خبرونه
چارواکي: بلخ او کندز کې ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د افغان هوايي ځواک په څو عملیاتو کې لږ تر لږه 30 تنه طالب وسله وال وژل شوي دي.
د دفاع وزارت د چارواکو په وینا دا هوايي بریدونه یې د دوشنبې په ورځ د بلخ ولایت د کشنده ولسوالۍ په اق کپرک کلي او کندز د دشت ارچي په قرلق کلي کې کړي دي.
د بلخ ولایت د عملیاتو په اړه د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان ازادي راډیو ته وویل: "د طالبانو دا وسله وال هلته راټول شوي وو او پلان یې جوړوه چې هوايي بریدونه پرې وشول او ۱۶تنه یې ووژل شول."
بل خوا د کندز د امنیې قومندان عبدالرشید بشیر وايي، د دوشنبې په مازیګر د دشت ارچي په قرلق سیمه کې د وسله والو پر یو مرکز هوايي برید شوی چې په کې ۱۴کسه وسله وال وژل شوي دي.
د بشیر په وینا په وژل شوي کې یو قومندان او درې سرګروپان شامل دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
یونیسف یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د نجونو ښوونځي پرانیزي

د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ اداره( یونیسف) وایي، د افغانستان راتلونکې په تعلیم ولاړه ده او طالبان باید له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.
د یونیسف د ماشومانو د حفاظت د برخې مشرې سین ګوپتا نن ( د سپتمبر ۲۳ مه) وویل چې ښوونځي هم د زده کړې لپاره مهم دي او هم د دې لپاره د ښوونځیو پرانیستل مهم دي چې په کم عمر نجونې واده نه شي.
یونیسف او د بشري حقونو ډلو تر دې مخکې هم د تیرو څلورو کلونو په ترڅ کې پر طالبانو غږ کړی دی چې له شپږ ټولګي ورپورته ښوونځي پرانیزي، خو طالبانو دا غوښتنه نه ده منلې او په افغانستان کې د دې بندیز له امله په میلیونونو نجونې له شپږم ټولګي ورپورته له زده کړو پاتې شوې دي.
پزشکیان له ټرمپ سره د احتمالي کتنې امکان ردکړ

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د احتمالي لیدنې کتنې امکان رد کړی او ویلي یې دي چې له داسې چا سره خبرې نه شي کولی چې یوازې د زور په ژبه غږیږي.
پزشکیان دا څرګندونې نن د ملګرو ملتونو په اتیایمه عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تر تګ مخکې وکړې.
د ایرنا خبرې اژانس په وینا، امریکا د پزشکیان ماشومانو، د هغه زوم او د رسنیو اکثر غړیو ته ویزې نه دې ورکړي او یوازې یې د ایران ولسمشر او څو نورو کسانو ته اجازه ورکړې ده چې امریکا ته داخل شي.
سږکال د جون په میاشت کې د اسراییل او ایران د جګړې په ترڅ کې امریکایي الوتکو د ایران پر اټومي تاسیساتو بمباري وکړه چې له دې سره په وروستیو کلونو کې د تهران او واشنګتن کړکیچن اړیکي تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلي دي.
په ختیځ کې زلزله شوې

د افغانستان په ختیځ کې نن یوه زلزله شوې چې تراوسه پورې یې د زیانونو راپورندی ورکړل شوی.
د اروپا او مدیترانې د زلزلې پیژندنې مرکز د دغې زلزلې شدت د ریښترپه کچه د ۴،۹ ثبت کړی او ویلي یې دي چې مرکز یې د جلال په ۲۳ کیلومترۍ کې ۳۰ کیلومتره ترځمکې لاندې وو. د دغې زلزلې ټکانونه په کابل کې هم احساس شوي دي. تردې وړاندې د اګسټ په ۳۱ په سیمه کې ریښترپه کچه ۶،۱ زرورې زلزلې ترټولو ډیرزیانونه په کونړولایت کې خلکو ته اړولي و. د طالب چارواکو د شمیرو له مخې هغې زلزلې شاوخوا ۲ زره دوه سوه کسان وژلي او له ۴ زرو زیات ټپیان کړي و.
له هغې زلزلې وروسته په سیمه کې د ډیرو نورو زلزلو ټکانونه هم احساس شوي دي.
د فوټبال د سروزو د توپ ګټونکي وټاکل شول

عثمان دیمبله او ایتانا بونمتي د بالون دور (Ballon d'Or) یا د سرو زرو د توپ جایزه وګټله او د فوټبال په نړۍ کې د غوره نارینه او ښځینه لوبغاړو په توګه وټاکل شول.
دمبله په تېر فصل کې د ۳۷ ګولونو او ۱۵ پاس ګولونو په ترسره کولو وکولای شول له پاریس سنژرمن سره وځلېږي او د فرانسې او اروپا اتلانو په لیګ کې اتلولي ترلاسه کړي.
دیمبله د دې جایزې په ترلاسه کولو سره وویل: «ریښتیا هم د بیان لپاره کلمې نه لرم. له پاریسنژرمن سره یو نه هیریدونکی فصل و.» هغه زیاته کړه چې د خپلې لوبډلې سر رزونکی، لوییس انریکه « د ده لپاره د پلار په څېر» و.
ایتانا بونمتي، د اسپانیا او بارسلونا ۲۷ کلنه مدافع لوبغاړې په تاریخ کې لومړۍ ښځه شوه چې درې ځله پرلپسې په نړۍ کې د فوټبال دا تر ټولو ستره جایزه ترلاسه کوي.
هغې وویل: «دا یو نه هیریدونکی احساس دی. هېڅکله یې فکر نه کاوه چې داسې مقام به ترلاسه کوي، ځکه چې په ماشومتوب کې یې فکر نه کاوه چې د ښځو فوټبال به وي.
نتنیاهو: راتلونکی کال به د ایران د محور د له منځه وړلو لپاره د مبارزې کال وي

د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو د یهودانو د نوي کال یا ( روش هشانا) په درشل کې ویلي، "راتلونکی کال به د ایران د محور د له منځه وړلو لپاره د مبارزې کال وي."
نتنیاهو دا څرګندونې د دغه هېواد له لوی درستیز ایال زمیر، د دفاع له وزیر یسراییل کټز او یوشمېر نورو لوړپوړ پوځي چارواکو سره په غونډه کې وکړې.
هغه هیله څرګنده کړه چې د یهودانو نوی کال به د "امنیت، بریا او یووالي" کال وي.
د یهودانو نوی کال یا ( روش هشانا) ته بیلابیل تعریفونه ورکول کیږي او د قضاوت د ورځې یا د یاد ورځې په نوم هم لمانځل کیږي.
د یهودو د دود له مخې دا د ادم علیه السلام د پيدایښت یادونه کوي او په کې د هر ساکښ د بل کال تقدیر ټاکل کیږي.
د قاچاقي سفرونو یو خطرناک ډول، یو ۱۳ کلن افغان ماشوم تر الوتکې لاندې ځان تر هنده رسولی

هندي رسنیو ویلي، هغه ۱۳ کلن افغان ماشوم چې د کام ایر الوتکې د ټایر په ځای کې یې ځان په قاچاقي ډول له کابله، تر نوي ډیلي رسولی و، ژوندی پاته دی او بیرته کابل ته لیږل شوی دی.
د هندوستان ټایمز په ګډون ګڼو هندي رسنیو پرون دوشنبه د نوي ډیلي د اندراګاندي هوایي ډګر د مسولانو په حواله ویلي، دغه پيښه د کام ایر د یکشنبې ورځې په پرواز کې شوې ده.
دغه ماشوم امنیتي مسولانو ته ویلي، په پټه د کابل هوایي ډګر ته ننوتلی او له الوتنې مخکې یې ځان تر الوتکې لاندې د ټایر یا د ناستې ګېر په خالیګا کې پټ کړی.
د طالبانو د حکومت رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د تیارې لاندې ځان پټول د قاچاقي کډوالۍ یو ډول دی چې اکثره په لوړه ارتفاع کې د سړې هوا او اکسیجن د کموالي له کبله د مړینې لامل کیږي.
د هندوستان ټایمز په لیکنه د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې هغه دوه نرینه مړه وموندل شول چې له ډومینیک جمهوریت نه د امریکا فلوریدا ته د الوتکې لاندې د ټیرونو خالیګا کې پټ شوي وو.
د فرانسې ولسمشر اعلان وکړ چې هېواد یې فلسطیني دولت په رسمیت پیژني

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون اعلان وکړ چې هېواد یې فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت پیژني.
مکرون پرون دوشنبه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په پیل کې وویل " مونږ باید سولې ته لاره هواره کړو."
رویټرز اژانس لیکي، د نړۍ لسګونه مشران به په عمومي اسامبله کې د فلسطین د رسمیت پیژندنې هرکلی وکړي او په ټکو یې دا د غزې د جګړې له پيله را په دې خوا د پام وړ یو ډيپلوماتیک بدلون دی.
وړمه ورځ بریتانیا، استرالیا، پرتګال او کاناډا هم فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپیژنده.
اسراییل بیا د لویدیځو هېوادونو له دغه اقدام سره موافق نه دی او حکومت یې ویلي، په داسې حال کې چې له فلسطیني وسله والو ډلو سره جګړې ته دوام ورکوي " هیڅ فلسطیني دولت به وجود ونه لري".
لویدیځ هېوادونه دغه کار د غزې په جګړه کې پر اسراییل د فشار په هدف ترسره کوي.
د راپورونو له مخې د غزې په جګړه کې چې نژدې دوه کاله یې کیږي، تراوسه شاوخوا ۶۵ زره کسان وژل شوي او غزه نژدې بشپړه ویجاړه شوې ده.
د کریکټ اسیا جام کې نن د پاکستان او سریلانکا لوبډلې لوبه کوي

د کریکټ په اسیایي جام کې نن سه شنبه ( د تلې لومړۍ نیټه) د پاکستان او سریلانکا لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.
لوبه د کابل په وخت ماښام ۷ بجې د ابوظبۍ په شیخ زاید لوبغالي کې پیلیږي.
د دغه جام په څلورو غوره لوبډلو کې د هند، پاکستان، سریلانکا او بنګله دیش ټیمونه پاته دي.
د افغانستان، عمان، هانګ کانګ او متحده عربي اماراتو ټیمونه د لوبو له بایللو وروسته له تورنمنته ووتل.
سبا سه شنبه د هند او بنګله دیش لوبډلې سره مخامخ کیږي.
د جام پایلوبه د سپټمبر په ۲۸مې ته پلان شوې، خو معلومه نه ده چې کومې لوبډلې به فاینل ته وځي.
د تیرا د پولیسو یوې سرچینې هلته هوایي برید کې د ۲۳ ملکیانو وژنه تایید کړه

د خیبرپښتونخوا په تیرا کې د پولیسو یې سرچینې تایید کړې چې د جیټ الوتکو په برید کې ۲۳ ملکیان وژل شوي دي.
فرانس پریس د دغې سرچینې په حواله چې نوم یې نه دی یاد کړی لیکلي، وژل شویو کې ۷ میرمنې او ۴ ماشومان شامل دي.
د سرچینې په ټکو، برید کې څلور کورونه په نښه شوي چې بشپړ ویجاړ شوي دي.
تر دې وړاندې عیني شاهدانو ازادي راډیو ته تایید کړې وه چې د تیرې شپې بریدونو کې ۲۳ تنه ملکیان وژل شوي دي.
د پاکستان په پارلمان کې د اپوزیسیون وکیلانو تور پورې کړی چې پوځ دغه برید کړی دی، خو نه پوځ او نه هم کوم بل امنیتي ارګان په دې اړه رسمي څه ویلي دي.
بامیانو کې ۱۰ تنه په ( قومي شخړه) کې ټپيان شوي

په بامیانو کې د یوې ښځې په ګډون لږ تر لږه ۱۰ تنه په یوه شخړه کې ټپیان شوي دي.
په بامیانو کې د طالبانو د حکومت مطبوعاتي دفتر ویلي، دغه شخړه تیره شپه په شیبر ولسوالۍ کې د قومي دښمنۍ له کبله رامنځته شوې.
وړاندې راغلي چې بریدګر یوه جومات ته ننوتلي او هلته یې پر خلکو د کلاشینکوف ډزې او چړو او سوټیو ګزارونه وکړل.
د خبرپاڼې له مخې د محمد کیچه په کلي کې د شوې دغې شخړې په تړاو ۶ تنه نیول شوي دي.
وړاندې راغلي چې د پیښې پلټڼه پيل شوې.