د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

نیویارکر مجلې د افغانستان پر سولې او د ښځو پر حقونو تبصره کړې


نیویارکر مجله:

د سولې مذاکرات، طالبان او د افغان مېرمنو ناڅرګنده راتلونکې د نیویارکر مجلې د مقالې عنوان دی.

مجلې لیکلي چې پروسږکال ، افغان میرمنو د خپل امنیت په وړاندې موجوده ګواښونه له رسنیو سره شریک کړل.

د مجلې په وینا د میرمنو په باور له طالبانو سره د یوې احتمالي هوکړې نه ګواښ ورته متوجه دی.

طالبانو په خپله دوره کې ښځې له تعلیم او کاره محرومې کړې وې او له ګڼو ستونزو سره مخ وې. د نیویارکر په خبره له طالبانو سره د امریکا د خبرو پیل ګڼې ښځې اندېښمنې کړي.

دوی وایي څه تضمین شته چې طالبان د دوی اتلس کلنې لاسته راوړنې له پامه ونه غورځوي.

د نیویارکر په لیکنه له طالبانو سره په مذاکرو کې هم ښځو ته ونډه نه ده ورکړل شوې. یواځې څو محدودې ښځې له افغانستانه په هغه بین الافغاني ډیالوګ کې ناستې وې چې سږ کال په قطر کې جوړ شوی و.

ښځې د افغاني ټولنې په بیلابیلو برخو کې د خپلې راتلونکې په اړه اندېښنې لري.

اریانا سعید یوه افغان سندرغاړې ده چې کله کله د ښځو د حقونو په اړه هم غږ پورته کوي.

دې په دې وروستیو کې ازادي راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د سولې د ټينګښت پلوۍ ده خو داسې سوله نه غواړي چې د خلکو د ازادۍ او سر په بیه تمامه شي.

اریانا وویل له دې اندېښنه لري چې که طالبان بیا واک ته ورسیږي داسې نه شي چې خپل تېر اعمال تکرار کړي.

د اریانا سعید په باور دا ممکنه نه ده چې د طالبانو په چلند کې کوم بدلون راغلی وي.

له طالبانو سره د امریکا د مرکچي پلاوي مشر زلمي خلیلزاد تازه ویلي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې یوه مهم پړاو ته نږدې شوی دی.

هغه دا خبره له افغان چارواکو سره تر څو ورځنیو خبرو وروسته وکړه هغه هم داسې وخت چې په دوحه کې یې له طالبانو سره غونډه درلوده او تر ډېره د تاوتریخوالي په کمښت او د بین الافغاني خبرو په پيل متمرکزه وه.

واشنګټن پوسټ:

واشنګتن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامدکرزي سره د یوې مرکې په استناد مقاله لیکلې ده.

کرزي په دې مرکه کې د هغو پوښتنو ځواب ورکړی چې واشنګتن پوسټ ترې د خپلو یو لړ راپورونو په برخه کې مطرح کړي.

واشنګتن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان د جګړې په اړه دا میاشت د ځینو معتبره اسنادو په حواله یو لړ راپورونه خپاره کړل چې پکې ګڼ رازونه افشا شوي و.

یو دا و چې امریکايي چارواکو د افغانستان د جګړې په اړه خپل ملت ته حقایق نه دي ویلي.

بله مهمه مسله دا وه چې په افغانستان کې حامدکرزی د یوه داسې هېواد مشر و چې چارواکي یې په فساد کې غرق بلل شوي و.

کرزي تازه واشنګتن پوسټ ته ویلي چې د راپورونو ډېرې برخې یې سمې وې خو دی هم خپلې ارزونې لري.

لومړی خبره چې کرزي ورته اشاره کړې هغه د ده په خبره ډېرې هڅې وشوې چې حقایق پټ وساتل شي په تېره بیا د ملکیانو د مرګ ژوبلو په برخه کې.

واشنګتن پوسټ د کرزي په حواله لیکلي چې په ۲۰۰۷ کال کې یې له امریکايي چارواکو سره سخته شخړه راغله او هغوی ته یې څو واره ویلي و چې شپني عملیات بند او د کلیو له بمباره لاس واخلي.

کرزي د فساد یو لوی لامل افغانستان ته د میلیاردونو ډالرو راتلل یاد کړي چې د ده په خبره حساب او کتاب یې نه و معلوم.

په مقاله کې لیکل شوي چې کرزي ویلي امریکایي چارواکو په بیلابیلو دلایلو د ده د هغو هڅې مخالفت کاوه چې له فساد سره یې د مبارزې په برخه کې کولې.

واشنګتن پوسټ د افغان جګړې او فساد په اړه راپورونه وروسته له هغه خپاره کړل چې په محکمه کې یې د معتبره اسنادو د خپرولو دعوا وګټله.

XS
SM
MD
LG