نړۍ
د ټرمپ د استیضاح په اړه د هغه د مدافع وکیلانو نوی دریځ

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د مدافع وکیلانو ډله وایي که ولسمشر ټرمپ ان د دې هڅه هم کړې وي او له اوکراین سره پوځي مرسته په دې پورې تړلې وي چې پر خپل سیاسي سیال فشار راولي، دا د دې دلیل نهشي کېدای چې هغه دې استیضاح یا له قدرته لیرې شي.
د ټرمپ یوه مدافع وکیل الن دیرشوویتز «Alan Dershowitz» وویل، هر سیاستوال خپلې ګټې د خلکو له ګټو سره یو کوي او دا مسئله د استیضاح اساس نهشي کېدای.
دغه استدلال په سنا کې د ولسمشر د استیضاح د محاکمې د پوښتنو او ځوابونو د بهیرد لومړۍ ورځې په جریان کې مطرح شو.
ټرمپ د امریکا په تاریخ کې درېیم ولسمشر دی چې سنا یې محاکمه کوي.
مخکېنیو دواړو ولسمشرانو ته برائت ورکړل شوی و.
په استازو جرګه کې ډموکراتانو نوموړی په دوو مواردو د خپل سیاسي سیال او د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د احتمالي کاندید پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن په اړه د تحقیقاتو لپاره پر اوکراین د فشار راوستو او د دې قضیې د څېړلو په اړه د کانګرس په وړاندې د خنډونو په ایجادولو رسماً تورن کړی دی.
ټرمپ ویلي چې کوم غلط کار یې نهدی کړی او د استیضاح بهیر یې د شرم وړ بللی دی.
دې ته په پام سره چې د سل کسیزې سنا جرګې اکثریت غړي جمهوري غوښتونکي دي، ښایي ټرمپ ته هم له لګول شویو تورونو برائت ورکړل شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په جرمني کې د وړو ماشومانو پر یوه ډله په برید د تورن افغان محاکمه پیلېږي

په پام کې ده چې په جرمني کې دېره یو افغان کډوال د چړې په وسیله پر یوه ډله کوچنیو ماشومانو د برید په قضیه کې نن محکمې ته حاضر شي.
دې پېښې په جرمني کې د کډوالو پر وړاندې سخت حساسیتونه پارولي دي.
دا پېښه د جنوري په ۲۲مه نېټه هغه مهال وشوه چې تورن د باویریا ایالت په یوه ښارګوټي کې په پارک کې د دوو ښوونکو په حضور کې د یوه وړکتون پر ۵ ماشومانو د چړې په وسیله برید وکړ خو ځای پرځای ونیول شو.
د جرمني د قوانینو له مخې د دې ۲۸ کلن تورن بشپړ نوم نه دی افشا شوی او یوازې د انعام الله او په نامه یاد شوی دی.
ویل شوي چې تورن له اوږدې مودې راهیسې د دماغي ناروغۍ سابقه لري او د روغتیايي متخصصینو ارزونه دا ده چې نوموړی د خپل رواني حالت له وجې له جنايي پلوه مسوول نه شي ګڼل کېدای.
ټرمپ: که حماس ټول یرغمل ونه سپاري، واشنګټن کولای په غزه کې د پوځي عملیاتو په بیا پیلولو غوروکړي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، که چیرې حماس له اسراییل سره د اوربند تړون ته غاړه کښینږدي نو واشنګټن به په غزه کې د پوځي عملیاتو پر بیا پیلولو غوروکړي. حماس د امریکا او اروپايي اتحادیې لخوا یو ترهګریز سازمان نومول شوی دی.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱۵مه،CNN ته وویل "کله چې زه ووایم، اسرایلي ځواکونه کولی شي سمدستي جګړه بیا پیل کړي."
دا څرګندونې وروسته له هغه کیږي چې اسراییل حماس د اوربند له تړون څخه چې له مخې یې حماس باید ټول پاتې یرغمل (مړه او ژوندي ) دواړه ور و سپاري، په سرغړونه تورن کړ.
د چهارشنبې تر سهار پورې، حماس ټول ژوندي ۲۰ اسراییلي یرغمل خوشې کړي، خو د وژل شویو ۲۸ یرغملو و له ډلې څخه یې یوازې د اوو جسدونه تراوسه پورې ورسپارلي دي.
حماس ویلي دي چې د اسراییلي یرغمل شویو پاتې جسدونو موندل او بیرته ترلاسه کول به ډیرو هڅو او ځانګړي تجهیزاتو ته اړتیا ولري.
په ورته وخت کې، اسراییل ملګرو ملتونو ته خبر ورکړی چې له همدې امله به غزې ته د بشري مرستو د رسولو لپاره د رفح لارې پرانیستل له ځنډ سره مخامخ شي.
د سوریې یوچارواکی: احمد الشرع به له ولادمیر پوتین څخه وغواړي چې بشارالاسد ور وسپاري

د سوریې موقت ولسمشراحمد الشرع به روسیې ته په خپل لومړي سفرکې له مسکوڅخه وغواړي چې پخوانی ولسمشربشارالاسد ور وسپاري. دا خبره د سوریې یوه چارواکي په دې شرط چې نوم یې په ډاګه نشي، فرانسپرس آژانس ته کړې ده. دې چارواکي ویلي چې الشرع به د روسیې له ولسمشر ولادمیرپوتین څخه وغواړي چې د اسد په ګډون ټول هغه افراد ور وسپاري چې جنګي جنایتونه یې ترسره کړي دي. د مسکو نژدې متحد بشارالاسد چې د تیرکال په ډسمبرکې یې په سوریه کې د اوږدې مودې واکمنۍ ته د پای ټکی کښیښودل شو، په روسیه کې پناه اخیستې ده.
د سوریې د دولتي خبري آژانس سانا د راپورله مخې الشرع به نن چهارشنبې په یوه رسمي سفرروسیې ته لاړشي او له خپل سیال ولادمیرپوتین سره به د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او په سیمه ییزو او نړیوالو چارو کې د خپلو ګډوګټو په اړه خبرې وکړې.
ټرمپ، حماس باید بې وسلېکېدو ته تیار شي، کنې امریکا به وسلې ترې واخلي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سېشنبې په ورځ (د میزان ۲۲مه /د اکتوبر ۱۴مه) اعلان وکړ چې که حماس سختدریځه ډله وسلې پر ځمکه کښېنږدي، نو متحد ایالتونه به دا کار په خپله وکړي.
ټرمپ دا څرګندونې یو ورځ وروسته له هغې وکړې چې هغه اسرائیل او بیا مصر ته د غزې د اوربند د هوکړې د لاسلیک لپاره سفر وکړ.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د ارجنټاین له ولسمشر سره د لیدنې پر مهال وویل:
«که حماس بې وسلې نه شي، موږ به هغوی بېوسلې کړو، دا به ډېر ژر او کېدای شي په زور ترسره شي.»
هغه زیاته کړه: «ما له حماس سره خبرې وکړې او ورته ومې ویل: تاسو باید بېوسلې شئ. هغوی وویل: هو، موږ به بېوسلې شو.»
د امریکا ولسمشر څرګنده کړه چې دا پیغام یې دې ډلې ته د خپلو «استازو له لارې» رسولی، نه د مستقیم تماس له لارې.
ټرمپ دا هم روښانه نه کړه چې د حماس د بېوسلې کولو په پروسه کې به څوک برخه ولري، یا دا چې ایا امریکایي ځواکونه به پکې شامل وي که نه.
متحد ایالتونه او اروپایي اتحادیه حماس یوه ترهګره ډله ګڼي.
نړیوال سور صلیب: په غزه کې د وژل شویو یرغملو د جسدونو موندل ښایي اونۍ او میاشتې وخت ونیسي

د سره صلیب نړیوالې کمیټه (ICRC) وایي، په غزه کې د وژل شویو یرغملو د جسدونو سپارل ممکن ورځې یا اونۍ وخت ونیسي.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویاند کریسټین کارډون د سې شنبې په ورځ په جینیوا کې وویل، په غزه کې د ودانیو او تاسیساتو ویجاړیدو ته په پام سره، ځینې وختونه د پاتې شونو موندل ګران وي.
کارډون وویل: "څرګندې نښې نښانې شته چې دا ممکن ډیر وخت ونیسي، ځکه چې په غزه کې د انسانانو د پاتې شونو موندل چې ممکن تر نړیدلې ودانیواو کنډوالو لاندې وي، ستونزمن دي."
هغه داهم وویل چې له دې هم انکارنشي کیدای چې ښایي ځینې جسدونه به هیڅکله ونه موندل شي. د حماس او اسراییل ترمنځ د شوې موافقې له مخې حماس باید د ټولو یرغمل شویو جسدونه اسراییل ته وسپاري.
د سره صلیب نړیواله کمیټه په خپله د یرغمل شویو د جسدونو په موندلو کې رول نه لري خو حماس د همدې بشري سازمان له لارې د تیرې دوشنبې په ورځ د ۲۸ وژل شویو یرغمل شویو له ډلې د څلورو جسدونه اسراییلو ته وسپارل.
سپېس ایکس فضا ته د تګ لپاره یو بل توغندی په بریاي وازمایه

د سپېس ایکس شرکت د دوشنبې په ورځ (د میزان ۲۱مه) خپل یوولسم «سټارشیپ» توغندی له ټکساس څخه فضا ته وتوغاوه او هغه یې په بریالیتوب س د هند په سمندر کې راکوز کړ.
دا مخکې تر دې چې د ایلن ماسک سپېس ایکس شرکت د دې ستر توغندي لا پرمختللی ماډل د سپوږمۍ او مریخ د ماموریت لپاره وکاروي، د هغه وروستی امېښت و.
سټارشیپ د مازدیګر په ۶:۲۳ د ټکساس له «سټاربېس» اډې څخه وتوغول شو.
له توغولو وروسته، د راکټ د لومړۍ برخې پیاوړی بوستر، چې «سوپر هیوي» نومېږي، له اوو دقیقو وروسته د مکسیکو په خلیج کې د اوبو پر سطحه خوندي کښېناست. ورپسې د راکټ دوهمه برخه، چې هغه هم د «سټارشیپ» په نوم یادیږي، فضا ته ولاړه، ازمیښتي ماموریتونه یې ترسره کړل.
ناسا پلان لري چې له دغه ستر سټارشیپ څخه، چې تر اوسه د نړۍ تر ټولو ستر او ځواکمن توغندی ګڼل کېږي، د دې لپاره کار واخلي چې یو ځل بیا فضا ستورمزلي سپوږمۍ ته واستوي. دغه توغندی د ایلن مسک د هغه سترې موخې بنسټیز عنصر هم دی چې غواړي انسانان تر مريخ ورسوي.
ټرمپ: که ایران خبرو ته چمتو شي، بندیزونه به ترې لرې کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې که ایران خبرو اترو ته چمتو شي، واشنګټن به بندیزونه ترې لرې کړي.
هغه په مصر کې د غزې د سولې په کنفرانس کې له ګډون څخه مخکې وویل چې تهران "زیانمن او ستړی" دی او کولی شي د منځني ختیځ د سولې له پلان سره یوځای شي.
ټرمپ د اسراییلو پارلمان ته په خپله وینا کې له ایران سره د سولې د ټینګښت هیله هم څرګنده کړه، ټینګار یې وکړ چې تهران باید خپلو ګاونډیانو ته ګواښ کول ودروي او د اسراییلو شتون ومني.
دا څرګندونې وروسته تر هغه کیږي چې امریکا په چنګاښ میاشت کې د ایران پر دریو اټومي بټیو بریدونه وکړل او وې ویل، په بشپړ ډول له یې له منځه یوړې.
پاکستان یوځل بیا وړاندیز وکړ چې ډونالډ ټرمپ ته دې د نوبل د سولې جایزه ورکړل شي

پاکستان یوځل بیا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوبل د سولې جایزې ته نوماند کړ.
د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف د دوشنبې په ورځ وویل، غواړي د غزې جګړې په پای ته رسولو کې د ښه رول ادا کولو له کبله ټرمپ دغې جایزې ته نوماند کړي.
شریف د مصر په شرم الشیخ کې د غزې د اوربند په اړه جوړه شوې غونډه کې وویل" نن د معاصر تاریخ یوه لویه ورځ ده، ځکه سوله د ولسمشر ټرمپ له نه ستړې کیدونکو هڅو وروسته ټینګه شوه، ریښتیا هم ټرمپ د سولې او ثبات سړی دی"
دا دویم ځل دی چې اسلام اباد ټرمپ د نوبل د سولې جایزې ته وړاندیز کوي.
تر دې وړاندې په جون میاشت کې د هند او پاکستان له څلور ورځنۍ جګړې وروسته پاکستان ټرمپ، چې د جګړې پای ته رسیدو کې یې منځګړیتوب وکړ، دغې جایزې ته وړاندیز کړی و.
ټرمپ او نورو منځګړو پرون دوشنبه په مصر کې د غزې د اوربند سند لاسلیک کړ.
ټرمپ وایي د غزې د جګړې په شمول یې اته جګړې پای ته ورسولې

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییلو پارلمان ته وویل چې په اتو میاشتو کې یې اته جګړې پای ته ورسولې.
هغه په خپله وینا کې زیاته کړه چې اسراییلي یرغمل راخوشې شوي نو ځکه هم اتمه جګړه د ده په نظر پای ته ورسېده.
د اسراییلو په پارلمان کې د ټرمپ تود هرکلی وشو.
ښاغلي ټرمپ د غزې د جګړې په پای ته رسولو کې د ټولو ښکېلو مرکچیانو له هغې ډلې د امریکا د منځني ختیځ د ځانګړي استازي سټیف ویټکاف او څو نورو چارواکو او شخصیتونو هڅې وستایلې.
تمه ده ټرمپ نن د ورځې په جریان کې د مصر شرم الشیخ ته سفر وکړي څو د سولې په سرمشریزه کې برخه واخلي.
ټرمپ اسراییل ته ورسېد، د ورځې پای کې مصر ته ځي او د غزې د اوربند په اړه غونډه رهبري کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منځني ختیځ د سفر په درشل کې نن دوشنبه اسراییل ته ورسېد.
د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو په بن ګوریون هوایي ډګر کې د ټرمپ هرکلي ته راغلی و.
نوموړی لږ وروسته تر هغه اسراییل ته ورسید چې حماس ډلې، چې متحده ایالتونه او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، ۷ یرغمل شوي کسان د سره صلیب له لارې اسراییلي پوځ ته وسپارل.
حماس ویلي، نن دوشنبه به ټول ۲۰ ژوندي پاته یرغمل شوي اسراییلیان، چې غزه کې ساتل کیږي، د څه باندې ۱۹۰۰ فلسطيني بندیانو په بدل کې ازادوي.
ټرمپ د ورځې پای کې د مصر شرم الشیخ ته ځي او هلته به د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره یوځای د غزې د اوربند په اړه د یوه کانفرانس مشري وکړي.
دغه کانفرانس کې د فرانسې، جرمني، بریتانیا مشران او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش هم ګډون کوي.