د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۱ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۳۵

خبرونه

لاوروف: د امريکا متحد ايالتونه دې شواهد وړاندې کړي

سرګي لاوروف
سرګي لاوروف

د روسيې د بهرنيو چارو وزير پر واشنګټن د وروستي تور لګولو له کبله انتقاد وکړ.

سرګي لاوروف واشنګټن تورن کړ چې نه دى توانېدلى داسې شواهد وړاندې کړي، څو ثابته شي چې مسکو د منځ واټنه اټومي وسلو د کنټرول له تړون يا (INF) څخه په سرغړونې په خپله خاوره کې ميزاييل ځاى پر ځاى کړى دى.

واشنګټن له دغه تړون څخه وروسته له هغې ووت، چې پر مسکو يې تور ولګاوه، د دغه تړون له محدوديتونو په سرغړونې يې له ځمکې څخه هوا ته يو توغول کېدونکى ميزاييل ځاى پرځاى کړى دى.

دغه اقدام او په بدل کې د مسکو عمل د نړۍ د دغو دوو پياوړو اټومي قدرونو ترمنځ د وسلوالو شخړې په اړه اندېښنې پارولي دي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف نن پر اټومي موضوع يوه کنفرانس ته وويل: ”موږ له کلونو راهيسې له امريکايانو غواړو چې کره شواهد وړاندې کړي چې ثابتوي روسيې دې سرغړونه کړې وي، خو له دغه کاره ډډه کړې ده.“

خو سرګي لاوروف ويلي روسيه به په هغه صورت کې په اروپا کې منځ واټنه ميزاييل ځاى پر ځاى کړي، که لومړى دا کار د امريکا د متحدو ايالتونو له خوا وشي.

غربي چارواکو ويلي چې روسيې له وړاندې د روسيې په هغه قلمرو کې چې له اروپا سره څېرمه پرته ده، 9M729 ډوله ميزاييل ځاى پر ځاى کړى دى.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغان کډوالو په اړه د افغانستان، ایران او ملګرو ملتونو درې‌اړخیزه ناسته

د افغانستان، ایران او ملګرو ملتونو ترمنځ د افغان کډوالو د وضعیت او ستونزو په اړه درې‌اړخیزه ناسته به ډېر ژر په کابل کې جوړه شي.

د افغانستان کورنیو رسنیو نن د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ د خبرپاڼې پر اساس ویلي، په دې اړه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت د سرپرست مولوي عبدالکبیر او په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ د استازي عرفات جمال ترمنځ خبرې شوې دي.

عرفات جمال ویلي، د افغان کډوالو، په ځانګړي ډول د هغو د جبري ایستلو ستونزې به د اکتوبر په میاشت کې په سویس کې د جوړېدونکې نړیوالې غونډې په څنډه کې هم وڅېړل شي.

سره له دې چې په وروستیو دوو کلونو کې له ایران او پاکستان څخه میلیونونه افغان کډوال په زور یا خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي، لا هم دا دوه هیوادونه د میلیونونو افغان کډوالو کوربانه دي.

د داعش له پلان سره د تړاو په تور افغانه مېرمن له امریکا وایستل شوه

د امریکا یوې محکمې ۴۷ کلنه افغانه نذیره حاجی‌زاده، چې د دغه هېواد دایمي اقامت یې درلود، له امریکا وایستله.

هغې له داعش څخه په الهام اخیستو د ډله ییز برید د پلان تور منلی و.

د امریکا د عدلیې وزارت وايي، حاجی‌زاده له یوه بهرني ترهګریز سازمان سره د اړیکو لرل منلي او د استیناف له حقه تېره شوې ده.

د محکمې د حکم له مخې، حاجی‌زاده د سپټمبر په ۱۰مه له امریکا وایستل شوه او خپل اصلي هېواد ته ولېږدول شوه.

د امریکا د عدلیې وزارت په وینا، دا په کابو درېیو لسیزو کې د یوه «بهرني ترهګر» د ایستلو په اړه د دې ځانګړې محکمې لومړنی حکم دی. دغه محکمه په ۱۹۹۶ کال کې جوړه شوې وه، خو شاوخوا درې لسیزې ترې استفاده نه وه شوې.

د امریکا د عدلیې وزارت یوه چارواکي ویلي، حاجی‌زاده له داعش سره د وفادارۍ ژمنه کړې وه، د خپلو اولادونو په افراطي کولو کې یې رول درلود او په ۲۰۲۴ کال کې یې د خپل زوی او زوم د یوه تروریستي پلان ملاتړ کړی و.

د حاجی‌زاده زوی عبدالله حاجی‌زاده او زوم یې نصیر احمد توحیدي تر دې مخکې د همدې برید د پلان په تړاو نیول شوي او محکوم شوي وو.

هند ته د تازه او وچو مېوو د صادراتو د زیاتولو هڅې

ارشیف، هند ته د هوا له لارې د افغانستان صادرات
ارشیف، هند ته د هوا له لارې د افغانستان صادرات

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په کابل کې د هند له سفیر یاتیندرا پاټېل سره د تازه او وچو مېوو د صادراتو د پراخولو په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو پرون د جمعې په ورځ وویل، له ښاغلي پاټېل سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د رئیس سید کریم هاشمي په کتنه کې هند ته د تازه مېوو د لېږد لپاره د هوايي کارګو اسانتیاوو، د سوداګرو د ویزو د بهیر د ساده کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو هم بحث شوی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د هوايي لېږد اسانتیاوې کولای شي هند ته د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو په زیاتېدو کې مهم رول ولري.

د هند او افغانستان د سوداګرۍ د اسانتیاوو په اړه د ګډې کاري ډلې ناسته هم د سپټمبر په لومړۍ نېټه په انلاین بڼه جوړه شوې ده.

افغانستان او هند سبا د درې شل اوریزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې مخامخ کېږي

ارشیف، د هند او افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوه لوبغاړي
ارشیف، د هند او افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوه لوبغاړي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او هند د کرکټ ملي لوبډلې سبا (یکشنبه) د درې ۲۰ اوره سیالیو په لومړۍ کې سره مخامخ شي.

د دې سیالۍ لپاره چې د افغانستان په کوربه‌توب د نوې ډېلي په ارون جېټلي لوبغالي کې کېږي، دواړو لوبډلو ښه تیاري نیولی دی.

هندي رسنۍ وايي، تمه کېږي چې د لوبې نندارې ته به له ۲۵ زره تر ۳۵ زره پورې کسان ورشي.

په همدې ورځ به په ډېلي کې د برېکس سرمشریزه هم روانه وي او د بهرنیو مشرانو، جګپوړو چارواکو او د ځانګړو مېلمنو د کاروانونو د تګ راتګ لپاره پراخ امنیتي او ترافیکي تدابیر نیول شوي دي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه نورې سیالۍ د روان سپټمبر په ۱۵ او ۱۷مه ترسره کېږي.

افغانستان به له دې سیالیو وروسته له بنګله‌دېش او زیمبابوې سره هم د کرکټ په درې فارمټونو کې څو مسابقې وکړي.

سعودي عربستان د حوثیانو له برید وروسته د تېلو نل‌لیکه بنده کړه

سعودي عربستان د حوثیانو له خوا په سره سمندرګي کې د نفوذ د پراخېدو او د عراق له خاورې تېلو پر مهمې نل‌لیکې د بې پېلوټه الوتکو له برید وروسته خپله یوه مهمه نل‌لیکه په موقتي توګه بنده کړې ده.

د سعودي د انرژۍ وزارت ویلي، نل‌لیکه د احتیاطي تدابیرو لپاره تړل شوې ده. دا نل‌لیکه شاوخوا ۱۲۰۰ کیلومتره اوږده ده او په وروستیو میاشتو کې یې هره ورځ له څلورو تر پنځو میلیون بېرلو پورې تېل لېږدول.

رویټرز خبري اژانس نن (شنبې) راپور ورکړ چې هم بغداد او هم ریاض منلې چې پر نللیکې د عراق له خاورز برید شوی دی.

د عراق صدراعظم د خپل هیواد په جنوب کې د میسان ولایت د پوځي عملیاتو قوماندان د دې برید په خاطر له دندې ګوښه کړ.

د عراق دا ولایت له ایران سره پوله لري.

دا اقدام په داسې حال کې شوی چې ایران پلوه حوثیانو په سره سمندرګي کې خپل حضور او کنټرول پراخ کړی او د راپورونو له مخې د باب‌المندب په خوله کې یې ستراتیژیک ټاپو، پریم هم نیولی دی.

رویټرز خبري اژانس وايي، پر نل‌لیکې برید او د پریم ټاپو نیول په سیمه کې د کړکېچ د لا زیاتېدو نښې دي او د انرژۍ پر نړیوال بازار یې هم فشار زیات کړی دی.

د بلاروس ولسمشر: اوس پر امریکا پوتاشیم لرونکې مالګه پلورو

په بلاروس کې یوه کارخونه، په نړۍ کې د پوتاشیم لرونکې مالګې یو له سترو تولید او صادروونکو هېوادونو
په بلاروس کې یوه کارخونه، په نړۍ کې د پوتاشیم لرونکې مالګې یو له سترو تولید او صادروونکو هېوادونو

د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشنکو وايي، هېواد یې اوس پوتاشیم لرونکې مالګه چې د کیمیاوي سرې په جوړولو کې کارېږي، پر امریکا پلوري.

د بلاروس دولتي خبري اژانس «بلتا» د جمعې په ورځ د «سنبلې په ۲۰مه» دا خبر خپور کړی دی.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، بلاروس چې د روسیې نږدې متحد دی، د ډېرو لوېدیځو هېوادونو له‌خوا له بندیزونو سره مخ دی، خو له امریکا سره‌یې اړیکې تېر کال، د څو سیاسي بندیانو له خوشې کېدو وروسته، یو څه ښې شوې دي.

امریکا د بلاروس له لوري د یوه سیاسي بندي له خوشې کېدو وروسته د تېر کال په ډسمبر کې ویلي و چې پر بلاروس به د پوتاشیم لرونکې مالګې بندیزونه لغوه کړي.

پوتاشیم لرونکې مالګه د کیمیاوي سرې له مهمو موادو څخه ده.

کابل کې ۴۰۰ ورزشکارانو د شاوخوا ۱۰ کیلومتره ځغاستې سیالۍ کې ګډون وکړ

ارشیف، افغانستان کې د ځغاستې یوه سیالۍ
ارشیف، افغانستان کې د ځغاستې یوه سیالۍ

شاوخوا ۴۰۰ ورزشکارانو د جمعې په ورځ د «سنبلې په ۲۰مه» په کابل کې د ځغاستې په یوه سیالۍ کې ګډون وکړ.

ورزشکارانو د دارالامان له ماڼۍ څخه تر غازي لوبغالي پورې شاوخوا ۱۰ کیلومتره واټن په منډه وواهه.

د کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې، په دې سیالۍ کې مجتبی فقیرزاده لومړی، محمد بشیر دوهم او محمد شریف یعقوبي درېیم مقام خپل کړ.

د ځغاستې په دې سیالۍ کې هېڅ ښځې یا نجلۍ ګډون نه‌و کړی.

انتونیو ګوتیرش: په امریکا د سپتمبر د یولسمې بریدونه «پر بشریت برید» و

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش ، ارشیف
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش ، ارشیف

د ملګرو ملتونو سرمنشي، د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت دغه بریدونه «پر بشریت برید» وبلل او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کره.

انتونیو ګوتیرش دهغو ژغورونکو د زړورتیا ستاینه هم وکړه چې له بریدونو وروسته هغه مهال سمدلاسه دخلکو مرستې ته ورغلل.

۲۵ کاله مخکې ، د القاعده شبکې لخوا دغو تروریستي بریدونو کې چې دامریکا تاریخ یې بدل کړ هغه مهال شاوخوا ۳ زره کسان ووژل شول.

هغه مهال د څلورو تښتول شویو مسافر وړونکو الوتکو په وسیله په نیویارک کې د نړیوالې سوداګرۍ او واشنګتن کې دامریکا دفاع وزارت په ودانۍ بریدونه وشول. یوه بله الوتکه مخکې لدې چې هدف ته ورسیږي د پنسلوانیا په ایالت کې نسکوره شوه.

په دغو بریدونو کې د القاعده شبکې ۱۹غړو چې ۱۵ کسه یې د سعودي عربستان اتباع وو لاس درلوده.

په هغه وخت کې د دې ډلې مشر اسامه بن لادن په افغانستان کې اوسېده.

ژیل برتران : د افغانستان د ټولنې د ټولو قشرونو ترمنځ خبرې اترې د دې هېواد لپاره یوازینۍ لار ده

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړی استازی ژیل برتران چې دنده یې پای ته ورسیدله
د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړی استازی ژیل برتران چې دنده یې پای ته ورسیدله

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي، ژیل برتران، د خپلې دندې له پای ته رسېدو سره ویلي چې تر بل هر وخت اوس دې باور ته رسېدلی چې د افغانستان د ټولنې د ټولو قشرونو ترمنځ خبرې اترې د دې هېواد لپاره یوازینۍ لار ده.

هغه د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه وویل چې افغانې ښځې او ځوانان د هېواد د راتلونکي په جوړولو کې مهم رول لري.

برتران زیاته کړې چې افغانستان د اروپا لپاره اهمیت لري او د دغه هېواد په اړه د اروپايي ټولنې تګلاره له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو یا د هغوی د رسمیت پیژندنې په معنا نه ده.

د لاهور عالي محکمې د افغان محصلانو په هکله د پاکستان د طبي شورا پرېکړه وځنډوله

پاکستان کې افغان طبي محصلان
پاکستان کې افغان طبي محصلان

پاکستاني رسنۍ راپور ورکوي چې د لاهور عالي محکمې د پاکستان د طبي شورا هغه پرېکړه ځنډولې چې له مخې یې افغان طبي محصلان باید خپل هېواد ته ستانه شي.

د جیو نیوز د راپور له مخې، دا حکم نن د یو شمېر افغان محصلانو د عریضې له ارزونې وروسته صادر شوی دی.

د پاکستان طبی شورا تیره دوشنبې افغان محصلان په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د زده‌کړو له دوام څخه منع کړل.

شورا وايي چې دا پرېکړه د پاکستان د ملي پالیسۍ پر بنسټ شوې چې د طب په څېر حساسو مسلکي څانګو څخه د ټولو افغانانو ایستل اړین بولي.

دا پرېکړه د بښنې د نړیوال سازمان او د پاکستان د بشري حقوقو د کمېسیون په ګډون له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

شاوخوا ۸۰۰ افغان محصلان په پاکستان کې په طبي څانګو کې زده‌کړې کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG