د پاکستان تر واکمنۍ لاندې کشمير کې د "ازاد جمو او کشمیر" په پوهنتون کې نجونو ته ویل شوي چې پوهتنون ته د ورتګ په وخت کې شونډې نهشي رنګولای.
دغو نجونو ته ویل شوي که چېرې دوی په دې کار ولیدل شول، نو جریمه به شي.
په دې سیمه کې روانو سیاسي ناکراریو او امنیتي کړکېچ د خلکو ژوند تر ډېره تر فشار لاندې راوستی او داسې ټولنیز فشارونه چې وخت نا وخت لګول کېږي، د ډېرو خلکو له مخالفت سره مخامخ کېږي.
په "ازاد جمو او کشمیر" پوهنتون کې پر هغو ښځینه محصلینو چې پوهنتون ته د تګ په وخت کې لبسیرين وهي، د هر وار سرغړونې له امله لږترلږه ۱۰۰ پاکستانۍ روپۍ جریمه ټاکل شوې وه.
د "ازاد جمو او کشمیر" پوهنتون محصلانو ته دا امر د جنورۍ په ۲۱مه شوی و.
له دې امله د پوهنتون یو شمېر محصلانو او د مدني ټولنې یو شمېر فعالانو پر ټولنیزو رسنیو اعتراضونه وکړل او ویېویل چې پر لبسیرین بندیز د نجونو محصلانو پر حق تېری دی.
غالباً، پر ټولنیزو رسنیو له دې امله د زیات اعراض له امله د "ازاد جمو او کشمیر" د پوهنتون په اساسي څانګه کې چې په مظفر اباد کې ده، پر لبسیرین لګېدلی بندیز د جنورۍ په ۲۷مه لغوه شو.
د پاکستان یوې سناتورې شري رحمان په "ازاد جمو او کشمير" پوهنتون کې پر لبسیرین د لنډې مودې بندیز په اړه پر ټویټر دا پوښتنه راپورته کړه چې ایا د پوهنتون مسئولانو تر دې بل ښه کار نهدرلود چې ویېکړي؟
په پاکستان کې د ښځو د حقونو د مدافع ادارو یوې مجموعې چې (عورت مارچ) ورته ویل کېږي، وویل چې د داسې ادارو لهخوا چې باید د ازادۍ او د بشري حقوقو د اساساتو زدهکړه ورکړي، د زدهکونکو او محصلانو پر اساسي حقونو تېری کوي.
په پاکستان کې د "جي اېن اېن" ټلوېزیون یوه خبریال اصغر حیات وویل چې په یوه پوهنتون کې پر لبسیرین بندیز لګول ډېره مسخره خبره ده.
هغه پر ټویتر ولیکل چې ځوانانو ته د ښه کیفیت د زدهکړې ورکولو پر ځای، سیمهییزه اداره پر لبسیرین بندیز لګوي.
په کشمیر کې د بشري حقونو یو فعال، علي کشمیري وویل چې دا حرکت د انتخاب پر ازادۍ یو برید و چې باید نهوی شوی.
د ازاد جمو او کشمير په پوهنتون کې د ښځو پر لبسیرین بندیز په پاکستان کې هغو سختیو ته اشاره کوي چې وخت ناوخت د ښځو لپاره ټاکل کېږي.
د هغه هېواد په یو شمېر پوهنتونونو کې نارینه او ښځینه محصلان سره جلا او بېلې بېلې زدهکړې کوي.
د سپټمبر په میاشت کې د خېبر پښتونخوا چارواکو یو فرمان ورکړ چې پر اساسیې د ښوونځیو ټولو زدهکوونکو نجونو ته وویل شول چې باید د هغو کسانو چې اخلاقي اصول نهمراعتوي، له شره د خوندي پاتې کېدو لپاره چادري پر سر کړي.
خو له دې حکم سره هم پر ټولنیزو رسنیو سخت مخالفت څرګند شو او د خېبر پښتونخوا چارواکي اړ شول چې دا فرمان هم لغوه کړي.