د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

ریل کلیر ورلډ: د امریکايي ځواکونو وتو سره طالبان او ترهګري له منځه نه ځي


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • ریل کلیر ورلډ

له افغانستانه د یو شمېر امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا متحده ایالتونو پرېکړه یو له هغو مسلو ده چې د ریل کلیر ورلډ خپرونې پرې مقاله لیکلې ده.

د مقالې په یوه برخه کې راغلي چې که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره جدي و اوسي، هغه باید د تاوتریخوالي د زیاتولو پر ځای سرتېري کور ته ور ستانه کړي.

خو د ریل کیلر ورلډ د مقالې په یوه برخه کې دا هم راغلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو احتمالي وتل په دې معنی نه دی چې په افغانستان کې دې سوله په جادويي شکل ټینګه شي.

د خپرونې په لیکنه په دې برخه کې هره هڅه باید د مسوولانه او ارامه وتلو په هدف وي.

ریل کلیر ورلډ لیکي چې په ډېره ښه وضعه کې به هم له افغانستانه د امریکا تر وتلو وروسته دا بېوزله هېواد په لا خرابه حالت کې پاتې شي.

خپرونه لیکي چې طالبان او ترهګري به له منځه لاړه نه شي.

د افغانستان د پوځي او امنیتي چارو شننونکی جاوید کوهستاني باوري دی چې په هېواد کې اوسنی نسبي ثبات هم د بهرنیو ځواکونو د حضور په خاطر دی.

ښاغلي کوهستاني ازادي راډیو ته ویلي چې د امریکايي ځواکونو د احتمالي وتلو په صورت کې به له دغه هېواد سره نړیوالې مرستې هم کمې شي.

اوس وخت اولس زره بهرني سرتېري په افغانستان کې حضور لري چې نږدې دیارلس زره یې امریکایان دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه په سټېټ اف دې یونیون یا کلنۍ وینا کې ویلي چې په افغانستان کې د اتلس کلنې جګړې د پای ته رسولو او کورونو ته د امریکايي سرتیرو د بېرته ور ستنولو په خاطر د سولې په یوه تړون کار کوي.

  • د جرمني د فدرال بهرنیو چارو دفتر

د جرمني د فدرال بهرنیو چارو دفتر په افغانستان کې د سکیتستان پروژې په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې راغلي چې د جرمني د فدرال بهرنیو چارو دفتر له کلونو راهیسې د سکېتستان موسسې ملاتړ کوي.

سکیتستان په کابل، مزارشریف او بامیانو کې هلکانو او نجونو ته د سکېټ بورډېنګ روزنه ورکوي او هم د ښوونځي درسونه پرې وايي.

د جرمني د فدرال بهرنیو چارو د دفتر په دې مقاله کې راغلي چې د سکېتستان په ښوونځیو او سپورټي کلبونو کې ډېری هغه نجونې او هلکان درس وايي او سکېټ بورډ کوي چې له جنګ ځپلو سیمو کډه شوي او بېوزله دي.

د همدغو ماشومانو په تېره بیا نجونو په اړه چې د سکېتستان له لارې سکېټ بورډینګ لوبه کوي یوه ډاکمنتري یا لنډکی فلم هم جوړ شوی.
د جرمني د بهرنیو چارو د دفتر په لیکنه کې راغلي چې دا فلم په یوه جنګي ساحه کې د سکېټ بورډ زده کول « که نجلۍ اوسئ» نومېږي او همدا راتلونکې یکشنبه د اوسکار جایزو ته کاندید دی.

اوسکار اوارډونه هر کال په نړۍ کې غوره هنري او مستند فلمونو ته ډالۍ کیږي.

XS
SM
MD
LG