د کندهار ولایت اوسېدونکي سپین باز لومړی د چرسو نشه پيل کړه او بیا تر هیرویینو پورې ورسېد. دی اوس له کوره ډېر لیري د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې اوسېږي. سپین باز وايي چې ښځه او ماشومان یې وروڼو ته ور پرېښي او دی له دې امله له کوره ورک دی چې د نشه يي موادو رانيولو لپاره پيسې پيدا کړي.
دا چې سپين باز څنګه په نشو اخته شو او له دې امله له کومو ستونزو سره مخ شو، په دې اړه یې زموږ له همکار شرافت الله شرافت سره د زړه خواله کړې ده.