د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۷

انټرپرېټر: ایا افغانستان به د امریکا – ایران د جګړې ډګر وي؟


انټرپرېټر:

انټرپرېټر خپرونې په دې پوښتنې یوه مقاله پیل کړې چې ایا افغانستان به د امریکا – ایران د جګړې ډګر وي؟

په مقاله کې راغلي که تهران د خپل لوړپوړي پوځي قومندان جنرال قاسم سلیماني د وژنې په غبرګون د غچ اخیستلو ګواښونه زیات کړي ختیځ ګاونډی افغانستان به ورته یو اسانه هدف وي.

په افغانستان کې چې لویدیځ لور ته یې ایران پروت دی د امریکا دولس زره تر دیارلس زره پوځيان مېشت دي.

د ایران لوړپوړو چارواکو ګواښ کړی چې په سیمه کې به د امریکا پوځیان په کراره پرینږدي.

د بغداد نړیوال هوايي ډګر ته نږدې د جنورۍ په درېیمه د امریکا په لاس د ایران د قُدس ځواکونو د عمومي قومندان جنرال قاسم سلیماني وژنې د امریکا او ایران کړکیچ اوج ته رسولی.

دوی امریکا ته د همدې ګواښونو په دوام چهارشنبه سهار وختي په عراق کې د امریکایي عسکرو دوه پوځي اډې په راکټونو وویشتلې.

انټرپرېټر خپرونه چې د اسټرالیا له سیډڼي نشرات کوي لیکلي چې په داسې تاوتریخجنو حالاتو کې د امریکا – ایران د جګړې خطر افغانستان ته هم ورځي.

انټرپرېټر لیکلي چې دا به د ایران له ملاتړو برخمنو ملیشو ته یو هدف وي او ښايي د ایران او طالبانو اړیکې لا پسې پراخې شي.

امریکا او طالبان لا د سولې یا اوربند هوکړې ته نه دي رسیدلي او د انټرپرېټر په لیکنه ایران له طالبانو نه چې د امریکا په وړاندې یې اتلس کاله جګړه کړې ښايي خپل پوځي ملاتړ لا زیات کړي.

انډېپنډنټ فارسي:

انډېپنډنټ فارسي ورځپاڼې د هغه څه په اړه چې په افغانستان کې د ایران د سپاه قُدس ډلې نفوذ بلل شوی یوه مقاله خپره کړې ده.

په دې مطلب کې له افغان چارواکو له هغې ډلې د بامیان له والي سره د اسماعیل قاآني د یوې پخوانۍ لیدنې ته اشاره شوې ده.

قاآني د قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته د سپاه پاسداران د قُدس ډلې قومندان وټاکل شو.

د انډېپنډنټ فارسي ورځپاڼې د مقالې له مخې اسماعیل قاآني بامیان ولایت ته د سفر پر مهال ځان د ایران د سفیر مرستیال بللی و.

ورځپاڼې بامیان ته د قاآني د سفر په اړه د افغانستان د حکومت د پلټنو اعلان ته په اشارې وايي چې هیڅکله به معلومه نه شي چې د سپاه قُدس دغه لوړپوړي چارواکي په بامیانو کې څه کول.

ظاهراً دی په بامیانو کې د یوه روغتون د کار د څارنې لپاره ورغلی و.

د بامیان والي طاهر زهیر چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل دا باید روښانه شي چې قاآني له ده سره په خبرو کې ولې ځان د سفیر مرستیال معرفي کړی و او هدف یې څه و.

انډېپنډنټ فارسي ورځپاڼه لیکي چې په افغانستان کې د سپاه پاسداران د قُدس ډلې د نفوذ په اړه هیڅ شک نشته.

د رپوټونو په اساس دا ډله د فاطمیون لښکر تمویلوي چې پکې اکثر افغانان د سوریې جګړې ته استول کیږي.

سپاه پاسداران د کورنیو جګړو له وخته په افغانستان کې د پام وړ حضور لري.

XS
SM
MD
LG