لسګونو کسانو پرون په سوات کې د پاکستان د مسلم لیګ ن ګوند د سیمه ییز مشر فیروز شاه د جنازې په مراسمو کې د ګډون پر مهال پر حکومت غږ وکړ چې د هدفي وژنو مخه ونیسي.
فیروز شاه وړمه ورځ په سوات کې په خپل پلرني کلي کې د وسله والو په ډزو ټپي شو او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.
د مدافع وکیل فیروز شاه د وژنې پرضد پرون پنجشنبې (ډسمبر ۱۲مه) د سوات د وکیلانو ټولنې له محکمو سره کار تحریم کړ او د سوات د قومي جرګې مشرانو پر حکومت غږ وکړ چې د هدفي وژنو مخه ونیسي.
فیروز شاه په سوات کې د مسلم لیګ ن ګوند سیمه ییز مشر و چې په تېر ځل انتخاباتو کې د ملي اسمبلې غړیتوب ته هم کاندید و. د نوموړي د کورنۍ دوه غړي افضل خان او شاه دوران مخکې له ده د هدفي وژنو په لړ کې وژل شوي وو.
د سوات د قومي جرګې ویاند احمد شاه زیارت پرون د ازادي راډیو مشعل څانګې ته وویل چې دوی له پوځ، پولیسو او سرحدي ملېشه ځواک څخه وغوښتل چې د فیروز شاه قاتلان ونیسي او له قانون سره سم سزا ورکړي.
"د دې کسانو په نښه کول ولس او د قانون د تنفیذ ځواکونو ته دا ښيي چې موږ دلته یو او څه چې غواړو هغه کولای شو. زموږ غوښتنه د قانون د تنفیذ له ځواکونو، پوځ، پولیسو او نورو دا ده چې د هغه قاتلانو ته د خپل عمل سزا ورکړي."
سوات هغه سیمه ده چې د پاکستان پوځ د افراطي اسلامپالو وسله والو ډلو پرضد څوځلې عملیات پکې کړې دي.
فیروز شاه چې په عین حال کې د سوات د قبایلي جرګې غړی هم و، د چهارشنبې په ورځ په خپل پلرني کلي دَمغار کې له خپل باډیګارډ سره یوځای د نامعلومو کسانو له خوا شو.
دوی دواړه روغتون ته ولېږدول شو خو د فیروز شاه ټپونه ژور و، او ډېر ژر یې ساه ورکړه. نوموړی پرون په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
پر نوموړي د برید پړه سمدستي چا نه ده منلې. له دې پېښې یوه ورځ مخکې وسله والو کسانو په خیبرپښتونخوا کې د پښتو ژبې شاعر افګار بخاري په ډزو وواژه. ۴۷ کلن بخاري په شیعه مذهب و او له دې مخکې هم د فرقه يي تشدد پرمهال له څو حملو څخه روغ پاتې شوی و.