاب له ژباړن ښاغلي شینواري سره د ازادي راډيو خبریال اکرامالله اکرام مرکه کړې ده او د مرکې په پیل کې یې ترې د کتاب د ارزښت په اړه پوښتنه کړې ده.
د دغې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: