نړۍ
جاپان کې د قرنطین شوې کښتۍ په کرونا اخته سورلیو شمېر له ۳۵۰ واوښت
د جاپان په ساحلونو کې د ولاړې قرنطین شوې کښتۍ څو نورې سورلۍ هم په کرونا ویروس اخته شوي.
د امریکا د الرژۍ او انتاني ناروغیو د ملي انسټټیوټ رئیس انتوني فوچي پرون سي بي اس ته ویلي په کرونا ویروس په اخته شویو کسانو کې ۴۰ امریکایان شامل دي.
د دې قرنطین شوې کښتۍ له نږدې ۴۰۰۰ سورلیو ۴۰۰ امریکايي اتباع دي.
اخوا جاپاني چارواکو اعلان وکړ چې په دې کښتۍ کې په کرونا ویروس د اخته سورلیو شمېر له ۳۵۰ اوښتی دی.
کرونا ویروس د چین له ووهان ښاره له تېر ډسمبر پیل او په چټکۍ د نړۍ لسګونه هېوادونو ته وغځېد.
د چین چارواکو ویلي چې یکشنبه د دې ویروس له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶۶۵ ته رسېدلی او تر اوسه څه باندې ۶۸ زره کسان په دې ویروس اخته شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د نیویارک ښاروال ممداني له ولسمشر ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې ویني
ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ، نن، جمعه (د لړم ۳۰مه) د نیویارک له نوې منتخب ښاروال له زهران ممداني، سره، په سپینه ماڼۍ کې وګوري.
دا به د ولسمشر ټرمپ او د نیویارک د نوي ښاروال ترمنځ لومړنۍ کتنه وي.
ټرمپ او ممداني پخوا څو ځله یو پر بل نیوکې کړې وې. ټرمپ د نیویارک د ښاروالۍ د ټاکنو پر مهال د ممداني د سیال اندرو کومو ملاتړ کاوه.
ممداني بیا څو ځله د ټرمپ د ادارې پر سیاستونو، په ځانګړي ډول د غزې د جګړې پر مهال د اسراییل د ملاتړ او د مهاجرتي محدودیتونو پر پالیسیو، توندې نیوکې کړې وې.
ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) په خپله ټولنیز شبکه تروټ سوشل کې ولیکل:
«د نیویارک د ښار کمونیست ښاروال، زهران ‘کوامه’ ممداني، د لیدنې غوښتنه کړې ده. موږ توافق کړی چې دا لیدنه به د جمعې په ورځ، د نومبر په ۲۱مه، د سپینې ماڼۍ په افل (بیضوي) دفتر کې ترسره شي.»
ممداني هم د دې اوونۍ په پیل کې رسنیو ته وویل چې د هغه ټیم له سپینې ماڼۍ سره د لیدنې د تنظیم لپاره اړیکه نیولې ده.
د ممداني ویاند د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې منتخب ښاروال غواړي له ټرمپ سره وویني او د عامه امنیت، اقتصادي چارو او د سپما د پلانونو په اړه بحث وکړي.
د پنجاب په یوه فابریکې کې چاودنې ۱۵ تنه وژلي
د پنجاب د فیصل اباد کې په یوه فابریکه کې د ګازو چاودنې ۱۵ کسان وژلي او ګڼ نور یې ژوبل کړي دي.
د فيصل اباد کمېشنر راجا جهانګير انور په يو بيان کې ويلي دي چې نن (د نومبر پر ۲۱مه) د فیصل اباد ملک پور سیمې ته نژدې په یوه فابریکه کې ګاز وچاودل.
د ژغورنې ادارې په لومړني بیان کې ویلي چې پیښه سهار وختي د فابرییکې د بایلر له چاودېدو وروسته وشوه چې له امله یې فابریکه او نژدې ودانۍ ونړېدلې. خو وروسته تایید شوه چې ګاز لیک شوی دی.
د کمېشنر دفتر په بیان کې ویل شوي دي چې ۱۵ جسدونه را ایستل شوي دي. لس تنه ټپيان روغتون ته وړل شوي دي.
همداراز په دې پېښه کې اووه کورونه هم اغیزمن شوي دي.
د ایران ولسمشر: پلازمینه تهران باید بل ځای ته ولیږدوو
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وویل چې د ګڼې ګوڼې او د اوبو د ژور بحران له امله باید د ایران پلازمینه له تهران څخه بل ځای ته انتقال شي.
په تهران کې سږ کال ډیر لږ باران وریدلی دی چې د ځینو راپورونو له مخې په تیرې یوې پیړۍ کې دومره لږ ورښت نه و شوی.
پزشکیان تر دې مخکې هم د اوبو له امله بلې سیمې ته د پلازمینې د لیږدیدو نظر ورکړی و.
د ایران ایرنا اژانس د پنجشنبې په ورځ د پزشکیان په وینا خبر ورکړ چې وایي، حقیقت دا دی چې دوی بله هیڅ چاره نه لري، دا یو ضرورت دی چې پلازمینه بل ځای یوسو، د دې سیمې د اوبو ستونزه نه شو هوارولی.
پزشکیان د دې میاشتې په پيل کې ویلي و، که باران ونه شي ښایي تر ژمي مخکې تهران تخلیه شي، خو نوموړي په دې تړاو نور توضحیات نه و ورکړي.
د اوکراین په زاپروژیا کې یوشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
اوکراین وایي چې د دغه هیواد په جنوب ختیځ ښار زاپروژیا کې د روسیې د برید له امله لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
دا خبر تیره شپه د زاپروژیا والي ایوان فیدوروف په ټیلګرام کې ورکړ، خو نوموړي دا نه دې ویلي چې دا برید په څه ډول وسلې شوی دی.
تر دې مخکې اوکرایني چارواکو د لارښود بمونو په اړه خبرداری ورکړی و.
زاپروژیا د اوکراین یو صنعتي ښار دی چې د جګړې له لومړۍ کرښې څخه یوازې شل کیلومتره لرې پروت دی.
په چک جمهوریت کې په لسګونو کسان ټپيان شوي
د چک جمهوریت په جنوب کې د ریلګاډي د ټکر له امله لږ تر لږه اووه پنځوس کسان ټپيان شوې دي.
چک اژانس( چې ټي کې) نن خبر ورکړ چې د پنځو ټپیانو روغتیایي وضعیت ډیر نازک دی.
دوه ریلګاډي د چسکه بودیوویڅه ښار ته څيرمه د سهار د شپږو بجو خواته ټکر شول. دا ښار د جرمني او اتریش له پولو شاوخوا پنځوس کیلومتره لرې دی.
د پيښې د علت معلومولو لپاره تحقیقات روان دي.
پر اوکراین د روسیې تر خونړیو بریدونو وروسته، اردوغان له دواړو لوریو د خبرو د بیا پیل غوښتنه وکړه
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له کیف او مسکو څخه وغوښتل چې د ترکیې په کوربه توب خبرې له سره پېل کړي.
دا غوښتنه پرون چهارشنبه څو ساعته وروسته له هغه وشوه چې روسیې د اوکراین پر لویدیځو سیمو درانه بریدونه وکړل.
د اوکرایني چاروکو په وینا، دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.
اردوغان په انقره کې د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زلنسکي سره په ګډه خبري غونډه کې وویل " د جګړې دواړو لورو ته د ناوړه اغیزو" له کبله خبرې مهمې دي.
زلنسکي د اردوغان له غوښتنې ملاتړ وکړ او وې ویل چې د ترکیې د ډيپلوماسۍ پر ځواک او پر مسکو یې د اغیزو په اړه باور لري.
پر اوکراین د روسیې تازه درنه بمباري
د روسیې بې پيلوټه الوتکو په تازه بریدونو کې په اوکراین کې نژدې شل تنه وژلي او په لسګونو نور یې ټپيان کړې دي.
اوکرایني رسنیو راپور ورکړ چې نن چهارشنبه( د نومبر ۱۹ مه) د ترنوپیل، خمیلنیتسکي، ایوانو-فراکویویسک، ریونه، لویو او دنیپرو پیتروفسک په سیمو کې چاودنې اوریدل شوې دي.
د اوکراین د بیړنیو چارو ادارې ویلي دي چې په ترنوپيل کې پر دوو لوړپوړیو ودانیو برید شوی چې لږ تر لږه نولس تنه پکې وژل شوې دي او شپږ شپیته نور د شپاړس ماشومانو په ګډون ټپیان شوې دي.
د اوکراین انرژي وزارت ویلي دي چې د دې بریدونو له امله په یوشمیر سیمو کې بریښنا پرې شوې ده.
د اوکراین په خارکیف کې هم د تیرې شپې د بریدونو په ترڅ کې د پولیسو په وینا شپږ دیرش کسان ټپيان شوې دي. چې پر دې سیمه له تیرو دریو ورځو راهیسې روسیي ډرون الوتکې بمبارۍ کوي.
د اټومي انرژۍ نړیواله اداره نن د ایران د اټومي فعالیتونو په اړه یوه مسوده ارزوي
درې اروپايي هېوادونو، بریتانیا، فرانسې او جرمني، د امریکا له متحده ایالاتو سره یوځای، د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته یوه مسوده وړاندې کړې ده.
په دې مسوده کې غوښتنه شوې چې ایران د خپلو غني شویو یورانیمو د زیرمو لپاره مسوول وګڼل شي او څارونکو ته اجازه ورکړل شي چې په ایران کې د بمبارد شویو اټومي تاسیساتو لیدنه وکړي.
د رویټرز اژانس د راپور له مخې دا مسوده د سې شنبې په ورځ سپارل شوې ده او تمه ده چې نن تصویب شي.
دا مسوده وروسته تر دې وړاندې شوې ده چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې تیره اونۍ غړیو هیوادو ته په یوه راپور کې ویلي و چې تهران د جون او جولای په میاشتو کې د اسراییل او متحده ایالاتو لخوا بمبار شوي اټومي تاسیساتو ته د پلټونکو د ورتګ مخه نیسي او د ایران د غني شویو یورانیمو د زیرمو د تفتیش چارې هم له اوږدې مودې راهیسې ځنډيدلې دي.
زیلینسکي: ترکیې ته په سفرکې به د امریکا له ځانګړې استازي سره وګوري
د اوکراین ولسمشر ولودیمرزیلینسکي وایي چې د سپینې ماڼۍ له ځانګړي استازي سره د احتمالي خبرو اترو لپاره ترکیې ته ځي چې په اوکراین کې د روسیې څلورکلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره لارې چارې ومومي. ټاکل شوې چې نوموړی به نن چهارشنبې له ترکیې څخه چې د استانبول ښار یې د روان کال په لومړیو کې د سولې د خبرو د څو پړاوونو کوربه و، کتنه ترسره کړي.
زیلینسکي په ټیلګرام چینل کې په یوه بیان کې لیکلي چې"موږ د خبرو اترو د ګړندي کیدو لپاره چمتووالی نیسو او ځینې حل لارې مو موندلي دي چې هغه به خپلو شریکانو ته وړاندې کړو. په ټول ځواک سره د جګړې پای ته رسولو ته نژدې کیدل د اوکراین لومړی لومړیتوب دی."
د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې زیلینسکي به ترکیې ته په سفرکې د سپینې ماڼۍ له ځانګړې استازي سټیو ویټکوف سره چې د خبرو اترو له لارې په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو هڅه کوي، وګوري. کریملین ویلي چې هیڅ یو روسي چارواکی به په دې به په دې کتنه کې حاضر نه وي.
د روان کال په جولای په میاشت کې په استانبول کې د دواړو خواوو ترمنځ له خبرو راهیسې چې بې نتیجې پای ته ورسیدې، د کیف او مسکو ترمنځ بیا مخامخ خبرې نه دي شوي.
سپنه ماڼۍ: ټرمپ او بن سلمان د سعودي عربستان او امریکا ترمنځ ستراتیژیک دفاعي تړون لاسلیک کړ
سپینې ماڼۍ د سې شنبې په ورځ اعلان وکړچې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سعودي عربستان سره د یوې دفاعي کڅوړې په اړه موافقه کړې ده چې پر ریاض د F-35 جنګي جټ الوتکو او شاوخوا ۳۰۰ امریکایي ټانکونو پلورل پکې شامل دي.
د ولسمشرټرمپ ادارې وویل چې له سپینې ماڼۍ څخه د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د کتنې په ترڅ کې ریاض ژمنه وکړه چې له ۶۰۰ ملیارد ډالرو نیولې تر ۱ ټریلیون ډالرو پورې به په متحدو ایالتونو کې پانګونه وکړي.
سپینې ماڼۍ وویل چې ټرمپ او محمد بن سلمان د امریکا اوسعودي عربستان ترمنځ ستراتیژیک دفاعي تړون SDA لاسلیک کړاو زیاته یې کړه چې دغه تاریخي تړون به زموږ د څه باندې ۸۰ کلونو دفاعي ملګرتیا پیاوړې کړي او په ټول منځني ختیځ کې به د حملو د مخنیوي ځواک پیاوړی کړي.
ټرمپ همدارنګه په راتلونکې کې سعودي عربستان ته د F-35 جنګي جت الوتکو د ورکولو په ګډون د دفاعي وسایلو د پلور یوه لویه کڅوړه هم تصویب کړه چې پرهغه هیواد د نږدې ۳۰۰ امریکایي ټانکونو پلورل هم ډاډمنوي.