د افغانستان په لوېدیځ ولايتونو کې ډېری معتادین چې په ایران کې په نشو اخته شوي، ازادي راډیو ته وویل چې هغو ایرانیانو نشو ته هڅولي چې دوی مزدوري ورسره کوله.
دوی وايي، د ايرانيانو هدف دا و چې مزدور ډېر کار وکړي.
د هرات، فراه او نیمروز ولایتونو سړکونه، کوڅې او تفریحي پارکونه له هغو معتادینو څخه ډک دي چې په ایران کې په نشو اخته شوي او بيا له هغه ځایه افغانستان ته را شړل شوي دي.
دوی خپلو ولایتونو ته د تګ وس نه لري او له مجبوريه په دې ولایتونو کې نشې کوي.
عبدالله، آغا محمد او امان الله هغه معتادین دي چې د درملنې لپاره د فراه ولایت اتیا بسریز روغتون ته د درملنې لپاره ورغلي، دوی وايي، کله چې په ایران کې په نشو اخته شول، نو له کاره ولوېدل او بيا د ایران پولیسو فراه ته را وشړل.
دوی زیاته کړه:
"ما په ایران کې د بلوک جوړولو په کارخانه کې کار کاوه، د کارخانې خاوند خپله هم تاریاکي و، کله چې به مې تاریاک ورسره وڅکول، نو ډېر کار به مې کاوه، تر شپږو میاشتو وروسته مې کار پرېښود او افغانستان ته راغلم، خو دلته هم نشه يي مواد ښه ډېر پيدا کېږي."
"په ایران کې مې نشه پیل کړه، یو ارباب مې و، هغه به موټرسایکل راکړ او ویل به یې چې نشه يي مواد راته راوړه، زه به هم ولاړم او هغه ته به مې مواد راوړل، اخر ما هم نشه پیل کړه او (۲۵) کاله مې نشه وکړه، اوس چې نشه پرېږدو او بیا پارک ته ولاړ شو، هلته د نشه يي موادو پرچون خرڅوونکي وینو، کله چې هغوی ووينو، نو ځانونه نه شو کنټرول کولی."
"زه (۴۳) کلن یم او (۲۴) کاله کېږي چې نشه کوم، داسې کار مې نه دی کړی چې ورباندې وویاړم، له بېکارو او نا اهلو ځوانانو سره ناسته ولاړه سړی په نشو اخته کوي."
فراه یو له هغو ۱۲ ولایتونو څخه دی چې ډېر کوکنار پکې کرل کېږي او د نشه يي موادو جوړولو ډېرې کارخانې هم لري.
د فراه د امنیه قوماندانۍ او کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس، په تېر یوه کال کې په دې ولایت کې د نشه يي موادو د تولید (۲۵۰) کارخانې ويجاړې شوي او څه د پاسه دوه سوه میلیونو ډالرو په ارزښت نشه يي مواد هم سوځول شوي دي.
د فراه ولایت د اتیا بستریز روغتون رئیس عبدالودود انوري ازادي راډیو ته وویل، دا چې دلته نشه يي مواد اسانه پيدا کېږي، د معتادینو درملنه يې ستونزمنه کړې ده.
ښاغلی انوري زیاتوي چې په دې روغتون کې څه د پاسه زرو روغو شویو معتادینو څخه ډېری معتادين يې بېرته په نشو اخته شوي دي.
دی وایي: "موږ په فراه ولایت کې د معتادینو کره شمېر نه لرو، څه شمېرې چې لرو هغه تخميني شمېرې دي، دلته له (۴۵) زرو څخه نیولې تر (۵۰) زرو پورې معتادين شته، په فراه ولايت کې په مجموع کې هر کال د (۱۱۰۰) معتادينو درملنه کېږي."
افغان حکومت څلور کاله مخکې د ملګرو ملتونو د سازمان له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې په همکارۍ د افغانستان په څو ولایتونو کې د معتادینو په اړه سروې کړې چې په هغه سروې کې فراه ولایت هم شامل و، خو تر هغه را وروسته بیا سروې نه ده شوې.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرو څلورو کالو په پرتله د معتادینو شمېر څو برابره ډېر شوی، خو هر ولایت ته د معتادینو د درملنې په برخه کې د (۲۰۱۵) کال د سروې له مخې امکانات ورکړل شوي دي.
راپور: حفیظ الله نورزاد