د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۰۴

خبرونه

د کابل-ډېلي د پروازونو ځنډ هند کې ځیني افغانان ستونزو سره مخ کړي

ارشیف، د نوې ډېلي هوايي ډګر
ارشیف، د نوې ډېلي هوايي ډګر

د کابل او نوې ډېلي ترمنځ د پروازونو په ټپه درېدل!

د افغانستان او هندوستان ترمنځ د پروازونو ځنډ په هند کې یو شمېر افغانان له ستونزو سره مخ کړي.

دوی وايي، هندوستان ته د درملنې لپاره راغلي و، خو د پروازونو له ځنډېدو وروسته اوس د استوګن‌ځای له نشتوالي او مالي ستونزو سره مخ دي.

مصطفی موسوي چې له خپلې کورنۍ سره د درملنې لپاره هندوستان ته تللی د بنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۲۹» له ازادي راډيو سره په خبرو کې د خپل نامعلوم برخلیک په اړه داسې وايي: "دوه درې اوونۍ کېږي چې د درېیو ناروغانو سره هند ته راغلی یم، درملنه‌یې تکمیل شوه، ټکټ مې اخیستی، اوس چې شرکت ته ځم وايي پروازونه کنسل شوي دي، زه نه‌پوهېږم چې څه وکړم؟ دلته مصرف هم زیاد دی، د اتاق کرایه ده، د ډوډۍ پسې دي او زموږ پیسې هم خلاصې شوي."

هندوستان هېواد دغه پرېکړه د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره کړې.

هند ته دغه تللي افغان مسافر وايي، حکومت دې د یادې ستونزې د حل لپاره اقدام وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملکي هوايي چلند خپلواکه اداره وايي، که څه هم هندوستان پرېکړه کړې چې د حمل تر ۲۹مې نېټې پورې به پروازونه بندوي، خو هڅې روانې دي چې هلته بند پاتې شوي افغانان خپل هېواد ته را انتقال شي.

د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره نه‌یوازې د افغانستان او هندوستان ترمنځ پروازونه درول شوي، بلکې د نړۍ اکثرو هېوادونو یو شمېر ښارونو او هغو هېوادونو ته چې له کرونا ویروس ډېر اغېزمن دي خپل پروازونه بند کړي او یو شمېر نورو خپلې پولې تړلې دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په سنمګان کې د یوې ترافیکې پېښه له کبله درې کسان مړه شوي

په سنمګان ولایت کې د یوې ترافیکې پېښه له کبله درې کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

د دې ولایت د امنیه قومندان ویلي،" ټپیان د خلم ولسوالۍ سیمه ییز کلینیک ته انتقال شوي دي".

پېښه نن یکشنبې د سهار پنځه بجې شوې ده.

د پېښې علت د موټر د سرعت زیاتوالی یاد شوی.

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر تهران ته سفر کوي

چپ لاس ته د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او ښي لاس د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف
چپ لاس ته د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او ښي لاس د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف

د ایران د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې د پاکستان د پوځ مشر تهران ته سفر کوي.

د دې وزارت ویاند اسماعیل بقايي نن یکشنبه وویل،" عاصم منیر به سبا دوشنبې د یوه پلاوي په مشري تهران ته سفر وکړي".

د بقايي په ټکو،" د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او په سیمه کې د سولې او امنیت په اړه خبرې اترې دي".

پاکستان په وروستیو کې د ایران او امریکا ترمنځ د سولې د مذاکراتو په منځګړي هېواد بدل شوی دی.

جنوبي کوریا له اړمنو افغانانو سره درې میلیونه ډالره مرسته اعلان کړې

جنوبي کوریا له اړمنو افغانانو سره درې میلیونه ډالره مرسته اعلان کړې.

د خوړو نړیوال پروګرام(ډبلیو اف پي) نن یکشنبه پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" دغه درې میلیونه ډالره شوې مرسته به په افغانستان کې پر اړمنو ښځو او ماشومانو تر راتلونکو ۱۲میاشتو وویشل شي".

دا مرسته د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت له اړمنو افغانانو سره کړې ده.

د ازادو سیالیو لوبغاړي جاوید بشارت خپل بلجیمي سیال مات کړ

جاوید بشارت
جاوید بشارت

د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي جاوید بشارت نن یکشنبه سهار د "پي‌اف‌ال" سازمان په لوبه کې خپل بلجیمي سیال موسار ایبرګیموف ته ماتې ورکړه.

د ازادو سیالیو په لوبو کې دا د ښاغلي بشارت۱۷مه بریا وه.

د ازادو سیالیو بل لوبغاړي نصرت حق پرست بیا د "یواف‌سي" سازمان په سیالۍ کې نن له خپل امریکايي سیال کریس پادیلا ماتې وخوړه.

دا د ښاغلي حق پرست اوومه ماتې وه.

نن یکشنبه د هېواد په ۱۲ولایتونو کې د وروښتونو اټکل شوی

نن یکشنبه د هېواد په ۱۲ولایتونو کې د وروښتونو اټکل شوی.

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلنډ وزارت د هوا پیژندنې ریاست په بدخشان، تخار، پنجشیر، بغلان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، غزني او پکتیکا ولایتونو کې د باران او له کبله يې د سیلونو د راوتو خبرداری ورکړی دی.

وړاندې په مرکزي، ختیځو، سویل ختیځو او لویدیځو ولایتونو کې د تیزو بادونو او خارورو د رالوتو اټکل هم شوی دی.

وروستیو شدیدو بارانونو او سیلونو د نورستان په ګډون په ختیځو ولایتونو کې خلکو ته پراخ ځاني او مالي زیان رسولی وو.

طالبانو په ټول هیواد کې هر ډول مظاهرې منع اعلان کړې

د طالبانو د عدالیې وزارت اعلان وکړ چې د پولیسو لپاره یې یو نوی قانون تصویب کړی چې په ټول افغانستان کې هر راز مظاهرې منع کوي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا قانون، چې دوه څپرکي، ۵ فصلونه او ۵۳ مادې لري، د دوی د مشر هیبت الله اخوندزاده له لوري توشیح شوی او په رسمي جریده کې خپور شوی دی.

د دې قانون په پنځوسمه ماده کې ویل شوي چې د افغانستان په ټوله خاوره کې هر ډول مظاهرې منع دي.

د دې قانون تطبیق د کورنیو چارو وزارت دنده بلل شوې او د پولیسو، چې دوی پرې شرطه نوم ایښی، ځینې نور مسوولیتونه هم یاد شوي دي.

د برلین ته څېرمه د وسلو پټ زیرمتون موندل شوی

د جرمني امنیتي چارواکي د برلین ښار ته څېرمه په یوه ځنګلي سیمه کې د وسلو د پټ زیرمتون په اړه څېړنه کوي. په دغه ځای کې دوه تومانچې او یو شمېر مرمۍ موندل شوې دي.

د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، ښايي دغه وسلې د روسیې د استخباراتي شبکو په استازیتوب د هدفمنو بریدونو یا ترورونو لپاره ساتل شوې وې.

د دې قضیې په تړاو یو شکمن کس په رومانیا کې نیول شوی او د جرمني د کورنیو چارو وزیر وايي، د هغه د احتمالي سپارلو لپاره له رومانیا سره خبرې روانې دي.

د جرمني چارواکي وايي، په وروستیو میاشتو کې په دغه هېواد کې د جاسوسۍ، ورانکارۍ او سایبري بریدونو ګواښونه زیات شوي دي. روسیې تر اوسه په دې قضیه کې د لاس لرلو ادعا نه ده منلې.

 د هسپانیا د ختیځ په ځنګلونو کې پراخ اور؛ شاوخوا زر کسان ایستل شوي

د هسپانیا د ختیځ په ځنګلونو کې د پراخ اور د لګېدو له امله والنسیا ښار ته څېرمه د ګاتوا کلي له شاوخوا سیمو څخه شاوخوا زر کسان ایستل شوي دي.

ځايي چارواکو ویلي، هغو کسانو ته چې شخصي موټرونه نه لري، خوندي سیمو ته د انتقال لپاره بسونه برابر شوي دي.

ویل کېږي اور د پنجشنبې په وروستیو کې د تندر د لوېدو له امله پیل شوی، خو تر اوسه نه دی مړ شوی او له امله یې تر اوسه تر ۴۰۰ هکټاره ډېرې ځمکې سوځېدلې دي.

ګاتوا په عادي حالت کې شاوخوا ۴۵۰ تنه نفوس لري، خو د دوبي په موسم کې د سیلانیانو د ورتګ له امله د دغه کلي د اوسېدونکو شمېر نژدې دوه برابره کېږي.

د امریکا فدرال قاضي د ۷۵ هېوادونو د اتباعو لپاره د ویزو د بندیز پالیسي لغوه کړه

د امریکا یوه فدرالي قاضي د ۷۵ هېوادونو د اتباعو لپاره د کډوالۍ ویزو د صادرولو بندیز لغوه کړی دی.

فدرال قاضي جینټ وارګاس د جمعې په ورځ، د اګست ۲۱مه، په خپل حکم کې دغه پالیسي له قانون سره په ټکر کې بللې او ویلي یې دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دې پالیسۍ په پلي کولو کې له خپل قانوني صلاحیت څخه اوښتی دی.

دې پالیسي، چې د روان کال له جنورۍ راهیسې عملي شوې وه، د افغانستان، برازیل، مصر، ایران، عراق، نایجیریا، سومالیا، تایلنډ او یمن په ګډون د ۷۵ هېوادونو د اتباعو لپاره د کډوالۍ ویزو د صادرولو بهیر درولی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال ویلي و چې د دې پرېکړې هدف دا و چې کډوال له دولتي مرستو څخه ناوړه ګټه وانخلي او د امریکا پر ټولنې د مالي بار په توګه بدل نه شي.

د محکمې د حکم له مخې، هغه ویزې چې یوازې د همدې پالیسۍ پر بنسټ رد شوې دي، باید لغوه‌ نه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د محکمې د دې پرېکړې په اړه څرګندونې نه دي کړې. د امریکا حکومت کولای شي د دغه حکم پر وړاندې د استیناف غوښتنه وکړي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې واک ته د ډونالډ ټرمپ له بېرته ستنېدو وروسته د امریکا د کډوالۍ په سیاست کې پراخ بدلونونه راوستل شوي او د کډوالو د راتګ د کمولو او د هغوی د ایستلو د بهیر د زیاتولو لپاره یې سخت اقدامات پیل کړي دي.

په ازبکستان کې یو افغان د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور نیول شوی

د ازبکستان د ترمذ ښار په نړیوال سوداګریز مرکز کې یو افغان وګړی د نشه‌یي توکو د قاچاق او پلورلو په تور نیول شوی دی.

ازبکستاني رسنیو د شنبې په ورځ، د اګست په ۲۲مه، راپور ورکړ چې دغه افغان هغه مهال ونیول شو چې ادعا کېږي په پټه یې پر یوه پیرودونکي د ۲۵۰۰ ډالرو په بدل کې تریاک پلورل.

د راپور له مخې، له دغه ۲۳ کلن افغان سره د نیول کېدو پر مهال ۵۰۶ ګرامه تریاک موندل شوي دي.

په همدې حال کې، له افغانستان څخه منځنۍ اسیا او له هغه ځایه اروپا ته د نشه‌یي توکو قاچاق لا هم د سیمې د هېوادونو لپاره یوه جدي اندېښنه بلل کېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG