کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې ترډېره په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل استعفا، په ایران کې د یوې اوکرینۍ الوتکې د راغورځېدو په پېښه کې د افغانانو په وژل کېدو او د ټاکنیزو شکایتونو په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.
دنیا:
دنیا ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې، په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل د استعفا په تړاو لېکنه کړې ده.
وړاندې راغلي، که څه هم ښاغلي مشعل په استعفا پاڼه کې د خپلې استعفا لامل په بهر کې د خپلو لوړو زده کړو بشپړول ګڼلي، خو ویل کېږي چې ښاغلی مشعل په پېښور کې د افغان مارکیټ د ملکیت پر سر د راپورته شوي جنجال او پر ډيورنډ کرښه د پاکستان له خوا د اغزن تار غځولو په تړاو د مخالفو او پرله پسي ټویټونو له امله د نوموړي او پاکستاني چارواکو اړېکې ترینګلې شوې وې او د افغانستان حکومت په داخل کې یې هم ملاتړ نه کېده.
دنیا ورځپاڼې لیکلي، وروسته له هغه چې مشعل په ډيورنډ کرښه د اغزن تار د غځيدو په غبرګون کې په خپله فسبوک پاڼه او ټویټر ولیکل چې دغه کرښه او موانع هېڅکله د دې جغرافیا واقیعت نه شي بدلولی، عاطف مشعل د پاکستان د استخباراتو او پوځ مرکز ته وغوښتل شو چې دغې مسئلې ګڼ غبرګونونه هم راپارول.
ماندګار:
ماندګار ورځپاڼې بیا د ټاکنیزو شکایتونو له لوري د شکایتونو د څيړلو ځنډنۍ پروسې په تړاو په سرمقاله کې لېکنه کړې ده.
وړاندې راغلي، د قانون په اساس د شکایتونو کمېسیون باید د ۱۵ ورځو په جریان کې شکایتونو ته رسیدګي کړې وای، خو داسې ښکاري چې دغه کمېسیون تراوسه نه دی توانېدلی چې سپینې رأیې له تورو په سمه توګه بېلې کړي.
ماندګار ورځپاڼې همدارنګه لیکلي، که څه هم د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تردې مخکي ژمنه کړې وه چې په ټاکلې موده به شکایتونه څیړې، خو تراوسه پوري دغه کمېسیون نه دی توانېدلی چې شکایتونه وڅيړي او نتایج اعلان کړي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې په تهران کې په راغورځېدلې اوکراینۍ الوتکه کې د مړو شویو افغانانو په تړاو لیکنه کړې.
وړاندې راغلي، د افغانستان حکومت په ټول وس هڅه کوي چې د ایراني ځواکونو له خوا په دغه الوتکه کې د وژل شویو افغانانو لټه وکړي، ویې پیژني او لازمې مرستې ورسره وکړي.
په سرمقاله کې همدارنګه راغلي، ولسمشر محمد اشرف غني د دې کار لپاره پلټونکی پلاوی استولی او د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره یې ټلیفونې خبرې کړې او په دې پیښې ژوره خواشیني ښکاره کړې ده.
په سرمقاله کې راغلي، کابل له نړېوالو پلټونکو سره پلاویو سره په ګډه دا پېښه څيړي او په دې برخه کې هر ډول مرستو ته چمتو دی.