افغانستان
د بلخ دولت اباد ولسوالۍ کې "۱۵ دولتي سرتېري وژل شوي"
د افغانستان دفاع وزارت په بلخ کې پر یوې امنیتې پوستې د دولت د وسله والو مخالفینو په یوه برید کې د لږترلږه اوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکوي، خو سیمه ییزچارواکي د وژل شویو سرتېرو شمېر شاوخوا پنځلس تنه بولي.
د دې وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن ازادي راډیو وویل: "وسله والو دا حمله د بلخ د دولت آباد ولسوالۍ پریوې امنیتي پوستې کړې چې په نتیجه کې یې اوه سرتیري وژل شوي او درې سرتیري او د ملي امنیت درې تنه کارکونکي هم ټپیان شوي دي".
د ښاغلي امان په وینا په دې اړه چې دغه حمله څه ډول شوې پلټنه پیل شوې ده.
خو رویترز خبري آژانس د دولت آباد د ولسوال محمد یوسف له قوله خبر ورکوي چې د وسله والو طالبانو په دې حمله کې د ملي اردو او د ملي امنیت پنځلس سرتیري وژل شوي دي.
طالبانو چې د بلخ په دې ولسوالۍ کې فعال دي، د دغې حملې مسولیت یې هم اخیستې دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په خیبرپښتونخوا کې د جمعیت علمای اسلام یو مشر له ټپي کېدو وروسته مړ شو
په خیبرپښتونخوا کې د جمعیت علمای اسلام یو مشر مولانا سلطان محمد، چې د جمعې په ورځ په بمي برید کې ټپی شوی و، پرون ساه پرې کړه.
د جنوبي وزیرستان د پولیسو چارواکو وویل چې د مولانافضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام ګوند ځايي مشر مولانا سلطان محمد د واڼې په کاڼه چینه کلي کې له جومات څخه د راوتلو په مهال په بمي چاودنه کې ټپي شو خو د ژورو ټپونو له کبله یې پرون په روغتون کې سا ورکړه.
په افغانستان کې د نوي کال درې ګوني ماشومان
د نوي میلادي کال په لومړیو ساعتونو کې په افغانستان کې یوې میرمنې درې ګوني ماشومان وزیږول.
ایمرجنسي روغتون د جمعې په ورځ( د جنوري په ۹ مه) اعلان وکړ چې دا درې ګوني د دوی په روغتون کې زیږیدلي، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دې ورکړي. نن د ۲۰۲۶ میلادي کال لسمه ده.
په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنۍ راوروسته چې نړیوالې مرستې کمې شوي او یوشمیر روغتیایي کارکوونکي له هیواده وتلي دي د زیږیدو پرمهال د میندو او ماشومانو د مړینې کچه لوړه شوې ده.
د ملګرو ملتو د راپور له مخې په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه میرمن د روغتیایي ستونزو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
په لوګر کې د باختري-یوناني پېر اثار کشف شوي
په لوګر کې اووه ویشت نوې لرغونې سیمې کشف شوې دي.
د طالبانو اطلاعات او فرهنګ وزارت نن په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې دغه سیمې د باختري-یوناني او اسلامي دورو مربوط دي.
د بیان له مخې دا اووه ویشت لرغونې سیمې د لوګر د مرکز پل علم ترڅنګ په څرخ، بره کي برک، خروار او ازره ولسوالیو کې موندل شوي او د لرغونو سیمو په ملي ډیټابیس کې ثبت شوې دي.
په هند کې د افغان سفارت لپاره د طالبانو ګمارلی شارژدافیر نوي ډیلي ته ورسېد
په هند کې د افغانستان د سفارت لپاره د طالبانو ګمارلی شارژدافیر نوي ډیلي ته رسیدلی دی.
هندۍ رسنۍ ( د هندو) راپور ورکړ چې د جمعې په ورځ مفتي نور احمد نور نوي ډیلي ته ورسید چې د افغانستان په سفارت کې د شارژد افیر چارې مخته یوسي.
د هندي رسنیو په وینا هند د اکتوبر په میاشت کې هغه وخت د دې دیپلومات له منلو سره موافقه کړې وه چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هند ته تللی و. د هغه سفر پرمهال ښاغلی نور هم له امیرخان متقي سره مل و.
طالبانو د دوه زره درویشتم کال په اپریل کې هم په نوي ډیلي کې د سفارت لپاره شارژدافیر معرفي کړی و چې هغه وخت یې د سفارت د کارکوونکو له لورې مخه ونیول شوه چې سفارت ته داخل شي.
د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان غوښتي د افغان کډوال نیول او ځورول پای ته ورسوي
د بخښني نړیوال سازمان په پاکستان کې په غیرقانوني ډول د افغان کډوالو پر نیولو، د هغوی پر ځورولو او په زوره افغانستان ته د هغوی پر استولو اعتراض کړی دی.
د بخښني نړیوال سازمان د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ته د جمعې په ورځ په استولي لیک کې دا هم لیکلي دي چې د افغان کډوالو شړل ودروي.
په لیک کې دا ټینګار هم شوی دی چې پاکستاني چارواکي باید ډاډ ورکړي چې د افغان کډوالو حقونو ته درناوی کیږي او له کمپونو او استوګنځایونو په زوره نه ایستل کیږي.
د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو د ادارې د راپور له مخې په دوه زره پنځه ویشتم کال کې له پاکستانه نهه لکه دیرش زره افغانان افغانستان ته اخراج شوې دي.
له قزاقستان سره سوداګري ۶۳ فیصده لوړه شوې
قزاقستان وایي چې په تیر یوه کال کې یې له افغانستان سره تجارت درې شپيته سلنه زیات شوی دی.
قزاقي رسنیو د دغه هیواد د چارواکو په وینا د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې دا فیصدي د دوه زره پنځه ویشتم کال په وروستیو کې ثبت شوې ده.
د راپور له مخې د دوه زره پنځه ویشتم کال د سپتمبر او ډسمبر په میاشتو کې افغانستان ته د قزاقستان صادرات یو اویا په سلو کې د وړم کال همدې مودې په پرتله زیات شوې دي.
قزاقستان تر ډیره افغانستان ته غله دانې صادروي او په اکتوبر میاشت کې له پاکستان سره د لارو له بندیدو وروسته افغان سوداګرو تر ډیره قزاقستان او د منځنۍ اسیا نورو هیوادو ته مخه کړې ده.
د طالبانو د مالیې وزارت د مېوو پر وارداتو تعرقه لوړه کړه
د طالبانو د مالیې وزارت اعلان وکړ چې د ځینو توکو او مېوو پر ګمرکي تعرفو کې زیاتوالی راغلی دی.
دې وزارت د پنجشنبې په ورځ (۱۸ جدی) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پر وارداتي مېوو لکه ناک، انګورو او توتۍ یا سټرابېري باندې ۸۰ سلنه ګمرکي تعرفه لګول شوې ده.
افغانستان په خپله د مېوو یو صادروونکی هیواد دی خو بیا هم ځینې مېوې له ګاونډیو هیوادونو څخه واردوي.
د طالبانو د مالیې وزارت همداراز ویلي چې پر پلاستيکي بوټونو ګمرکي تعرفه له ۳۰ سلنې څخه ۵۰ سلنې ته لوړه شوې او پر پټاکۍ او کاغذباد تعرفه له ۱۰ سلنې څخه ۸۰ سلنې ته زیاته شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، دا تعرفې د ګډې بینالوزارتي کمېټې له لوري د کورني صنعت د ملاتړ په هدف ټاکل شوې دي.
د افغانستان او پاکستان سوداګري ۵۳ سلنه کمه شوې
د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوهاړخیزه سوداګري د تېر کال پرتله ۵۳ سلنه کمه شوې ده.
پاکستاني رسنیو نن راپور ورکړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري د ۲۰۲۴–۲۵ مالي کال د لومړۍ نیمایي په ترڅ کې له ۱.۲۶ میلیارد ډالرو څخه د روان مالي کال (۲۰۲۵–۲۶) په همدې موده کې ۵۹۴ میلیون ډالرو ته راټیټه شوې ده. د دې کمښت اصلي لامل د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د لارو بندېدل بلل کېږي.
د ۲۰۲۵–۲۶ مالي کال له جولای څخه تر دسمبر پورې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تحارتي مالونو دوهاړخیزه سوداګري په څرګند ډول راکمه شوې ده. په پاکستان کې رسمي سرچینو «نېشن» ورځپاڼې ته ویلي چې افغانستان ته د پاکستان صادرات د تېر کال د همدې مودې پرتله ۵۵ سلنه کم شوي، چې له ۷۵۴ میلیون ډالرو څخه ۳۳۶ میلیون ډالرو ته راښکته شوي دي.
همداراز، له افغانستان څخه د پاکستان واردات هم د تېر کال پرتله ۴۹ سلنه کم شوي او له ۵۰۷ میلیون ډالرو څخه ۲۵۸ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.
د همدې بدلونونو له امله، د دواړو هېوادونو مجموعي سوداګري د تېر کال پرتله ۵۳ سلنه کمه شوې ده.
په افغانستان کې د اوبو بحران، اروپایي ټولنه او یوه تحقیقاتي موسسه په همدې هدف انلاین غونډه لري
اروپايي اتحادیه او د «اکسیپت» تحقیقاتي موسسه په افغانستان کې د اوبو د بحران او د خلکو په ژوند د اقلیمي بدلونونو د اغیزو د څیړنې لپاره انلاین غونډه کوي.
اروپايي اتحادیې د پنجشنبې په ورځ ( دمرغومي په ۱۸ مه) په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې یاده غونډه د جنوري په ۲۱مه دایریږي.
دغه راز اکسیپت موسسې په خپل ویبسایت لیکلي دي چې په غونډه کې په کابل د ځمکې لاندې اوبو د کمښت او کلیوالي سیمو خصوصا د هلمند د سیند د حوزې سیمو ته د اوبو د کمښت دبحران غځیدل څیړل کیږي.
دغونډې تنظیموونکي وايی چې دغه بحران د ۳،۵ ملیون کسانو د ژوند چارې ګواښي.
افغانستان دنړۍ له هغو هیوادونو څخه دی چې د اقلیم له بدلون څخه سخت متاثر شوي دي او دغه هیواد په روان کال کې هم د ورښت له کموالي سره مخ دی.
د خبریالانو مرکز: ارزګان ۲۴م ولایت شو چې د ژوندیو موجوداتو تصویر خپرول په کې منع شول
د افغانستان د خبریالانو مرکز په ارزګان ولایت کې د طالبانو لخوا د ذیروح اجسامو په عکاسي اود تصویرونو په نشر باندې بندیز غندي او دبیان دازادي او ازادو رسنیو د اصولو خلاف کار یې بولي.
مرکز د پنجشنبې ورځې په اعلامیه کې وویل چې دارزګان دامربالمعروف او نهی عن المنکر ادارې په دغه ولایت کې د ذیروحو اشیاوو فیلم اخسیتل او خپرول منع کړي دي.
له دغه دستور سره سم ،د ارزګان داطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ارزګان تلویزیون راډیو ته اړولی دی.
محلي خبریالان هم له عکاسي او دتصویرونو له خپرولو منع شوي دي.
اعلامیه وايي چې د ارزګان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مرغومي د ۱۷مې په مکتوب کې ویلي دي چې دغه لارښود د امربالمعروف د قانون د اولسمې مادې په اساس صادر شوی او رسنۍ باید له عکاسي ډډه وکړي.
دافغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غواړي چې په خپله دغه پریکړه دې بیرته واخلي.
دافغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو په اساس ، ارزګان څلورویشتم ولایت دی چې د ذیروحو اجسامو د تصویرونو خپرول رسما په کې منع شوي دي.
تردې مخکې دا ممنوعیت په ۲۳ نورو ولایتونو کې اعلان شوی دی.