د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۹ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۲۶

افغانستان

پاکستان د تورخم دروازه وتړله

تورخم دروازه
تورخم دروازه

د ننګرهار چارواکي وایي چې پاکستاني لوري نن د کرونا وایروس د مخنیوي په هدف د تورخم لویه لار وتړله.

د ننګرهار د والي ویاند د دوشنبې په ورڅ ازادي راډيو ته د تورخم لارې تړل تأیید کړل او په خبره‌یې چې دغه لاره د هر ډول مسافرینو او بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده.

که څه هم تر دې وړاندې ویل کېدل چې د تورخم لاره به یوازې د مسافرینو پر مخ تړل شوې وي، خو نن سهار وختي د بار وړونکو موټرو پر مخ هم تړل شوې ده.

دا چې دا لاره به تر څه وخته بنده وي، د ننګرهار چارواکو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه وو چې پاکستان له افغانستان سره ټولې لارې د کرونا وایروس د مخنیوي په موخه د مارچ له ۱۶مې د دوو اوونیو په مخه تړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د سارک غړو هېوادونو مسؤلینو په وېډیویي کنفرانس کې هم د پاکستان د روغتیا وزیر په خپلو خبرو کې وویل چې پاکستان غواړي چې له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره د کرونا د مخنیوي لپاره ټولې لارې د تګ راتګ په وړاندې وتړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

هند رسما په کابل کې د خپل ډیپلوماتیک ماموریت کچه رسما سفارت ته لوړه کړه

د هند د بهرنیوچارو وزیر اس جېشنکر
د هند د بهرنیوچارو وزیر اس جېشنکر

هند رسما اعلان وکړ چې په کابل کې خپله ډیپلوماتیکه استازولي د تخنیکي پلاوي له کچې د سفارت کچې ته لوړوي.

د هند د بهرنیوچارو وزیر اس جېشنکر پرون د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو له وزیر امیرخان متقي سره ترکتنې وروسته په یوه خبري غونډه کې په دې اړه څرګندونې وکړې.

پر افغانستان د طالبانو د حکومت له بیاواکمنېدو وروسته متقي د طالبانو تر ټولو جګپوړی چارواکی دی چې هند ته سفر کوي؛ که څه هم دې هېواد تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

ښاغلي جېشنکر په بېلابېلو برخو له هغې ډلې د هند د لوړو زده کړو په موسسو کې افغان محصلانو ته د تحصیلي بورسونو د ورکولو، افغان وګړو ته د ویزو د آسانتیا، د هېواد د کرکټ د پرمختګ او نورو برخو کې هم له افغانستان سره د نوې ډېلي د همکارۍ ژمنه وکړه.

متقي په کابل او پکتیکا کې بریدونو ته په اشارې:«دا د اسلام اباد لویه تېروتنه» وه

د کابل او پکتیکا پر بریدونو چې د پاکستان حکومت ته منسوب ګڼل کېږي، غبرګونونه دوام لري. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي چې دا د اسلام‌اباد له‌خوا «یو ستره تېروتنه» وه.

متقي چې دا مهال په نوی ډیلي کې دی، د جمعې په ورځ یوې خبري ناستې ته وویل:

«د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې باید د تفاهم له لارې حل شي.»

له دې وړاندې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت هم د پنجشنبې د شپې د هوايي بریدونو په غبرګون کې، چې په کابل او پکتیکا کې شوي وو، ویلي و چې پاکستان یو ځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض کړی دی.

په یوه بیان کې چې پرون د دې وزارت په ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې خپره شوې، ویل شوي دي:

«که وضعیت له دغو بریدونو وروسته نور هم خرابېږي، مسوولیت به یې د پاکستان پر پوځ وي.»

په همدې حال کې د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د جمعې په ورځ یوې خبري ناستې ته وویل چې اسلام‌اباد به د خپلو خلکو د امنیت د ساتنې لپاره «هر څه چې لازم وي» ترسره کړي.

راپورونه ښيي چې د پنجشنبې د شپې په بریدونو کې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) مشران په نښه شوي دي.

پاکستان له وړاندې څو ځله ادعا کړې چې د دې ډلې مشران او جنګیالي په افغانستان کې مېشت دي، خو د طالبانو حکومت دا ادعاوې په کلکه رد کړې دي.

د متحده عربي اماراتو اتحاد هوايي شرکت کابل ته الوتنې پیلوي

اتحاد هوايي شرکت اعلان وکړ چې د سږ کال د دسمبر له ۱۸مې نېټې څخه کابل ته الوتنې پیلوي.

اتحاد هوايي شرکت د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له دې سره به د دغه شرکت سیمه‌ییزه شبکه نوره هم پراخه شي. د دغه شرکت ایر‌بس A320 الوتکې به کابل ته په اوونۍ کې درې الوتنې کوي.

تر دې وړاندې فلای دوبی هوايي شرکت هم کابل ته الوتنې پیل کړې وې.

په دوبۍ کې د افغانستان د سوداګریزې شورا د معلوماتو پر اساس، په متحده عربي اماراتو کې شاوخوا ۳۰۰ زره افغانان مېشت دي.

د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته اکثرو بهرنیو هوايي شرکتونو افغانستان ته الوتنې ودرولې خو په وروستیو دوو کلونو کې د ترکش اییرلانیز په شان ځینو بهرنیو هوايي شرکتونو کابل ته الوتنې بیا پیل کړې.

په بریتانیا کې یو افغان د یوه سیاسي ګوند د مشر د ګواښلو په تور مجرم وپېژندل شو

د بریتانیا د اصلاحاتو یا ریفورم ګوند مشر
د بریتانیا د اصلاحاتو یا ریفورم ګوند مشر

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکی له دې کبله مجرم وپېژندل شو چې د بریتانیا د یوه سیاسی ګوند مشر ته یې د قتل ګواښ کړی و.

دا افغان پناه‌غوښتونکی، چې فیاض خان نومېږي، وروسته له دې د لندن د یوې محکمې له خوا پرون (جمعه) مجرم وپېژندل شو، چې د

۲۰۲۴ په اکتوبر کې یې په ټیک‌ټاک کې یوه ویدیو خپره کړې وه چې پکې یې د اصلاحاتو ګوند مشر نایجا فراژ (Nigel Farage) ته د «وژلو» ګواښ کړی و.

د قضیې د څارنوالانو په وینا، فیاض خان دا ویدیو د نایجل فراژ د یوې بلی ویدیو په ځواب کې خپره کړې وه، او پکې یې د لاسونو په خوځولو د ډزو نښه څرګنده کړې وه او درې ځله یې ویلي وو: «پاپ، پاپ، پاپ.»

نایجل فراژ د سې‌شنبې په ورځ د محکمې پر وړاندې وویل چې د خان له ګواښ څخه «په رښتیا اندېښمن» شوی و او دا ویدیو یې «وېرونکې» بللې ده.

فراژ مخکې یوه ویدیو په یوتیوب کې خپره کړې وه چې پکې یې د ناقانونه کډوالو د راتګ په اړه خبرې کړې وې.

د هغې ویدیو له خپرېدو دوې ورځې وروسته، فیاض خان — چې برېتانیا ته ناقانونه داخل شوی و — د ځواب په توګه خپله ویدیو خپره کړه .

فراژ په محکمه کې وویل:

«زه پوهېږم چې سیاسي شهرت انتقادونه او بریدونه راجلبوي، خو دا ډول ګواښونه عادي خبره نه ده. د هغه د وسلې د شوق له امله زه واقعاً وېرېدلی وم.»

د فیاض خان وکیل چارلز رویل د فراژ پر وړاندې وویل چې د خان ویدیو «ستاسو له سیاسي روایت سره هم‌غږې ده»، خو فراژ ځواب ورکړ:

«دا له روایت سره نه، بلکې له واقعیت سره تړاو لري.»

فیاض خان په محکمه کې ځان بې‌ګناه وباله او پولیسو ته یې وویل چې دا ویدیو یې ریښتینی ګواښ نه و، بلکې یوازې یې د ټولنیزو رسنیو لپاره یو خیالي کرکټر لوبولی و.

خو د محکمې منصفه پلاوي هغه مجرم وپېژاند.

د برمل اوسېدونکي: د پاکستان په بمبارۍ کې ۱۶ دوکانونه ویجاړ شوي

ارشیف
ارشیف

د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې وړمه شپه د دې ولسوالۍ پر مرغۍ بازار د پاکستان په هوايي برید کې خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د سیمې دوو اوسېدونکو د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان د جنګي الوتکو په برید کې لږترلږه ۱۶ دوکانونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او د هغو مالکانو ته یې مالي تاوانونه اړولي دي.

پرون د طالبانو دفاع وزارت هم په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې په یوه بیان کې تایید کړه چې د پاکستان الوتکو د پکتیکا د برمل ولسوالي پر مرغۍ بازار بمباري کړې او هغه یې د افغانستان د هوايي حریم سرغړونه وبلله.

طالبان به ډېر ژر هند ته خپل ډيپلوماتان ولېږي

د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزير امیرخان متقي د جمعې په ورځ په نوي ډیلي کې وویل چې کابل به ډېر ژر د هند لپاره خپل ډیپلوماتان واستوي، د هغه په وینا دا به د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا په موخه د «پړاو په پړاو هڅو» یوه برخه وي.

متقي ټینګار وکړ چې طالبان به هېیچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي.

متقي چې د پنجشنبې په ورځ په یو اوونیز رسمي سفر نوي‌ډیلي ته رسېدلی، په ۲۰۲۱ کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته لومړنی جګپوړی طالب چارواکی دی چې هند ته سفر کوي. هند لا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

هغه د هند له بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیام جې شنکر سره له مفصلو خبرو وروسته، له یو شمېر خبریالانو سره په ناسته کې د هند له سوداګرو وغوښتل چې د افغانستان د کانونو، معدني موادو او انرژۍ په سکتورونو کې پانګونه وکړي.

د طالبانو دفاع وزیر پاکستان د افغانستان د هوايي حریم په سرغړونه تورن کړ

د طالبانو دفاع وزیر ملایعقوب وايي، پاکستان د پکتیکا په برمل او همداراز کابل کې د افغانستان د هوايي حریم سرغړونه کړې او د وضعیت د ترینګلتیا مسوولیت د پاکستان په غاړه بولي.

ده نن پر خپله ایکسپاڼه لیکلي:« یوځل بیا پاکستان د افغانستان هوائي حریم نقض کړ، ډېورند کرښي ته څېرمه دپکتیکا په مرغۍ ساحه کی یې په یوه ملکي بازار بمبار وکړ او د کابل پلازمیني قلمرو یې هم نقض کړ. دا د افغانستان او پاکستان په تاریخ کې یو بې ساری، له تشدد ډک او کرغېړن اقدام دی…»

د کابل ښارپه زړه کې تېره شپه د لږ تر لږه دوو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي " د یوې چاودنې " غږ اوریدل شوی چې په وینا یې زیان نه لري او په اړه یې پلټنه پېل کړې ده.

په تیرا کې د وسله والو په برید کې یوولس پاکستاني پوځیان وژل شوي دي

د پاکستاني پولیسو امنیتي پوسته (آرشیف)
د پاکستاني پولیسو امنیتي پوسته (آرشیف)

د خیبرپښتونخوا په خیبر ولسوالۍ کې د وسله والو په یوه برید کې ۱۱ تنه پاکستاني پوځیان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي دي.

یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د آزادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل، یوې ډلې وسله والو چې شمېر یې شاوخوا سل تنه وو نن سهار وختي مهال، د تیرا په حیدرکنډو سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته برید وکړ چې په نتیجه کې امنیتي ځواکونو ته دا مرګ ژوبله واوښته.

د دې برید پړه تراوسه کومې ډلې نه ده منلې خو په دې سیمه کې د پاکستاني طالبانو د تحریک ټي ټي پي وسله وال ډېر فعال دي.

د مشال خبریال وايي چې له پېښې وروسته په سیمه کې ګرځبندیز لګېدلی دی او اوس مهال په تیرا کې د پاکستان د پوځ هیلیکوپټرې د وسله والو پرضد عملیات کوي.

راپورونه وايي، پاکستاني الوتکو د پکتیکا پر برمل ولسوالي بمباري کړې

په پاکستان کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه هیواد جنګي الوتکو د افغانستان د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالي د مارغه بازار سیمه بمباري کړې ده.

برمل ولسوالي د جنوبي وزیرستان ګاونډۍ ده.

تراوسه پورې د دې برید په نتیجه کې، چې تېره شپه شوی، د مرګ ژوبلې په اړه کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.

د طالبانو حکومت هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د هند د باندنیو چارو وزیر اعلان وکړ، په کابل کې خپل تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړوي

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر په نوي دیلي کې د طالبانو له باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې اعلان وکړ چې په کابل کې به د هند تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړ کړي.

هند د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته، خپل دیپلوماتان وایستل او وروسته یې یو تخنیکي ټیم کابل ته واستاوه.

جې شنکر پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، :« خوشاله دی چې په کابل کې خپل تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړوي.

د طالبانو د باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي پرون هند ته په پنځه ورځني سفر لاړ.

دا له کله چې طالبان بیا واک ته رسیدلي، هند ته د دوی د یوه جګپوړي چارواکي لومړنی سفر دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG