د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

دې هېل: د دوحې موافقه ښځو ته سوله نه‌شي راوستلی


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • یورو اېشیا رېویو

یورو اېشیا رېویو انلاین خپرونې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له موافقې وروسته د جګړو دوام په یوه تحلیل کې څېړلی دی او لیکي چې ډېری څارونکي د دوحې د موافقې له لاسلیک وروسته پر افغان ځواکونو د طالبانو حملو ته په پام سره په دې باور دي چې دا موافقه له لاسلیک سره سم له‌منځه تللې ده.

خو خپرونه زیاتوي چې که څه هم د دې موافقې عملي کېدل تثبیت نه‌دي د دوحې موافقه اصلاً د سولې موافقه نه، بلکې څرنګه چې په عنوان کې یې ویل شوي، افغانستان ته د سولې د راوستو موافقه وه، نو ځکه مشروطه هم نه‌وه.

یورو اېشیا رېویو وړاندې لیکي چې دا موافقه په ډېرو دلایلو بې‌سارې وه او پر اوربند له احتمالي موافقې پرته هم ښايي بالاخره ګټورو خبرو ته لاره پرانیزي.

په مطلب کې راغلي چې د دوحې په موافقه کې قطعاً د افغانستان د حکومت یادونه نه‌ده شوې ځکه طالبان‌یې په رسمیت نه‌پېژني او پخوا تر دې هم طالبانو په څو نړیوالو غونډو کې د حکومت له استازو سره د افرادو په توګه خبرې کړي او د دوحې په موافقه کې هم د حکومت یادونه نه‌ده شوې، خو طالبانو ژمنه کړې چې په بین‌الافغاني خبرو کې به له افغان لوري سره کېني.

یورو اېشیا رېویو وړاندې لیکي، په دې توګه تر ټولو په ایډیال حالت کې هم په بین‌الافغاني خبرو کې ښايي افغان حکومت یوازې یو اړخ وي په داسې حال کې چې د افغانستان او امریکا په ګډه اعلامیه کې حکومت ژمنه کړې چې په بین‌الافغاني خبرو کې به برخه اخلي او له طالبانو سره به اوربند ته هم غاړه ږدي.

  • دې هېل

امریکایۍ دې هېل ورځپاڼې هم په خپله وروستۍ ګڼه کې په دې اړه په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي دي چې دا موافقه افغان مېرمنې له خطر سره مخامخ کوي.

ورځپاڼه زیاتوي د دوحې موافقه د افغانستان ټولو وګړو په تېره ښځو ته سوله نه‌شي راوستلی.

په مطلب کې چې د امریکا په مریلنډ ایالت کې دېره افغان ډاکترې نادیې هاشمي لیکلې، راغلي چې د سولې په هر راز خبرو کې باید په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ له پرځېدو وروسته ټولې لاسته راوړنې خوندي وي او په دې لاره کې مبارزې په پام کې ونیول شي.

لیکواله زیاتوي د امریکا او طالبانو په موافقه کې نه‌یوازې ښځې له پامه غورځول شوي، بلکې په متن کې یې په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د خوندیتوب هېڅ‌راز ضمانت نه‌شته.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې په دې موافقه کې افغان حکومت ته هېڅ‌راز ونډه نه‌ده ورکړل شوې په داسې حال کې چې امریکا له طالبانو غوښتي چې هغو کسانو ته باید د پاسپورتونو او ویزو له ورکولو ډډه وکړي چې امریکا او متحدانو ته‌یې ګواښ پېښولای شي.

XS
SM
MD
LG