افغانستان
د سولې ولسي حرکت کندهار کې ډیورند کرښې ته څېرمه لاريون کوي
د سولې ولسي حرکت نن په کندهار کې ډيورند کرښې ته څېرمه د سولې او اوربند په ملاتړ لاريون کوي.
دغه لاريون نن چهارشنبه د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې ترسره کېږي.
د حرکت وياند بسمالله وطندوست تېر ماښام ازادي راډيو ته وويل: "د لاريون پر مهال به يو وار بيا د جګړې له ښکېلو اړخونو وغوښتل شي چې نور موږ مهوژنئ، اوربند وکړئ او سوله وکړئ، دغهراز به د لاريون پر مهال له ولسونو وغوښتل شي چې نور چپ مهپاتې کېږئ، خپل غږ پورته کړئ او خپل حقونه وغواړئ، څومره چې ولس چپ پاتې کېږي، په هماغه اندازه به جنازې پورته کوي."
د سولې ولسي حرکت تر دې مخکې په هرات، فراه، نيمروز، هلمند، ارزګان ولايتونو او د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې هم د سولې او اوربند په ملاتړ لاريون کړى و.
دغه حرکت ټولو ولايتونو ته د موټرو په ذريعه خپل لاريون د لېندۍ یا قوس پر ١٩مه له هلمنده پيل کړ.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان او ایران د فوتسال د ملي لوبډلو لوبه مساوي شوه
د افغانستان او ایران د فوتسال د ملي لوبډلو لوبه نن دوه د دوو په وړاندې مساوي شوه.
دا لوبه د اسلامي هیوادونو د پیوستون په نوم د سیالیو په ترڅ کې ترسره شوه چې د سعودي عربستان په پلازمینې ریاض کې روانې دي.
په دې سیالیو کې افغانستان د سې شنبې په ورځ تاجکستان ته نهه د پنځو په مقابل کې ماتې ورکړه.
افغانستان په ( بې) ګروپ کې له تاجکستان، مراکش او ایران سره یوځای شوی دی.
د فرانسې چارواکي: هغه تورن کس چې پر خلکو یې موټر وروست، یو بنسټپال دی
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر نن وویل، هغه کس چې خپل موټر یې د فرانسې په لویدیځ کې پر خلکو وروست، په دې تورن دی چې بنسټ پاله دی.
لوران نونه زیاته کړه چې دغهَ پنځه دیرش کلن برید کوونکي د حملې پرمهال الله اکبر شعار ورکاوه، خو لاهم یو مخ څرګنده نه ده چې د چهارشنبې د ورځې دا برید دیني انګیزه لري که نه.
د اولرون په ټاپو کې د دې حملې له امله پنځه تنه ټپیان شوې دي چې د دوو کسانو وضعیت نازک ښودل شوی دی.
د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ دریم پړاو خبرې پيل شوې
د طالبانو او د پاکستان د حکومتونو د استازیو ترمنځ په استانبول کې دریم پړاو خبرې پيل شوې.
دا خبرې د دوو ورځو لپاره پلان شوې دي او ځیني سرچینې خبر ورکوي که چیرته اړتیا وه؛ ښایي نورې هم تمدید شي.
د طالبانو د پلاوي مشري د دوی د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق او د پاکستاني پلاوي مشري د هغه هیواد د استخباراتو رییس عاصم ملک کوي.
د طالبانو او پاکستان حکومتي پلاویو ترمنځ دوهم پړاو خبرې د اکتوبر له ۲۵ مې تر ۳۰ مې پورې په استانبول کې وشوې، په هغو خبرو کې موافقه شوې وه چې اوربند به دوام کوي او بل پړاو خبرې به د نومبر په شپږمه پیلیږي.
د افغانستان او پاکستان تر منځ د تیرې میاشتې تر نښو وروسته د دواړو لوریو د استازیو ترمنځ لومړی ځل د اکتوبر په یولسمه په دوحه کې خبرې شوې وې چې هغو خبرو د استانبول غونډو ته لار پرانیسته.
په استانبول کې د طالبانو او پاکستان خبرې پيلیدونکې دي
د طالبانو او پاکستان حکومت د پلاویو ترمنځ د خبرو درېیم پړاو نن د ترکیې په استانبول ښار کې پیلېږي.
د طالبانو د پلاوي مشري د دوی د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق او د پاکستاني پلاوي مشري د هغه هیواد د استخباراتو رییس عاصم ملک کوي.
د طالبانو او پاکستان حکومت د پلاویو ترمنځ دوهم پړاو خبرې د اکتوبر له ۲۵ مې تر ۳۰ مې پورې په استانبول کې وشوې، په هغو خبرو کې موافقه شوې وه چې اوربند به دوام کوي او بل پړاو خبرې به د نومبر په شپږمه پیلیږي.
د افغانستان او پاکستان تر منځ د تیرې میاشتې تر نښو وروسته د دواړو لوریو د استازیو ترمنځ لومړی ځل د اکتوبر په یولسمه په دوحه کې خبرې شوې وې چې هغو خبرو د استانبول غونډو ته لار پرانیسته.
ملګري ملتونه: په افغانستان کې سږکال د کوکنارو کښت کم شوی
د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر وایي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی دی. د دې ادارې د بیان له مخې چې نن ( د لړم ۱۵ مه) خپور شو دا هم ویل شوې دي چې د اپینو تولید او د اپینو له خرڅلاو څخه د بزګرانو عاید هم کم شوی، او د مصنوعي مخدره توکو، په ځانګړې توګه میتامفیتامین تولید او قاچاق کې زیاتوالی راغلی دی.
د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر موندنې ښیي چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۲۰ سلنه کم شوی دی.
دا اداره زیاتوي چې سږ کال په شاوخوا ۱۰۲۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي. د بیان له مخې، وړم کال کې په ۱۲۸۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي و.
د بیان له مخې د اپینو له درکه سږکال بزګرانو یوسل او څلور دیرش میلیونه ډالر ګټلي، په داسې حال کې چې پروسږکال دوی دوه سوه شپيته میلیونه ډالر ګټه کړې وه.
په بنګله دیش کې د انتخاباتي کمپاین له پیلیدو سره سم برید شوی
د بنګله دیش چارواکو نن وویل چې وسله والو د یوې سیاسي ډلې پر غونډه برید کړی او یو تن یې وژلی دی.
فرانس پریس اژانس خبر ورکړ چې په دې حمله کې چې پرون وشوه د انتخاباتو د یوه نوماند په شمول دوه تنه ټپيان شوي هم دي.
دا برید وروسته تر دې وشو چې د چهارشنبې په ورځ انتخاباتي مبارزې پيل شوې.
په بنګله دیش کې پروسږکال له پراخو مظاهرو وروسته چې له امله یې د شیخ حسینې حکومت نسکوره شو، دا لومړي انتخابات دي چې ټاکل شوې ده د فبروري په میاشت کې ترسره شي.
دوبرېنت: که د جرمني د تګ مستحق افغانان د تګ له هڅو لاس واخلي، نقدې پیسې ورکوي
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت وایي، پاکستان کې د جرمني د تګ په تمه بندو افغانانو ته یې وړاندیز کړی چې که د جرمني د تګ له هڅې لاس په سر شي، نقدې پیسې به ورکړي.
رویټرز اژانس پرون چهارشنبه ( د لړم ۱۴مه) لیکلي، د جرمني دغه اقدام د صدر اعظم فریدریش مرتس د محافظه کاره دولت د کډوالۍ ضد هڅو یوه برخه ده.
شاوخوا دوه زره افغانان چې جرمني ته د تګ مستحق بلل شوي، له کلونو راهیسې پاکستان کې بند پاته دي او د راپورونو له مخې ناوړه اقتصادي او ټولنیزو شرایطو کې ژوند کوي.
که څه هم معلومه نه ده چې جرمني دغو افغانانو ته له جرمني د لاس په سر کېدو په صورت کې د څومره پیسو ژمنه ورکړې، خو ځینو جرمني رسنیو "څو زره ایرو" یادې کړې دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي " دا منطقي ده که څوک جرمني ته د تګ امکان ونه لري، هغوی ته مالي امکانات برابر شي چې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه یا دریم هېواد ته ولاړ شي".
د ګډ امنیتي تړون سازمان: افغانستان د دغه سازمان د غړو امنیت ته یو جدي ګواښ دی
د ګډ امنیتي تړون سازمان سرمنشي وایي، افغانستان د دغه سازمان د غړو هېوادونو امنیت ته " د یوه جدي ګواښ" په توګه پاته دی.
ایمانقلی تاسماګامبېتوف دغه څرګندونې پرون چهارشنبه په مسکو کې د ګډو ګټو هېوادونو د امنیت شورا په ۱۳مه غونډه کې وکړې.
انټرفاکس خبري اژانس د هغه په حواله ویلي، تراوسه په افغانستان کې د ثبات او سیاسي ارامۍ لپاره اوږده لاره مخکې ده.
روسیه، تاجکستان، قرغېزستان، قزاقستان، بلاروس او ارمنستان د ګډ امنیتي تړون سازمان غړي هېوادونه دي.
افغانستان د دې سازمان څارونکی غړی دی، خو معلومه نه ده چې پرونۍ غونډه کې یې د اوسني حکومت کوم استازی و او که نه؟
د طالبانو حکومت وړاندې تر دې د ګاونډیو او منځنۍ اسیا د هېوادونو ورته اندیښنې بې ځایه بللې دي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وروستۍ څرګندونې له واقعیت لیری او نا سمې بلي
افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وروستۍ څرګندونې چې ګواکې بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له نوموړي سره په یوه ورځ کې شپږځلې ټیلیفونی تماس نیولی ، له واقعیت لیری او نا سمې وبللې.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل په ایکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل ددواړو لوریو ترمینځ لومړۍ اړیکه د تفاهم او همغږۍ په چوکاټ کې شوې چې په ترځ کې یې اسحاق ډار له وضعیت څخه نا خبري څرګنده کړې وه او ویلي وو چې د بشپړو معلوماتو ترلاسه کولو وروسته به تماس نیسي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند زیاتوي چې د همدې لړۍ په دوام کې دوهم ځل هم اړیکه وشوه خو د دریم ځل لپاره یوه ورځ وروسته اسحاق ډار بیا داړیکې هڅه وکړه خو د حافظ ضیاء احمد تکل په وینا د بیلابیلو دلایلو وجوهاتو له کبله عملي نه شوه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي د هیوادونو اړیکي باید د متقابل احترام او پر واقعیتونو ولاړ تعامل پر بنسټ وي.
دغه ناندرۍ په داسې حال کې رامینځ ته کیږي چی ټاکل شوې د طالبانو حکومت او پاکستان استازي د شوي اوربند د خبرو په ادامه کې د ترکیې او قطر د منځګړو په حضور کې سبا استانبول کی بیا خبرو ته سره کیني.
د تیرې اکتوبر میاشتې په ۱۱ مه د دواړو لوریو ترمینځ له نښتو وروسته په دوحه کې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب اور بند وشو. لدې وروسته د اکتوبر په ۲۵ په استانبول کې د ۶ ورځنیو خبرو په نتیجه کې د اوربند په تمدید موافقه وشوه او د چی دواړه لوري به د نومبر په ۶ مه بیا خبرو ته سره کیني.
د طالبانو حکومت د هوا له لارې سوداګري کې د اسانتیاوو خبر ورکوي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د هوا له لارې د سوداګريزو توکو په انتقال کې د اسانتیا خبر ورکوي.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت اعلامیه وايي چې د دوی پرونۍ غونډه کې افغان اریانا هوايي شرکت ته لارښوونه وشوه چې وروسته لدې به فی کیلو صادراتي سوداګریز توکي په یوه ډالر او فی کیلو وارداتي سوداګریز توکي په اتیا سینټه انتقالوي.
دغه راز د ترانسپورت او هوايي چلند وزارتونو ته لارښوونه شوې چې د اریانا شرکت لپاره خپلو فیسونو کې ۹۰ سلنه تخفیف ومني.
اریانا شرکت ته دا لارښوونه هم شوې چې یوه کارګو یا بار وړونکې الوتکه وپیري.
د طالبانو حکومت دغه اقدام په داسې مهال کوي چې د پاکستان له لارې سوداګري چې له مودو راهیسې ستونزمنه وه د دواړو خواوو ترمینځ له وروستیو نښتو وروسته یو مخ دریدلې ده.
افغان سوداګرو د بدیلو لارو په لټه کې منځني اسیا او د ایران د چابهار بندر لور ته مخه کړې.