افغانستان
"ننګرهار کې ۳۶ داعش او طالبان دولت ته تسلیم شوي"

د ننګرهار چارواکي وايي، ۳۶ تنه داعش او طالب وسله وال ورته تسلیم شوي دي.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، د دې کسانو د تسلیمۍ په مراسمو کې والي شاه محمود میاخېل ویلي، په ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو له پراختيا سره، په دې ولايت کې د وسله والو د تسليمېدو پروسه چټکه شوې ده.
سرچینه زیاتوي، په يوځای شويو وسلهوالو کې يو پاکستانی او پاتې نور د ننګرهار، کونړ، فارياب، کندز او يو شمېر نورو شمالي ولايتونو استوګن دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ایران وايي، هامون جهیل ته اوبه ورغلي

د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت چارواکي وايي چې د افغانستان له لوري د هامون جهیل ته اوبه رسېدلې دي.
هامون د افغانستان او ایران ترمنځ ستر ډنډ یا جهیل دی چې ډېره برخه یې په افغانستان پورې تړلې ده.
د سیستان او بلوچستان د چاپېریال ساتنې د ادارې مشر محمدرضا علیمرادي د ایران مهر دولتي خبري آژانس ته ویلي چې د افغانستان په لویدیځ کې د اوریاوو او په فراه رود او هاروت یا ادرسکن سیندونو کې د اوبو له زیاتېدو وروسته پرون د کب د لسمې په سهار د ایران په خاوره کې د هامون جهیل ته اوبه ورسېدې.
دې ایراني چارواکي هیله څرګنده کړې چې له افغانستان څخه د ایران خاورې ته د اوبو بهیر به په راتلونکي کې دوام وکړي.
د تېرې سلواغې میاشتې په ۲۱مه په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست علیرضا بېکدلي د افغانستان یوې رسنۍ ته وویل چې د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو لانجه د وروستیو مذاکراتو په نتیجه کې حل شوې ده خو یوه اونۍ وروسته د ایران د بهرنیوچارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وویل چې له افغانستان سره د اوبو پرسر اختلاف تراوسه نه دی حل شوی.
د کابل او تهران ترمنځ د ۱۳۵۱ کال د اوبو د تړون له مخې افغانستان باید ایران ته په کال کې ۸۲۰ میلیون متر مکعب اوبه ورپرېږدي.
طالبانو ۱۳ تنه په درو وهلي

په جوزجان کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو دیارلس کسان په درو وهلي دي.
د جوزجان ولایت مطبوعاتي دفتر پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د طالبانو د سیمه ایزو محکمو د پرېکړې په اساس د کب په نهمه د پنځو ښځو په ګدون ۱۳ کسان له ۲۹ نیولې تر ۳۹ پورې درو باندې ووهل شول.
په بیان کې د تورنو کسانو جرمونه نه دي ښودل شوي.
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته لسګونه کسان د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په عام محضر کې په درو وهلي او ځینې نور یې په عین حال کې د حبس په بېلابېلو دورو هم محکوم کړي دي.
ملګروملتونو، د بشري حقونو ډلو او د نړۍ بېلابېلو دولتونو په پرله پسې ډول له طالبانو غوښتي دي چې دا بهیر ودروي.
کرکټ: استرالیا نیمه پایلوبې ته ووته، افغانستان له سیالیو ووت

له اسټرالیا سره د پرونۍ لوبې له ځنډېدو وروسته د چمپینز ټرافۍ یا د اتلانو د جام نیم پایلوبې ته د افغانستان د رسېدو هیلې تقریبا تتې شوې.
دا لوبه چې د پاکستان د لاهور ښار په قذافي سټوډیوم کې وشوه، افغانستان پیل کړه او په پنځوسو اوورونو کې یې سیالې لوبډلې ته د ۲۷۴ منډو هدف وټاکه خو کله چې د اسټرالیا پاڼۍ پیل شوه، نو ۱۰۹ له منډو وروسته باران پیل شو او لوبه وځنډول شوه.
له دې لوبې وروسته نیم پایلوبې ته د اسټرالیا تګ یقیني شو خو افغانستان به یوازې په هغه صورت کې د وړاندې تګ چانس ولري چې انګلستان جنوبي افریقا ته په ډېر لوی توپیر ماتې ورکړي.
د انګلستان او جنوبي افریقا لوبه سبا د پاکستان په کراچۍ ښار کې د کابل په وخت د ماسپښین په یوه نیمه بجه پیلېږي.
افغانستان له اسټرالیا سره لوبه کې توپوهنه غوره کړه

افغانستان په چمپیینز ټرافي سیالیو کې نن له اسټرالیا سره لوبه کوي. دا لوبه چې د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکې ده، د لاهورښار په قذافي لوبغالي کې د افغانستان په وخت یوه نیمه بجه پیلیږي.
افغانستان په دوهمه لوبه کې د چهارشنبې په ورځ انګلستان ته ماتې ورکړه چې ورسره په دې جام کې د پاتیدو هیلې زیاتې شوې.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي د انګلستان پر وړاندې له بریا وروسته پرون پنجشنبې خبریالانو ته وویل چې په دغې بریاسره
د ملي لوبډلې روحیه لا پیاوړې شوې او هڅه به وکړي چې له اسټرالیا سره راتلونکې لوبه هم وګټي.
ښاغلي شهیدي دا لوبه د دې سیالیو بل پړاو ته د تلو لپاره مهمه وبلله. د دې لوبې ګټونکې لوبډله به نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړي.
افغانستان په بي ګروپ کې له جنوبي افریقا، اسټرالیا او انګلستان سره لوبیږي.
تراوسه جنوبي افریقا او اسټرالیا د جدول په سرکې دي.
افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې؛ د مستبدو هېوادونو په ډله کې راغلی

د اکانومیسټ انټلیجنس یونټ (EIU) لخوا د ۲۰۲۴ کال د ډیموکراسۍ شاخص له مخې، افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په نړۍ کې د تر ټولو مستبد هیواد په توګه درجه بندي شوی دی.
افغانستان له لسو څخه یوازې د یوې نمرې د دریمې برخې په ترلاسه کولو سره، د ۱۶۷ هیوادونو په کتارکې وروستی یعنې ۱۶۷م ځای خپل کړی دی چې په دې توګه د پرله پسې دوهم کال لپاره افغانستان په نړیواله کچه د ترټولو لږ ډیموکراتیک هیواد په توګه خپل ځای ساتي.
دا شاخص، چې د ۱۶۷ هیوادونو د ارزونې نتیجه ده، د افغانستان، شمالي کوریا او چین ترمنځ څرګند توپیرونه په ګوته کوي. افغانستان د ډیموکراسۍ د اندازه کولو لپاره د کارول شویو پنځو مهمو شاخصونو څخه په څلورو کې ترټولو ټیټې نمرې ترلاسه کړې دي.
د هیوادونو د ډیموکراسۍ شاخص د پنځو اصلي معیارونو پراساس ارزول شوی: د ټاکنو پروسه او ټولګډونوالی، مدني آزادۍ، د حکومت چلند، سیاسي مشارکت او سیاسي فرهنګ.
د دې ادارې د راپورله مخې په ۲۰۲۱ کال کې پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې، د انتخاباتو ټولې پروسې لغوه شوي او هیڅ ډول ډیموکراتیک میکانیزمونه چې خلک وکولای شي په سیاسي پریکړو کې ګډون وکړي، نشته.
د طالبانو حکومت چې تراوسه د نړۍ هیڅ یوه هیواد په رسمیت ندی پیژندلی، یو مهم لامل یې د دې هیواد د وګړو په تیره د ښځو له اساسي بشري حقونو څخه سرغړونې او د یوه ټولګډونه حکومت نشتوالی ښودل کیږي.
ابراهیم ځدران: په میدان کې مې په اشارو د راشد خان له مشورې مننه وکړه

د افغان کرکټ د ملي لوبډلې وتلی لوبغاړی راشد خان وايي، "د کرکټ په لس کلن مزل کې يې د ابراهیم ځدران د تیرې ورځې لوبه تر ټولو په زړه پورې لوبه وه".
په هغه ویډيو کې چې افغان کرکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ پر خپلې فېسبوک پاڼې خپره کړې ابراهیم ځدران او راشد خان له انګلستان سره د افغان کرکټ لوبډلې د لوبې تکرار ګوري او راشد خان ابراهیم ځدران ته وايي، "د هغه کیچ تمه چې ما درلوده تا ونیوه".
په دې ویډيو ابراهیم ځدران د خپل هغوو اشارو په اړه هم توضیحات ورکړي، چې د ۱۷۷ منډو له پوره کیدو وروسته يې په میدان کې کړې وې.
ابراهیم ځدران وايي، په هغوو حرکتونو چې لاس يې د خبرو او مننې په شکل نیولي و، له راشد خانه يې مننه کوله.
د چهارشنبې په ورځ افغانستان له انګلستان د چمپینز ټرافي لوبو په لړ کې د لاهور په قذافي لوبغالي کې له هیجانه ډکه لوبه لره چې افغان لوبډلې د وروستي اور په پنځه بال د انګستان د ټولو لوبغاړو په سوځولو سره لوبه وګټله.
په دې لوبه کې افغان لوبډلې د پنځو ویکټو په تاوان ۳۲۶ منډې وکړي چې ۱۷۷ يې ابراهیم ځدران کړې وې.
سبا جمعه افغانستان په دې جام خپله دریمه لوبه له استرالیا سره کوي.
دا لوبه د افغانستان په وخت د ماسپښین په یوه نیمه بجه پیلږي.
د چمپینز ټرافي لوبو په لړ کې د پنجشنبې په ورځ د پاکستان او بنګله دیش لوبه وه، چې د باران له کبله لغوه شوې وه.
د تورخم دروازې دواړو خواوو ته ۴ زره باروړنکې لارۍ له مالونو ډک ولاړي دي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم په دروازه کې څه باندې ۴زره باروړنکې لارۍ دواړو خواوو ته له یوې اونۍ راهیسې د اوښتو په تمه ولاړې دي.
پاکستان چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط د ازادي راډیو مشال ځانګې ته د پنجشنبې په ورځ ویلي،" د تورخم دروازې د بیا پرانیستو په خبرو اترو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی".
دا لار د یوې اونۍ راهیسې د باروړنکو لارو سربیره، د مسافرو او ناروغانو پرمخ تړلی شوې ده.
په سیمه کې د مشال راډیو د خبریال په ټکو، مسافر او ناروغان په جوماتونو او هوټلونو کې دیره دي او د خوارک او څښاک له نه شتون شکایت لري.
بل پلو، د دروازې دواړو خواوو ته یو شمیر لارۍ چلوونکو شکایت کړی چې مالونه يې په خرابیدو دي او د طالبانو او پاکستاني چارواکو يې د دروازې د خلاصیدو غوښتنه کړې ده.
ټاکل شوې وه، د فبرورۍ په ۲۵مه طالبان او پاکستان چارواکي د دې لارې د خلاصیدو په اړه خبرې اترې وکړي، خو پاکستاني چارواکو د ازادي راډیو مشال برخې ته ویلي دي، "د فبرورۍ د ۲۵مې تر ماښامه له کابله د خبرو اترو د دویم پړاو لپاره تورخم ته د طالبانو پلاوی ورغلی نه دی".
د فبرورۍ په ۲۴مه د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو مرستیال والي عبدالعزیز مصطفی له پاکستاني چارواکو سره کتلي و، خو د لارې د پرانیستلو په اړه کومې پایلې ته رسیدلي نه وو.
پاکستاني امنیتي ځواکونو د فبرورۍ په ۲۱مه له طالبانو ځواکونو سره د مورچلو د جوړولو پر سر شخړه وکړه چې له کبله يې د تورخم دروازه د سوداګریزو مالونو او مسافر پر مخ وتړل شوه.
ریچارډ بنیټ: د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپورورکونکی ریچارډ بنیټ وايي، د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده.
هغه چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په ۵۸مه ناسته کې، پنجشنبې ناوخته د(فبرورۍ۲۷مه) د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کاوه وویل،" که پر طالبانو نظارت ونه شي د دې امکان شته چې دا ډله د بشري حقونو ضد اقدامات نور هم پراخ او ژرو کړي، ښايي طالبان د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو، مذهبي او قومي لږکیو پر وړاندې له تبعیض او ظلم څخه کار واخلي".
بینټ په خپلو خبرو کې وړاندې وویل، " د طالبانو د ظلمونو د دوامداره مخنيوي لپاره دې د نړیوالو اصولو سره سم د مدني ټولنو ملاتړ وشي".
د بنیټ په ټکو، نړیواله ټولنه دې داسې اصولو رامنځه کړي چې پر بنسټ يې له طالبانو سره د تعامل د عادي کیدو مخه، بشري حقونو او نړیوالو اصولو ته په پام وشي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانکړی راپورورکونکي ټینګار وکړ، که چیرته د طالبانو پر ضد د نړیوالې ټولنې له خوا اقدام ونشي، او تیر تاریخ بیا تکرار شي، د هغه په ټکو چې پایلې به يې نه یوازې افغانستان بلکې نړۍ ته ویجاړونکي وي.
بینټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له ناستې وړاندې ویلي و، "په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا کړکیچن او ژور شوی دی".
د بینټ په خبره، د طالبانو امربالعمروف وزارت د قانون د پلي کیدو له کبله د بشري حقونو پراخې سرغړونې کړي دي.
د نوموړي په خبره، دا وضعیت په نړۍ کې ساری نه لري او د بشري جنایتونو ترسره کولو ته زمینه برابروي.
برتانوي صدراعظم کیر سټارمر له ولسمشر ټرمپ سره واشنګټن ته تللی

د برتانیا صدراعظم کیر سټارمر د چهارشنبې په ورځ (د فیبرورۍ ۲۶مه) د هېواد د دفاعي بودیجې د زیاتوالي له اعلان وروسته واشنګټن ته سفر وکړ.
د اسوشیټیډ پرېس خبري آژانس د راپور له مخې، لکه څنګه چې واشنګټن هڅه کوي د اوکراین جګړه پای ته ورسوي، ښاغلی سټارمر هیله لري چې دا سفر به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ قانع کولو کې مرسته وکړي، څو د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي.
د سټارمر سفر د امریکا بهرنۍ پالیسي بدلون ته په کتو ترسره شوی
واشنګټن ته د برتانیا د صدراعظم سفر په داسې حال کې شوی چې ولسمشر ټرمپ د خپلې دویمې ولسمشرۍ په لومړیو اونیو کې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په بدلون لاس پورې کړی دی.
په ورته وخت کې، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم د دې اونۍ په پیل کې واشنګټن ته تللی و او هلته یې له ولسمشر ټرمپ سره لیدلي، ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې کییف به په خبرو اترو کې ونډه ولري او امریکا به د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي.
د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه د ( ناکامه) وتنې هر اړخ څیړو

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هګست وایي، دوی له افغانستانه د خپلې " ناکامې" وتنې هر اړخ په بشپړ ډول څيړي.
نوموړي پرون د کابینې په غونډه کې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په کې و وویل، پلان لري چې له افغانستانه د وتلو پوره حساب کتاب وکړي.
د دفاع د وزیر د خبرو پر مهال ډونالډ ټرمپ بیا وویل، د هغې ډلې په کارونو کې لوی پرمختګ نشته چې له افغانستانه د دوی د ځواکونو د وتلو بهیر ارزوي.
د ټرمپ ادارې د خپلو کمپاینونو پر مهال هم له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکې کړي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه واک ته د طالبانو له بیا رسیدو وروسته امریکا خپل ټول ځواکونه د دوه اونیو په ترڅ کې له افغانستانه وایستل.
د تخلیې د همدې عملیاتو پر مهال داعش د کابل هوایي ډګر مخته یو برید وکړ چې د لسګونه افغانانو په ګډون یې ۱۳ امریکایي سرتیري ووژل او یوشمېر یې ټپیان کړل.
د بایډن ادارې بیا له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو د وتلو ننګه کړې وه.