خبرونه
'روان کال له ۱۳۶ زره زیاتو متقاعدینو ته حقوق ورکول شوي'

د افغانستان د مالیې وزارت د تقاعد د خزینې ریاست وایي، په روان کال کې یې له ۱۳۶ زره زیاتو متقاعدینو ته حقوق ورکړي.
د دغه ریاست مشر عمر دراني د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۱۰» یوه خبري ناسته کې وویل چې د دې پروسې د شفافیت لپاره د بایومټریک بهیر هم پیل شوی چې له دې لارې به شفافیت رامنځته او د فساد مخه ډب کړای شي.
د ښاغلي دراني په خبره، دا مهال د ټول هېواد په کچه ۱۵۴ کسان دولتي متقاعدین دي چې دوی ته به د روان کال تر پایه حقوقیې ورکړل شي.
له دې سره یو شمېر متقاعدین شکایت لري چې په میاشتو میاشتو نهشي کولای خپل حقوق ترلاسه کړي او د تقاعد د اخیستو پروسه پېچلې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ایران د حزب الله له بې وسلې کولو سره مخالفت وښود

ایران د لبنان د حکومت د هغې پریکړې مخالفت کړی چې ویلې یې دي، حزب الله ډله بې وسلې کوي.
حزب الله یوه سیاسي او پوځي ډله ده چې امریکا یې د ترهګرو په توګه پيژني، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه تورلست کې شامله کړې.
فرانس پریس د ایران د تسنیم خبري اژانس په حواله ویلي، د ایران د مشر ایت الله علي خامنه یي ستر سلاکار علي اکبر ولایتي د حزب الله له بې وسلې کولو سره مخالفت ښودلی.
د لبنان کابینې تیره اونۍ خپل پوځ ته دا واک ورکړ چې د دولت د واک د انحصار لپاره کار وکړي او دې اقدام کې د کال تر پایه د حزب الله بې وسلې کول هم شامل دي.
حزب الله د لبنان د کابینې دا پریکړه " لویه ګنا" بللې ده.
لسګونه زره اسراییلیانو د غزې د جګړې له پراخولو سره مخالفت وښود

لسګونه زره اسراییلیانو په تل ابیب کې د غزې د جګړې د پراخوالي په ضد مظاهره وکړه.
د جرمني خبري اژانس ( ډي.پي.اې) لیکلي، دغه کسان پرون شنبه ( د زمري ۱۸مه) وروسته تر هغه سړکونو ته راووتل چې د اسراییل دولت په غزه کې د جګړې د پراخولو طرحه وړاندې کړه.
مظاهره د هغې ټولنې له خوا جوړه شوې وه چې غړي یې غزه کې د برمته شویو اسراییلیانو خپل خپلوان دي.
دوی وایي چې د غزې د جګړې پراخول به هلته پاته برمته شوي اسراییلیان هم له خطر سره مخامخ کړي.
د اسراییل د صدر اعظم بنیامین نتنیاهو کابینې د جمعې په ورځ د عملیاتو د پراخولو او د غزې تړانګې د بشپړې نیولو له طرحې سره موافقه وښوده.
اسراییلي چارواکي وایي، لا هم ۵۰ برمته شوي اسراییلیان په غزه کې پاته دي چې ویل کیږي لږ تر لږه شل هغه یې ژوندي دي.
د هند هوایي ځواک: له پاکستان سره د مې میاشتې د جګړې پرمهال د هغوی ۵ جیټ الوتکې ویشتل شوي

د هند د هوایي ځواکونو قومندان وایي، له پاکستان سره یې د مې میاشتې د څلور ورځنۍ جګړې پر مهال د هغوی پنځه جیټ الوتکې او یوه بله پوځي الوتکه ویشتلې ده.
مارشال اې پي سینګ دغه څرګندونې پرون شنبه ( د زمري ۱۸مه) په بنګلور کې یوې غونډې ته وکړې او د رویټرز په حواله، دا لومړی ځل دی چې د هند یو لوړپوړی چارواکی له پاکستان سره د جګړې دا ډول جزیات رسنیز کوي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف بیا دا خبرې رد کړي او ویلې یې دي، هند د پاکستان هیڅ یوه الوتکه نه ده ویشتلې.
د کشمیر په پهلګام کې پرسیلانیانو له خونړي برید وروسته په مې میاشت کې هند پر پاکستان برید وکړ چې له ځوابي حملې سره مخامخ شو.
دغې جګړې څلور ورځې دوام وکړ او دواړو لورو یو بل ته د زیان اړولو ادعا کړې ده.
هندي چارواکو تیره اونۍ وویل چې د پهلګام په برید کې ښکیل درې تنه ترهګر یې وژلي دي.
د محمود شا حبیبي نامعلوم برخه لیک، متحده ایالات داسې شواهد لري چې هغه د طالبانو مخفي پولیسو نیولی و

د امریکا متحده ایالتونه داسې شواهد لري چې ښيي افغان الاصله امریکایی محمود شا حبیبي د طالبانو د مخفي پولیسو له خوا په کابل کې نیول شوی دی.
رویټرز خبري اژانس د شنبې په ماښام ( د زمري ۱۸) لیکلي چې دغه شواهد دوی هم کتلي دي.
د طالبانو حکومت بیا د شاوخوا درې کلونو په تیرېدو د ښاغلي حبیبي چې د جمهوریت پر مهال د هوایي چلند وزیر و، د نیولو راپورونه ردوي او وایي د ځای ځایږي په اړه یې معلومات نه لري.
د حبیبي کورنۍ د طالبانو د ځینو غړو د معلوماتو په حواله مخکې ازادۍ راډیو ته ویلي و چې حبیبي د طالبانو له خوا القاعده شبکې ته سپارل شوی دی.
د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د حبیبي د موندلو او خوشې کېدو هڅه کوي او د هغه د موندلو لپاره یې ۵ میلیونه ډالر جایزه اعلان کړې ده.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د حبیبي په نوم کوم امریکایي تبع دوی سره بندي نه دی.
د ایران قضایه قوې له اسراییل سره د تړاو په تور د نیول شویو کسانو دوسیه ارزولې

د ایران قضایه قوه وایي، له اسراییل سره د تړاو په تور یې د شل تنو نیول شویو کسانو دوسیه ارزولې ده.
فرانس پریس نن شنبه د ایران د قضایه قوې د ویاند اصغر جهانګیر په حواله ویلي، کله چې ده ته د ارزونې د څرنګوالي جزیات معلوم شي، له رسنیو سره به یې شریک کړي.
ایران له اسراییل سره تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته ګڼ شمیر کسان اسراییل ته د جاسوسۍ په تور ونیول او زنداني یې کړل.
د ایران د اطلاعاتو سازمان د جولای میاشتې په وروستیو کې وویل، شاوخوا ۲۰ جاسوسان یې چې د موساد له عملیاتي وړتیا سره یې مرسته کړې په تهران او څو نورو ښارونو کې نیولي دي.
اسراییل په جون میاشت کې پر ایران بریدونه وکړل چې ایران هم ځواب ورکړ.
د اسراییلو په برید کې د ایران د پوځ مشرتابه، اټومي پوهان او سلګونه ملکیان ووژل شول.
ایران د تېرې چهارشنبې په ورځ روزبه وادي چې د اسراییلو د جاسوسۍ په تور یې نیولی و، اعدام کړ.
فارس خبري اژانس لیکلي، وادي د اټومي علومو د څیړنې په مرکز کې کار کاوه چې د ایران د اټومي انرژۍ پورې اړونده اداره ده.
د ښځو شبکه: طالبانو ۴ کلونو کې د ښځو سیستماتیکې ځپنې ته دوام ورکړی

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکه وایي، طالبانو د بیا واکمنۍ په څلورو کلونو کې د ښځو سیستماتیکې ځپنې او له سیاسي، ټولنیز او روزنیز ژونده د هغوی ګوښه کولو ته دوام ورکړی دی.
دغې شبکې دا خبره نن شنبه ( د اګست ۹مه) په هغې خبرپاڼه کې کړې چې د طالبانو د بیا واکمنۍ د ۴مې کلیزې په درشل کې یې خپره کړې.
شبکې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو حکومت دې په رسمیت نه پيژنی او مشرتابه دې له بندیزونو سره مخامخ او قانوني چلند باید ورسره وشي.
طالبان د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد په ۲۴مه د جمهوري نظام تر سقوط وروسته په افغانستان کې د دویم ځل لپاره واک ته ورسېدل.
دوی د واک په لومړنیو اونیو کې د ښځو لپاره د جمهوریت د نظام ځانګړی شوی وزارت او د بشري حقونو کمیسیون منحل او پر ښځو یې له شپږم ټولګي پورته تحصیل په ګډون بیلابیلو برخو کې بندیزونه ولګول.
ار.ایس.ایف: د بیان ازادۍ په وړاندې د طالبانو کمپاین شدید شوی

د بې پولې خبریالانو ټولنه وایي، په وروستیو کې په افغانستان کې د خبریالانو نیول او په جبر له هغوی نه د اعترافاتو اخیستل، د ازادو رسنیو د ځپلو لپاره د طالبانو د کمپاین شدت ښيي.
دغې ټولنې د جمعې په ورځ ( د اګست ۸مه) په یوه خبرپاڼه کې د رسنیو او خبریالانو ځپل غندلي او د نیول شویو خبریالانو د سملاسي ازادۍ غوښتنه یې کړې ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې د روان میلادي کال د جولای له ۲۲مې تراوسه( په تیرو دریو اونیو کې) په کابل کې لږ تر لږه څلور خبریالان او رسنیز کارکوونکي د طالبانو د استخباراتو او یا هم امربالمعروف او نهی عن المنکر د کارکوونکو له خوا په خپل سر نیول شوي دي.
دوی ویلي چې دغه ډول توقیفونه د بیان ازادۍ ګواښي او هم عادلانه محکمې ته د لاسرسي حق نقضوي.
د بې پولې خبریالانو سازمان پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د بیان ازادۍ په وړاندې د طالبانو د حکومت پر کړنو چوپ پاته نه شي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د جمعې په ورځ وویل چې د طالبانو استخباراتو په بامیانو کې د ( نسیم راډیو) مسول مدیر او دوه خبریالان نیولي دي.
د پاکستان اردو ادعا کوي چې په ژوب کې یې ۳۳ وسلوال وژلي دي

د پاکستان اردو ادعا کوي چې امنیتي ځواکونو هغه ۳۳ وسلوال چې هڅه یې کوله له افغانستانه د پاکستان جنوب لویدیځې نا آرامې سیمې ته داخل شي وژلي دي.
د پاکستان د اردو د جمعې ورځې اعلامیې وویل چې دغه شپني عملیات د بلوچستان په ژوب په ولسوالۍ کې هغه مهال وشول چې عسکر له خوارجو سره مخامخ سول.
د پاکستان حکومت پاکستاني طالبانو او بلوڅ بیلتون پالو ته د خوارج اصطلاح کاروي.
د پاکستان اردو وايی د پاته وسله والو د موندنې او له مینځه وړلو لپاره د پلټنې او تعقیب عملیات روان دي.
اسلام آباد وايي پاکستانی طالبان د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه کوي خو کابل تل دغه ادعا بی اساسه ګڼلې او رد کړې.
د پاکستان اردو پرته لدې چې کوم دلیل وړاندې کړي دا هم ویلي چې وژل شوي وسلوال دهند له ملاتړه برخمن وو.
پاکستانی طالبانو یا کومې بلې ډلې هم د پوځ د ادعا په غبرګون کې څه نه دي ویلي او ازادي راډیو په خپلواکه توګه د پوځ ادعا نه شي تاییدولای.
څه دپاسه زر کورنۍ پرون له ایران او پاکستان، افغانستان ته ستنې شوي

څه دپاسه زر کورنۍ د جمعې په ورځ له ایران او پاکستان افغانستان ته ستنې شوي دي.
د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې باختر دولتي خبري آژانس رپوټ ورکوي چې یو زر او ۱۱۴ کورنۍ او په دوی کې ۲۰۲ کورنۍ د ننګرهار د تورخم ، ۹۲ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک ، ۱۱۰ کورنۍ د نیمروز د ابریشم پل او ۷۱۰ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هیواد ته ستنې شوي دي.
خبر زیاتوي چې د غو کورنیو د طالبانو د حکومت لخوا مرسته ترلاسه کړې ده.
بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (یو ان -هبیتات) وايی په ټولنه کې د راستنیدونکو د ادغام موفقیت د محلی بنسټونو په مټ هراړخیزو او منظمو هلوځلو ته اړتیا لري.
ملګرو ملتونو ویلي خصوصا له ایرانه افغانستان ته د ګڼ شمیر افغانانو ستنول افغانستان له یو نوی بیړني حالت سره مخ کوي.
د امریکا او روسیې مشران په الاسکا کې سره ګوري

ټاکل شوې ده چې د امریکا او روسیې ولسمشران د جمعې په ورځ په الاسکا کې غونډه وکړي.
د روسیې تاس اژانس نن د ولسمشر ولادیمیر پوتین د بهرنۍ تګلارې د سلاکار یوري اوشاکوف په وینا د دې سرمشریزې د ځای او نیټې په اړه دا معلومات ورکړل.
د دوه زره یو ویشتم کال په جون کې د روسیې ولسمشر پوتین د امریکا له پخواني ولسمشر جو بایډن سره په جینوا کې لیدلي و، تر دې وروسته دا لومړی ځل دی چې د روسیې او امریکا مشران مخامخ سره کښیني.