- واشنګټن پوسټ
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي، په هلمند کې له تر ټولو نا امنه ولایتونو یوه کې، ځای پر ځای افغان سرتېرو هغه کار وکړ چې یوه اوونۍ مخکې لا د تصور وړ نهو.
د ورځپاڼې په لیکنه، په مارجه ولسوالۍ کې د افغان پوځ یوه چارواکي رشید کاروان طالبان د غرمې ډوډۍ ته مېلمانه کړي. ورځپاڼه لیکي، طالبانو پنځه کاله مخکې کاروان برمته نیولی وو او غاړهیې ورپرې کړه، خو دی ژوندی پاتې شو.
واشنګټن پوسټ لیکي، خو کاروان اوس له طالبانو سره پخلاينې ته چمتو دی.
د ورځپاڼې په لیکنه، دا اقدامیې د تاوتریخوالي د کمولو د اوونۍ په څلورمه ورځ کړی دی. ورځپاڼې په هلمند ولایت کې د ملي اردو د مشر ولي محمد احمدزي له قوله لیکلي، تر پنجشنبې پورې له تاوتریخوالي سره اړوندې د پام وړ سرغړونې نهدي لیدل شوي.
- فارین افيېرز
په افغانستان کې واقعي ازموینه لا راروانه ده.
دا د فارین افيېرز مجلې د راپور عنوان دی.
مجلې د اوو ورځو لپاره د تاوتریخوالي کمېدو ته پام کړی او لیکلي يې دي، هغه څه چې راتلونکي دي، روښانه نهدي.
په مقاله کې لولو چې که د تاوتریخوالي کمولو توافق په بشپړه توګه عملي شي، ټاکل شوې ده امریکا او طالبان د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه موافقهلیک لاسلیک کړي او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو مهالوېش اعلان شي.
اوسمهال توافق ته د دواړو لورو د رسېدو په صورت کې ویل کېږي طالبان به له ژمنې سره سم له ترهګرو سره مرسته نهکوي. مجلې لیکلي، له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو له پیل سره به د افغان حکومت، مدني ټولنې د استازو او طالبانو ترمنځ د سیاسي جوړجاړي په خاطر بینالافغاني خبرې پیل شي.
خو د مجلې په لیکنه، له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو په نتيجه کې د ترورېستانو تهدید زیاتېدای شي.
د مجلې په لیکنه، پاکستان پر طالبانو فشار راوړلای شي چې د هر ډول جوړجاړي پر ضد مقاومت وکړي چې د دې هېواد په ګټه نهوي.
په مقاله کې لیکل شوي، پاکستان په افغانستان کې د هند له احتمالي نفوذه اندېښنه لري.