د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکايي چارواکو د نیوکو په ځواب کې په دې هېواد کې د چین د پانګونو دفاع کړې ده.
چین له پاکستان سره پر اقتصادي دهلیز د شاوخوا ۶۰ میلیارد ډالرو پانګونې ژمنه کړې خو د امریکا حکومت وايي چین غواړي د دې پروژې له لارې پاکستان تر پورونو لاندې ډوب کړي.
اسلام آباد په عین حال کې چې د دې پروژې دفاع کوي نه غواړي د دې مسئلې په خاطر له واشنګټن سره خپل اړیکي ترینګلي کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې پرون د جنوري په ۲۳مه یو ځل بیا د چین پاکستان د اقتصادي دهلېز دفاع وکړه.
عایشې فاروقي وویل چې د دې پروژې بشپړول د پاکستان د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه دی ځکه د نوموړې په وینا دا پروژه به د پاکستان بڼه بدله کړي.
واشنګټن وايي چې د چین پاکستان د اقتصادي دهلېز پروژه ډېره شفافه نه ده او پاکستان به د چین تر پورونو لاندې ډوب کړي.
د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د راپور له مخې د جنوبي آسیا په چارو کې د متحدایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز هم د سه شنبې په ورځ د پاکستان په یوه څېړنیز مرکز کې د تړلو دروازو شاته په خپله وینا کې همدا خبره کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مېرمن فاروقي په اونیزه خبري غونډه کې د الیس ویلز د څرګندونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل دا ادعا چې د چین- پاکستان اقتصادي دهلېز به د غیر امتیازي پورونو په بڼه عملي کېږي حقیقت نه لري.
د پاکستان صدراعظم عمران خان هم واک ته له رسېدو مخکې د دې پروژې پر شفافیت شک ښوده او د پاکستان پر زیاتېدونکو پورونو یې اندېښنه څرګندوله خو د ۲۰۱۸ میلادي کال په ټاکنو کې له بریا وروسته که څه هم عمران خان له دې ډول څرګندونو ډډه وکړه خو د کابینې ځینو غړو یې د دې معاملې په اړه د خبرو د بیا پیل د اړتیا یادونه کوله.
اسلام آباد له یوې خوا د چین- پاکستان د اقتصادي دهلېز دفاع کوي خو له بلې خوا له امریکا سره هم د ښو اړیکو د پاللو هڅه کوي.
په دې ترڅ کې صدراعظم عمران خان په تېرو ۶ میاشتو کې لږترلږه درې ځلې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره دوه په دوه کتلي چې وروستۍ کتنه یې د سه شنبې په ورځ په داووس ښار کې په نړیواله اقتصادي غونډه کې وه.
د چین- پاکستان اقتصادي دهلېز د یوې لارې یو کمربند په نوم د پراخې پروژې- چې تاسیسات یې د آسیا په وچه کې او له هغې وړاندې د ځمکې او بحر له لارې رغول کېږي جز دی.
پېکېنګ د چین- پاکستان پر اقتصادي دهلېز د شپېته میلیارد ډالر لګښت ژمنه کړې.