ډاکټران وايي چې شراب زهري مواد دي او د انسان روغتیا ته ډېر زیان لري، خو که پر يوه وخت ډېر وڅښل شي، نو انسان مسموم کوي او وژني يې.
دا چې د مسموم شوي معتاد ملګري یا عام خلک څنګه پوه شي چې معتاد په خطرناک حالت کې دی؟ مخکې تر دې چې ډاکټر ته یې ورسوي، کورنۍ یا خپلوان یې څه ډول مرستې ورسره وکړي؟ په دې اړه زموږ همکار محمد ایاز ترنک له ډاکټر محبوب الله شفیق سره مرکه کړې او په پیل کې یې پوښتلی چې د شرابو څښل په کوم حالت کې انسان ته ډېر زيان رسوي؟