خبرونه
د ایران ولسمشر جاپان ته لاړ
د ایران ولسمشر حسن روحاني په داسې حال کې جاپان ته تللی چې دا هیواد هڅه کوي د امریکا او ایران ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا په اوج کې منځګړتوب وکړي.
روحاني د ایران لومړنی ولسمشر دی چې له شاوخوا شلو کلونو وروسته جاپان ته سفر کوي.
دی وروسته له دې دا سفر کوي چې د جاپان صدراعظم شینزو ابې د جون په میاشت کې په څلوېښتو کلونو کې د جاپان د لومړني صدراعظم په توګه تهران ته سفر وکړ.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
روسیه وایي، د اوکراین لسګونه بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړي
روسيې د یکشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۵مه) وویل چې د شپې پر مهال یې د اوکراین ګڼ ډرون الوتکې ویشتلي دي.
پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ويډوګانې په روستوف سیمه کې له لرې واټنه چاودنې ښکاروي.
د روسیې دفاع وزارت ویلي، هوايي دفاعي سیستم یې د تېرې شپې په ترڅ کې ۶۱ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې وویشتې چې ډېری یې د اوکراین پولې ته په څېرمه سیمو کې ویشتل شوې دي.
د روسیې د ملکي هوايي چلند ادارې روزا ویاتسیا یوه ویاند ویلي، څلورو هوايي ډګرونو د یکشنبې په سهار د "امنیتي" دلایلو له امله د لنډې مودې لپاره ترافیک وځنډاوه او لږترلږه اته الوتکې لاره بدلولو ته اړې شوې.
د روستوف سیمې د سیمه ییز والي یوري سلیوسار په وینا، د تاګانروګ په بندري ښار او شاوخوا سیمو کې، د بې پیلوټه الوتکو د لوېدو له امله ملکي خلکو ته زیان اوښتی دی.
مسکو او کییف په نژدې درې کلنه جګړې کې نژدې هره ورځ د بې پیلوټه الوتکو بریدونه تبادله کړي چې د جګړې له لومړۍ کرښې لیري ملکي سیمو ته یې زیان اړولی.
ماینونو تېر کال څه باندې ۵۰۰ افغان ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، په ۲۰۲۴ کال کې تر ۵۰۰ ډېر ماشومان له جګړو څخه د پاتې شویو ماینونو او مهماتو په چاودنو کې وژل شوي یا هم ټپیان شوي دي.
نن (یکشنبه د مرغومې ۱۶مه) د افغانستان د یونیسف ادارې پر خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) کې دا خبر ورکړی دی ، خو دا یې څرګنده نه کړه چې په دغو ماشومانو کې څومره یې وژل شوي او څومره ټپیان دي.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې زیاته کړې، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې شاوخوا ۳ میلیونه ماشومانو او د هغوی پالنه کوونکو ته د چاودېدونکو توکو د خطرونو په اړه ښوونه کړې، چې په کې د هغوی د پېژندلو، مخنیوي او راپور ورکولو څرنګوالی هم شامل دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ماین پاکۍ یو شمېر بنسټونه په دې برخه کې د بودیجې کمښت او په روان کال کې له جګړو څخه د پاتې شویو ماینونو او مهماتو د چاودنو له امله د تلفاتو د زیاتوالي په اړه اندېښمن وو.
امینه محمد: افغانستان کې د ښځو پر حقونو دوامداره تیری کیږي
د ملګرو ملتونو یوې چارواکې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د روانو محدودیتونو په باب اندېښنه وښوده.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد پرون پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې «په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو په پرله پسې ډول تېری کېږي.»
د هغې په لیکنه سږکال نورو شاتګونو دوی نور هم له عزتمن ژوند څخه بې برخې کړي دي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې لیکلي، چې نه تسلیمېږو او په اسلام کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د دفاع لپاره د هغې تعهد نه خوځېدونکی دی.
طالبانو په خپله څه کم درې نیم کلنه واکمنۍ کې پر ښځو او نجونو ډول- ډول محدودیتونه لګولي دي.
نجونې تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه لري، په پوهنتونونو کې یې زده کړې منع شوي او طالبانو په وروستي مورد کې په طبي انستیتیوتونو کې هم د ښځو او نجونو زده کړې منع اعلان کړې.
طالبانو ښځې په ډېری دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې له کار کولو هم منع کړې دي.
د سالنګ لارې د پاکولو چارې لا هم روانې دي
د طالبانو ټولګټو وزارت وايي، چې د سالنګونو د لویې لارې د پاکولو چارې لا هم روانې دي او دغه لار له پرون د ټولو موټرو پرمخ تړلې ده.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس تېره شپه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې جنوبي سالنګ په ځینو برخو کې د واورې اندازه ۲ متره او ۳۰ سانتي ته رسېدلې او په شمالي سالنګ کې څه کم درې متره واوره اورېدلې ده.
حق شناس لیکلي، چې د واورې له پاکولو وروسته که د واورې ښویېدو خطر نه وي، دغه لار د ټرافیکو پرمخ پرانیستل کېږي. هغه له خلکو او چلوونکو غوښتنه کړې، چې د دغې لارې د وضعیت په اړه د ټولګټو وزارت له رسمي سرچینو اطلاعات تعقیب کړي، لازمې سپارښتنې په پام کې وساتي او له غیرضروري سفرونو ډډه وکړي.
د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند ویلي، خلک دې د سفر پر مهال د ژمي لازم تجهیزات له ځان سره ولري.
د غزې چارواکي وايي، د اسراییل په تازه هوايي حملو کې لږترلږه ۲۱ کسان وژل شوي دي
د غزې د تړانګې روغتیايي چارواکي وايي چې د اسراییل په پرونیو هوايي حملو کې د دوو ماشومانو په ګډون لږترلږه ۲۱ کسان وژل شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت چې حماس ډله یې اداره کوي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلو په بمباریو کې د ۵۹ کسانو د وژل کېدو او له ۲۷۰ د ډېرو نورو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی.
اسراییلو د غزې پر تړانګه دا حملې وروسته له هغه پیل کړې چې حماس ډلې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه ناڅاپه پر اسراییلو برید وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې له ۱۵ میاشتنې جګړې وروسته د اوربند د ټینګولو لپاره په قطر کې د منځګړو هڅې بیا چټکې شوې دي.
قطر، مصر او متحدایالات چې د دې خبرو منځګړتوب کوي، له څو میاشتو راهیسې د اسراییلو او حماس ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل لپاره هڅه کوي خو د دوی هڅو تراوسه نتیجه نه ده ورکړې.
د حزب الله مشر وايي، له اوربند څخه د اسراییل سرغړونو ته شپېته ورځې انتظار نه شي کولای
د حزب الله مشر نعیم قاسم وايي د ده ډله له لبنان څخه د اسراییلو د شاتګ د ۶۰ ورځني مهلت له پای ته رسېدو مخکې له اوربند څخه د اسراییل سرغړونو ته د ځواب ویلو لپاره چمتو ده.
د اسراییل او حزب الله ترمنځ کاواکه اوربند د دواړو لورو له جګړې وروسته د نوامبر په ۲۷مه نافذ شو، خو دواړه لوري یو- بل د اوربند په ماتولو تورنوي.
ښاغلي قاسم پرون (د جنوري ۴مه) وویل موږ اوربند ته فرصت ورکوو چې عملي شي او زغم هم لرو، خو هغه ټینګار وکړ چې دا په دې معنا نه ده چې دوی به ۶۰ ورځې انتظار کوي.
متحدایالتونه حزب الله چې د سیاسي فعالیت ترڅنګ پوځي څانګه هم لري، د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني خو اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په خپل تور لیست کې شامله کړې ده.
د اسراییل، لبنان، فرانسې، امریکا او د ملګروملتونو د سوله ساتو ځواکونو د استازو په ګډون یوې کمیټې ته د اسراییل او حزب الله ترمنځ د اوربند د څارنې دنده سپارل شوې ده.
له زیمبابوې سره د ټسټ کرکټ لوبې په دوهمه ورځ افغانستان له سیالې لوبډلې څخه ۲۰۵ منډې مخکې دی
د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د دوهمې ټسټ لوبې دوهمه ورځ پرون داسې مهال پای ته ورسېده چې افغانستان له سیال زیمبابوې څخه ۲۰۵ منډې مخکې دی.
افغانستان د لوبې په دوهمه پاڼۍ کې د رحمت شاه د ۱۳۹ او د عصمت علم د ۶۴ ناسوځېدلو منډو په مټ د ۷ لوبغاړو په زیان ۲۹۱ منډې وکړې او نن به د دوهمې پاڼۍ په بشپړولو سره د زیمبابوې سیالې لوبډلې ته د منډو هدف ټاکي.
د دې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې افغانستان ۱۵۷ او زیمبابوې ۲۴۳ منډې کړې وې.
د افغانستان او زبمبابوې ترمنځ لومړۍ ټسټ لوبه مساوي شوه.
په بدخشان او ځینو نورو ولایتونو کې د سړې هوا څپه راروانه ده
اټکل کېږي چې له سبا څخه به د پنجشنبې تر ورځې پورې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د تودوخې درجه ټیټه او یخني ډېره شي.
د هواپېژندنې نړیوالې ادارې اټکل کوي چې د بدخشان ولایت په ځینو سیمو کې به نن د تودوخې ټیټه درجه منفي ۱۳ او لوړه منفي ۸ وي خو د پنجشنبې په ورځ به هلته د تودوخې ټیټه درجه منفي ۲۲ او لوړه منفي ۱۰ وي.
په بامیان ولایت کې به نن د تودوخې ټیټه درجه منفي ۱۸ او لوړه منفي ۹ وي او په میدان وردګو کې به نن د تودوخې ټیټه درجه منفي ۱۶ او لوړه منفي ۵ وي.
د هېواد په نورو سیمو کې هم د هوا د ناڅاپه سړېدو احتمال شته. د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې پرون په یوه بیان کې خبرداری ورکړ چې د پنجشنبې تر ورځې پورې به د سالنګونو په ګډون د هېواد د مرکز او شمال ختیځ په اړوندو سیمو کې هوا ډېره سړه شي.
یو ایرانی چارواکی وايي، په دریو کلونو کې درې میلیون افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي خو بېرته ورستانه شوي دي
د ایران د کورنیو چارو وزارت سلاکار وايي چې په تېرو دریو کلونو کې درې میلیون افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي دي خو په افغانستان کې د ناوړه شرایطو له کبله بېرته دې هېواده ته ستانه شوي.
نادریار احمدي وايي چې ’’د کلک هوډ په نتیجه کې به له ایرانه د افغان وګړو د پوره وتلو شاهدان واوسو.’’ احمدي افغان کډوال په دوو برخو وویشل. د هغه په وینا یوه ډله افغانان په ایران کې د استوګنې قانوني اسناد لري چې د روغتیايي برخې شاوخوا ۷۰۰ تنه متخصصان چې په ایران کې کار کوي له همدې ډلې دي.
خو د دې ایراني چارواکي په وینا دوهمه ډله، هغه غیرقانوني کډوال دي چې د افغانستان د جګړه ایزو شرایطو له کبله یې دې هېواد ته پناه وروړې ده.
ښاغلی احمدي وايي چې حکومت به د محدودیتونو په لګولو سره د غیرقانوني وګړو ستونزه حل کړي.
د کډوالۍ د نړیوال سازمان د راپور له مخې په ایران کې د دېره افغان کډوالو شمېر له درې میلیون او ۷۰۰ زرو اوړي. د دې سازمان په وینا همداراز له دوو میلیون ډېر افغانان اوس مهال په پاکستان کې دېره دي.
د یوه بل خبر له مخې د ایران د سراوان د سرحدي سیمې د پولیسو یوه چارواکی په دې سیمه کې د ۱۱۵ افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی دی.
په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ دوام لري
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې دېره افغان کډوال وايي نن شنبه هم د افغان کډوالو د نیولو لړۍ روانه وه.
په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د شورا مشر میوند عَلَمي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، هره ورځ افغان کډوال تر نیول کېدو وروسته افغانستان ته د اخراج لپاره حاجي کمپ ته لېږل کېږي:
«هره ورځ له ۲۰ تر ۲۵ پورې کسان نیول کېږي او حاجي کمپ ته لېږل کېږي. دقیقې شمېرې نه لرو خو په تېرو پنځو ورځو کې ښايي شا و خوا ۱۴۰ یا هم ۱۵۰ افغان کډوال نیول شوي وي.
ځینې یې افغانستان ته لېږل شوي او نور یې په حاجي کمپ کې توقیف دي.» په اسلام اباد کې د افغانانو د نیولو او کور پر کور تلاشۍ لړۍ له تېرې سې شنبې پیل شوې او دا مهال لسګونه نیول شوي افغان کډوال په حاجي کمپ کې ساتل کېږي، چې ځینې یې ښايي افغانستان ته وایستل شي. پاکستان د ۲۰۲۳م کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج پیل کړی، له ایرانه هم د افغان کډوالو د اخراج لړۍ روانه ده.