د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۹

د عامې روغتیا وزارت: یو معتاد په کال کې اووه روغ خلک په نشو اخته کوي


ارشیف
ارشیف

د عامې روغتیا وزارت د نشه يي موادو د غوښتنې کمولو رئیس شاه پور یوسف ازادۍ راډیو ته وویل، د نړیوالو ادارو سروې او افغانستان کې د دوی څېړنې ښيي چې یو معتاد په کال کې اووه روغ کسان په نشو اخته کوي.

د عامې روغتیا وزارت د څېړنو پر اساس روغ خلک په نشو اخته کول په هر هېواد کې جلا عوامل لري، خو په افغانستان کې يې يو عامل دا دی چې دلته معتادين د منفي سیالۍ او تربورګلوي له خاطره روغ خلک نشو ته هڅوي.

حمیدالله د هغو پخوانيو ورځو کیسه کوي چې د خیاطۍ دوکان یې درلود او له دې لارې یې ځان او کورنۍ ته روزي پيدا کوله، خو اوس چې په نشو اخته شوی هم دوکان ځنې پاته شوی او هم يې خوښۍ له ژوند څخه ګډه کړې ده.

حمیدالله د نشه يي موادو له امله نه یوازې دا چې ځان يې بدمرغه کړ، بلکې خپلوشپېتو دوستانو او مشتریانو ته يې هم ستونزې جوړې کړې.

"زه خیاط وم او نشه مې هم کوله، زما دوکان ته به هغه انډیوالان راتلل چې عمل یې نه درلود. یوه ورځ مې یو انډیوال راغی ویل ستونزه لرم، ما ورته وويل چې یو دود نشه يي مواد وڅکوه ستونزې به دې خپله حل شي. کله چې یې نشه وکړه سبا بیا راغی، پيسې يې راکړې او مانشه يي مواد ورکړل."

هغه وویل: "دا انډيوال مې له دې امله په نشو اخته کړ چې شتمن و. تر دې وروسته به يې ماته پیسې راکولې او ويل به يې چې د سلو افغانيو مواد ماته او د دوه سوو افغانیو مواد ځان ته را نیسه، دې سړي زما د نشه يي موادو پيسې برابرولې."

اعتیاد د کنټرول وړ ناروغي ده، خو که معتاد د درملنې پر مهال او یا تر درملنې وروسته پوره و نه څارل شي، نو بېرته په نشو باندې اخته کېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت څېړنې ښيي چې په هېواد کې بېکاري، نشه يي موادو ته اسانه او ارزانه لاسرسی، په تفریحي ځایونو، سړکونو او کوڅو کې د معتادینو راغونډېدل هغه عوامل دي چې روغ خلک په نشو باندې اخته کوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د نشه يي موادو د غوښتنې کمولو رئیس شاهپور یوسف وايي: په نړۍ کې د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې سروې او د افغانستان دولت څېړنې ښيي چې یو معتاد په کال کې اووه روغ خلک په نشو باندې اخته کوي.

"د دې ستونزې د مخنیوي لاره دا ده چې تر درملنې وروسته باید یوه معتاد ته په ټولنه کې ځای ورکړل شي، کار ورته پیدا شي، ټولنه او کورنۍ یې ومني او مرسته ورسره وکړي چې بېرته په نشو باندې اخته نه شي. که د کار زمینه ورته برابره نه شي، عواید و نه لري او د نشه يي موادو قاچاق کوونکي دوې درې ورځې وړیا نشه يي مواد ورکوي، دغه ډول خلک خامخا بېرته په نشو باندې اخته کېږي."

د افغانستان دولت او امریکا له نشه يي موادو سره د مبارزې او قانون عملي کولو ادارې يا (ای ان ال) ګډه سروې ښيي چې په افغانستان کې درې میلیونه کسان په نشو باندې اخته او د نشو له امله زيانمن شوي دي.

که څه هم په تېرو دریو کالو کې د معتادینو د شمېر معلومولو لپاره تازه سروې نه ده شوې، خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د درملنې مرکزونو ته د ډېرو معتادینو راتګ دا ښيي چې د معتادینو شمېر څو برابره ډېر شوی دی.

راپور: مرسلین ارسلا

XS
SM
MD
LG