نړۍ
چین کې نوی ویروس او د خپراوي د مخنیوي هڅې
د يوه نوي وايروس د خپروېدو د کنټرول لپاره د چين د مرکزي ولايت هوبى په لږ تر لږه ١١ ښارونو کې شديد اقدامات شوي دي.
په دغه وايروس تر ٨٣٠ ډېر کسان اخته شوي او لږ تر لږه ٢٥ کسان مړه شوي دي.
دغه وايروس اول د هوبى په مرکز ووهان کې چې ١١ مليونه وګړي په کې ژوند کوي، کشف شو.
د ښار د ترانسپورت سيسټم پرون سهار وځنډول شو.
راپورونه وايي چارواکو په ووهان ښار کې د ماسکونو تړل اجباري کړي او له خلکو غوښتنه شوې، چې له ګڼه ګوڼو او غونډو دې ډډه وکړي.
د دولتي رسنيو د راپور له مخې په لسو نورو ښارونو کې هم د ترانسپورټ جريان درول شوى او په پلازمېنه پيکنګ کې د نوي چينايي کال د لمانځلو مراسم لغوه شوي دي.
د روغتيا نړيوال سازمان پرون وويل، د دې وايروس په اړه د دې وخت نه دى چې ”نړيوال اضطراري حالت“ اعلان کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
نېټفلیکس د وارنر برادرز ستر فلمي شرکت اخلي
نېټفلیکس اعلان کړی چې د هالیووډ یو تر ټولو مشهور فلمي شرکت، «وارنر برادرز» او د دې انلاین څانګې، په ځانګړي ډول «اېچبياو» او «اېچبياو مکس» اخلي.
د انلاین تولید او نندارې دې ستر شرکت دا پرېکړه د جمعې په ورځ، د لېندۍ په ۱۴ مه اعلان کړه.
د وارنر برادرز د بشپړ پېرود او ادغام پروسه به له ۱۲ تر ۱۸ میاشتو پورې وخت ونیسي او دا معامله به د نغدو پیسو او د سهمونو د ارزښت د تبادلې په ګډه بڼه ترسره شي.
د معاملې د نغدي برخې ارزښت ۷۲ میلیارده ډالره اعلان شوی، خو که د سهمونو ارزښت هم ورسره حساب شي، د معاملې ټولیز ارزښت شاوخوا ۸۳ میلیارد ډالرو ته رسېږي.
دا معامله یوازې د وارنر برادرز فلمي او تلویزیوني سټوډیوګانې نه، بلکې د دې شرکت مشهورې انلاین څانګې، یعنې HBO او HBO Max هم رانغاړي.
په دې توګه به د وارنر برادرز نژدې ۱۳۰ میلیون مشترکان د نېټفلیکس له شاوخوا ۳۰۰ میلیون مشترکانو سره یوځای شي.
د فوټبال د ۲۰۲۶ نړیوال جام د ګروپونو د ټاکلو مراسم جوړ شول
د فوټبال د ۲۰۲۶ نړیوال جام سیالیو د ګروپونو د ټاکلو مراسم پرون (جمعه) په واشنګټن ډي سي کې د درو هیوادونو د مشرانو په ګډون په یو لړ مراسمو کې ترسره شول.
په دې مراسمو کې د متحدوایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د مکیسیکو ولسمشره کلودیا شاینباوم او د کاناډا صدراعظم مارک کارني ګډون درلود چې هیوادونه یې په ګډه د ۲۰۲۶ کال د فوټبال د اتلولیو کوربانه دي.
دا لوبې د اته څلویښت هیوادونو د ملي لوبډلو ترمنځ د راتلونکي کال د جون په یوولسمه پیلیږي او د جولای په نولسمه به یې پایلوبه ترسره شي.
د یادونې ده چې تر اوسه دوه څلویښت لوبډلې توانیدلي دي چې دې جام ته لاره ومومي او پاتې شپږ ټیمونه به د مارچ په میاشت کې د غوراوي سیالیو په ترڅ کې معلومې شي.
دا مسابقې به د مکسیکو په مکسیکوسیټي، ګوادا لاخارا او مونټري کې ترسره شي.
په کاناډا کې تورنتو او ونکوور ښارونه د ۲۰۲۶ د فوټبال نړیوال جام سیالیو ته غوره شوي دي.
په همدې حال کې فیفا یا د فوټیال نړیوال فدراسیون ویلي چې سر له اوسه د سیالیو تر ۲ میلیونه ډېر ټکټونه پلورل شوي دي.
پوتین: که اوکرایني ځواکونه شاتګ ونه کړي، دونباس به په زور ونیسو
د روسیې ولسمشر یو ځل بیا د اوکراین په ختیځ کې د دونباس سیمې په اړه خپله پخوانۍ ادعا تکرار کړه او ویې ویل، که د اوکراین ځواکونه له دې سیمې څخه شاتګ ونه کړي، نو روسیه به هغه په زور ونیسي.
ولادیمیر پوتین له «انډیا ټوډې» ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې وویل:
«یا به موږ دا سیمه د خپل پوځ په زور آزادوو، او یا به اوکرایني ځواکونه په خپله ترې وځي.»
د پوتین اشاره د دونباس سیمې ته وه چې د دونیڅک او لوهانسک له دوو ولایتونو جوړه ده.
د پوتین د مرکې ځینې برخې د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ په ۱۳مه دسمبر ۴) هند ته د ده تر روانېدو مخکې خپرې شوې.
د روسیې تر بشپړ پوځي یرغل مخکې، د مسکو له ملاتړه برخمنو بېلتونپالو ځواکونو په دې سیمه کې نژدې اته کاله جګړه وکړه، خو هغوی ونه توانېدل چې ټول دونباس ونیسي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي ویلي، هغه خاوره چې روسیې په خپله په زور نه ده نیولې، هېڅکله به یې روسیې ته د ډالۍ په ډول ور نه کړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، روسیه دا مهال د اوکراین شاوخوا ۱۹.۲ سلنه خاوره اشغال کړې ده.
د فوټبال د نړیوال جام ګروپونه به نن مشخص شي
ټاکل شوې ده چې نن) د ډسمبر ۵ مه) په واشنګتن ډي سي کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دوه زره شپږ ویشتم کال د فوټبال د نړیوال جام د لوبډلو ګروپونه مشخص شي.
تمه ده چې په دې مراسمو کې د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د مکسیکو ولسمشره ګلاودیو شینباوم او د کاناډا صدراعظم مارک کارني هم برخه واخلي.
د امریکا متحد ایالتونه، کاناډا او مکسیکو د دغو سیالیو ګډ کوربانه دي.
دا لوبې د اته څلویښت هیوادونو د ملي لوبډلو ترمنځ د راتلونکی کال د جون په یولسمه پیلیږي او د جولای په نولسمه به یې پایلوبه ترسره شي.
د یادونې ده چې تر اوسه دوه څلویښت لوبډلې توانیدلي دي چې دې جام ته لاره پيدا کړي او پاتې شپږ ټیمونه به د مارچ په میاشت کې د غوراوي سیالیو په ترڅ کې معلومې شي.
اسراییل او حماس یو بل له اوربند څخه په سرغړونه تورنوي
فلسطنیانو نن د غزې په خان یونس کې د خپلو وژل شویو عزیزانو ویر وکړ.
دا کسان یوه ورځ مخکې د اسراییلي ځواکونو د هوایي برید په ترڅ کې ووژل شول.
د خان یونس په کویتي روغتون کې ډاکټرانو وویل چې له دې برید وروسته دوی د پنځو فلسطنیانو جسدونه ترلاسه کړې دي چې دوه یې ماشومان دي.
د اسراییل پوځ بیا ویلي دي چې په خان یونس کې یې د حماس ترهګر په نښه کړي دي.
حماس د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه د ترهګرې ډلې په توګه پيژني.
حماس د اسراییل برید له اوربند څخه سرغړونه وبلله او د اسراییل پوځ وویل چې دا حمله په رفح کې د چهارشنبې په سهار پر اسراییلي پوځیانو د شوي برید په ځواب کې شوې ده چې له امله یې پنځه اسراییلي سرتیرې ټپيان شول.
عراق د دوو ایران پلوه وسله والو ډلو شتمنۍ کنګلوي
عراق ویلي دي چې د ایران ملاتړیو وسله والو ډلو، حزب اله او حوثیانو پیسې به کنګل کړي.
رویټرز اژانس په یوه راپور کې لیکلي دي چې دا اعلان د عراق په رسمي جریده کې شوی دی او ښایي واشنګتن یې هرکلی وکړي، ځکه چې له اوږدې مودې راهیسې د امریکا متحد ایالتونه په عراق او د منځني ختیځ په نورو هیوادونو کې د ایران د نفوذ د کمولو هڅه کوي.
ایران په عراق کې د شیعه وسلو والو او سیاسي ډلو په مټ پوځي، سیاسي او اقتصادي نفوذ لري خو په تیر یوه کال کې د متحد ایالتونو د فشاونو او په سیمه کې د اسراییلي ځواکونو له لورې د ایران د نیابتي ډلو له کمزوري کیدو سره د ایران اغیزې کمې شوې دي.
د امریکا د ولسمشر دوه ځانګړي استازي نن فلوریدا کې د اوکراین له ستر مرکچي سره ګوري
ټاکل شوې د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی سټیف ویټکاف او د ټرمپ زوم او پخوانی سلاکار جارد کوشنر نن پنجشنبه ( د لیندۍ ۱۳مه) په فلوریدا کې د اوکراین له ستر مرکچي روستم عمروف سره وویني.
دا خبره یوه امریکایي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط فرانس پریس اژانس ته کړې ده.
د امریکا د ولسمشر دغه ځانګړي استازي تازه له مسکوه متحده ایالتونو ته ستانه شوي دي.
دوی مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره اوږدې خبرې وکړې، خو کومې پایلې ته ونه رسېدې.
د پوتین د بهرنیو اړیکو سلاکار یوري اوشاکوف تر دې لیدو کتو وروسته ویلي، سوله تراوسه نژدې شوې نه ده، خو په خبره یې ډېره لرې هم نه ده.
غزه کې تازه تاوتریخوالی، لږ تر لږه ۵ فلسطینیان وژل شوي دي
په غزه کې پرون چهارشنبه لږ تر لږه ۵ فلسطینیان د اسراییل په بریدونو کې ووژل شول.
د جرمني ( ډي.پي.اې) خبري اژانس لیکلي چې په خان یونس سیمه کې د بې ځایه شویو پر یوه کمپ هم برید شوی دی.
د اسراییل پوځ ویلي، برید کې یې د حماس ډلې، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، یو غړی په نښه کړی دی.
دوی ویلي د حماس دغه غړي وړاندې پر اسراییلي سرتیرو بریدونه کړي او د غزې له نازک اوربنده یې سرغړونه کړې ده.
په غزه کې اوربند د تېرې اکتوبر میاشتې په لسمه نافذ شو، خو دا څو یم ځل دی چې له اوربنده سرغړونه کیږي او د سرغړونو په ترڅ کې پر فلسطینیانو سربیره یوشمېر اسراییلي عسکر هم وژل شوي دي.
اروپایي ټولنه غواړي چې د روسیې د ګازو د صادراتو بشپړ مخنیوی وکړي
د اروپايي ټولنې د پارلمان غړیو نن موافقه وکړه چې د دوه زره اووه ویشتم کال تر مني پورې به د روسیې د ګازو واردات په بشپړ ډول بند کړي.
د اروپایي ټولنې د انرژي د برخې کمیشنر دن یورګنسن په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې اروپا به د تل لپاره د روسیې د ګازو بهیر ودروي.
د شوي موافقې له مخې د اروپا له کمیسیون څخه غوښتل شوې دي چې په راتلونکو میاشتو کې داسې طرحه چمتو کړي چې هنګري او سلواکیا ته د روسیې د سون موادو د لیږد مخه ونیول شي.
اروپایي ټولنې په دوه زره دوه ویشتم کال کې چې کله روسیې پر اوکراین برید وکړ دا هڅې پيل کړې چې له روسیې د سون مواد وارد نه کړي او ورو ورو یې مخه ونیسي.
اروپایي ټولنه په دې باور ده چې روسیې د خپلو ګازو او تیلو په پیسو جګړه توده ساتلې ده.
چین ته د بریتانیا د صدراعظم احتمالي سفر
دوو سرچینو ویلي دي چې د بریتانا حکومت له صدراعظم کایر سټارمر څخه غوښتې دي چې د راتلونکي کال د جنوري له نهه ویشتمې تر یو دیرشمې پیکنګ او شانګهای ته ولاړ شي.
له دغو سرچینو یوې رویټرز اژانس ته وویل، کیدای شي چې د اونۍ تر اخره د دې سفر په اړه پریکړه وشي، خو که چیرته پیکنګ په لندن کې د خپل لوی سفارت د جوړیدو له طرحې په شا نه شي، ممکن دا سفر وځنډیږي.
په لندن کې د چین د نوي لوی سفارت په اړه داسې اندیښنې شته چې ښایي له دې د جاسوسۍ د مرکز په توګه استفاده وشي. د بریتانیا یوشمیر سیاستوالو او واشنګتن د دغې اندیښنې له امله د بریتانیا له حکومته غوښتي چې د پیکنګ مخه ونیسي چې د اروپا تر ټولو لوی سفارت په لندن کې جوړ نه کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه د رویټرز اژانس پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.