نړۍ
لتوانیا: روسيه په اوکراين کې د سولې پر وړاندې لوى خنډ ده

د لتوانيا د بهرنيو چارو وزير وايي، روسيه په اوکراين کې د سولې د پروسې په وړاندې تر ټولو لوى خنډ ده.
د ليناس لين کيفي چوس په وينا، روسيه د اوکراين په شخړه کې په ګمراه کوونکې توګه ځان يو "بېطرفه لورى" ګڼي.
د لتوانيا د بهرنيو چارو وزير لين کيفي چوس دا څرګندونې پرون په پراګ کې هغې روسۍ ژبې ټلويزيوني شبکې ته چې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډيو او امريکا غږ يې په ګډه چلوي، په مرکه کې ویلي دي.
هغه زیاتوي: "ښايي د اوکراين د سولې په پروسه کې تر ټولو لوى خنډ روسيه وي، چې ځان يو بېطرفه لورى ګڼي، حال دا چې د دې شخړې يوه عمده برخواله ده، که څه هم په رسمي ډول دوى داسې نه ګڼل کېږي."
د لتوانيا د بهرنيو چارو وزير وايي، مسکو په اوکراين کې بېلتون غوښتونکو ته وايي، چې پر يوه موافقه سلا کېدو ته اړتيا لرئ او موږ به مو مرسته وکړو خو په عملي ډګر کې شيان برعکس روان دي.
د اوکراين وسلوال ځواکونه د اوکراين په ختيځ کې له روس پلوه بېلتون غوښتونکو سره په شخړه بوخت دي.
د ٢٠١٤میلادي کال له اپرېل مياشتې راهيسې په دې شخړه کې تر ١٣زرو ډېر کسان وژل شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ( بېداد) په نوم ایراني فلم د کارلووي واري جشنوارې جایزه وګټله

د " بیداد" په نوم ایراني فلم د چک جمهوریت د کارلووي واري نهه پنځوسم فسټیوال کې یوه ځانګړې جایزه ترلاسه کړه.
دغه فلم په ایران کې د اجباري حجاب له مراعاتولو پرته د ښځینه لوبغاړو له خوا جوړ شوی او تمرکز یې پر ښځینه سندرغاړو د لګول شویو محدودیتونو په اړه دی.
د فلم جوړونکی سهیل بیرقي او یوشمېر نور کسان چې د فلم جوړولو کې یې لاس درلود، شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د ایراني چارواکو له خوا د زندان او نقدي جریمو په سزا محکوم شول.
بیرقي په دغه فسټیوال کې وویل چې له دغه حکم سره سره غواړي بیرته ایران ته ولاړ شي.
د کارلووي واري د فلمونو فسټیوال هر کال چک جمهوریت کې جوړيږي.
زرګونه اسراییلیانو غزه کې د پاته برمته شویو کسانو د خلاصون په هدف مظاهره وکړه

زرګونه اسراییلیانو پرون په تل ابیب او نورو ښارونو کې مظاهرې وکړې او له دولته یې وغوښتل چې غزه کې د پاته یرغمل شویو د خلاصون لپاره یوه معامله وکړي.
د جرمني خبري اژانس ( ډي.پي.اې) د اسراییلي چارواکو په حواله لیکلي، لا هم پنځوس برمته شوي اسراییلیان په غزه کې پاته دي او باور دادی چې یوازې ۲۰ به یې ژوندي وي.
مظاهره چیان دا غوښتنه داسې مهال کوي چې دا مهال په قطر کې د غزې د جګړې دواړه لوري د یوه دوه میاشتني اوربند پر شرایطو خبرې کوي.
د اوربند د خبرو یو شرط دادی چې لږ تر لږه لس برمته شوي ژوندي اسراییلیان به خوشې کیږي او د څو نورو جسدونه به اسراییل ته سپارل کیږي.
پرون شنبه هم دوحه کې دغو خبرو دوام وکړ، خو خبر کې راغلي چې کوم پرمختګ په کې نه و.
عراقچي: له امریکا سره هیڅ داسې هوکړه نه کوو چې د یورانیمو پخول په کې شامل نه وي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، له امریکا سره هیڅ داسې هوکړه نه کوي چې هغه کې د یورانیمو پخول شامل نه وي.
عراقچي پرون شنبه ( د چنګاښ ۲۱مه) په تهران کې د سفارتونو له استازو سره په یوه غونډه کې دا خبره وکړه.
هغه که څه هم د ایراني او امریکایي مرکچیانو د راتلونکو خبرو کومه نیټه مشخصه نه کړه، خو هڅې روانې دي چې ایران او امریکا د تهران د اټومي فعالیتونو په اړه یوې هوکړې ته ورسیږي.
عراقچي ویلي، په هغو اټومي تاسیساتو کې چې د اسراییل او ایران ۱۲ ورځنۍ جګړه کې پرې برید وشو، د راډیو اکتیف وړانګو خطر شته.
د ایران او اسراییل له ۱۲ ورځنۍ جګړې مخکې څو ځله ایراني او امریکایي مرکچیانو یوې اټومي هوکړې ته د رسیدو په سر خبرې وکړې، خو په ظاهره بې پایلې وې.
د جګړې پر مهال امریکا د ایران پر دریو اټومي بټیو، فوردو، نطنز او اصفهان باندې هوایي بریدونه وکړل.
ایراني چارواکو تایید کړه چې د اسراییل د برید په ترڅ کې یو شمېر بندیان تښتېدلي

ایراني چارواکو تأیید کړې چې په تهران کې د اسرائیل د برید پر مهال، یو شمېر بنديان د ایوین له زندانه تښتېدلي دي.
د ایران د قضائیې قوې ویاند، اصغر جهانګیري، نن شنبه، د سرطان ۲۱مه وویل: «محدود شمېر بندیان شاوخوا درې اوونۍ مخکې تښتېدلي دي»، خو هغه د تښتېدلو بنديانو کره شمېر ونه ښود.
جهانګیري همداراز تأیید کړه چې پر ایوین زندان د اسراییل په برید کې ۷۱ کسان ووژل شول چې د هغو په منځ کې ۵ بندیان هم شامل وو.
اسرائیل دغه برید چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۱۲ ورځني جنګ په ترڅ کې وشو، یو «سمبولیک برید» وباله چې د ایران د حکومت پر ضد ترسره شوی دی.
په ایوین کې د بشري حقونو فعالان، د حکومت سیاسي مخالفان، هنرمندان، او لیکوالان بندیان دي.
د جرمني خبري آژانس DPA راپور ورکړی چې یو شمېر اروپايي اتباع هم دا مهال په دې زندان کې بنديان دي.
د امریکا د باندنیو چارو وزارت خپل ۱۳۰۰ کارکوونکي له دندو ګوښه کړل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر ۱۳۰۰ ډېر کارکوونکي له دندو لیرې کړي دي.
دا اقدام د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه پروګرام یوه برخه ده چې غواړي حکومت کوچنی او اغېزمن کړي.
منتقدان وایي دا تګلاره به د امریکا د مشرتابه نړیوال موقف کمزوری کړي او له بهرنیو ګواښونو سره د مبارزې وړتیا به یې زیانمنه کړي.
د هغو کسانو په منځ کې چې د بهرنیو چارو وزارت له خوا یې د برطرفۍ لیکونه ترلاسه کړي، ۱۱۰۷ امریکايي کارکوونکي او ۲۴۶ بهرني کارکوونکي شامل دي چې په امریکا کې یې دنده ترسره کوله.
د دې پرېکړې په غبرګون کې، لسګونو کسانو پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مخې ته مظاهره وکړه.
پخواني دپلوماتان، سفیران، د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکي او د کانګرس غړي هم د معترضانو په ډله کې شامل وو.
په خیبرپښتونخوا کې د نجونو د یوه ښوونځي ودانۍ په بمونو والوزول شوه

نا پېژاندو وسله والو په خیبر پښتونخوا ایالت کې د نجونو لپاره د یو جوړېدونکي ښوونځي ودانۍ د چاودېدونکو توکو په وسیله ویجاړه کړې ده.
په خیبرپښتونخوا کې پولیسو د جمعې په ورځ وویل، په چاودنه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، ځکه چې د چاودنې پر مهال ودانۍ خالي وه.
دا چاودنه د بنو ولسوالۍ د بکه خېل د «اذان جاوېد» په ایتداییه ښوونځي کې شوې ده.
تراوسه کومې ډلې د چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
امریکا او ناټو اوکراین ته د هوايي دفاع پیټریاټ سیستم ورکوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل چې واشنګټن به اوکراین ته د ناټو له لارې د وسلو یوه بسته، چې پکې د «پېټریاټ» هوايي دفاعي سیسټمونه هم شامل دي، واستوي.
ټرمپ د امریکا له سي پی ایس تلویزیوني چاینل سره په خبرو کې وویل: «موږ به پېټریاټ سیسټمونه ناټو ته ورلېږو، او بیا به ناټو دا وسلې ووېشي.» هغه زیاته کړه چې د دغو سیسټمونو لګښت به ناټو پرې کوي.
د پېټریاټ سیستم کولای شي د د ډېر شمېر هوايي بریدونو، په ځانګړي ډول د پرمختللو بالستیک توغندیو، مخه ونیسي. دا سیستم د نړۍ له غوره دفاعي وسایلو څخه ګڼل کېږي، په داسې حال کې مسکو د شپې په مخه د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله پر اوکراین بریدونه زیات کړي، چې دا جګړه اوس څلورم کال ته داخله شوې ده.
د پنجشنبې په ورځ، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي په روم کې د اوکراین د بیا رغونې غونډې ته د وینا پر مهال، وویل چې جرمني به د دوو پېټریاټ سیسټمونو لګښت پر غاړه واخلي، او ناروې هم د یوه سیسټم ورکولو ته چمتو شوې ده.
د اعتراف په بدل کې د خالد شیخ محمد د نه اعدامېدو پرېکړه رد شوه

د امریکا د استناف یوې فدرالي محکمې د جمعې په ورځ هغه هوکړه لغوه کړه چې له مخې یې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د تروریستي بریدونو اصلي طراح، خالد شیخ محمد، ته د اعتراف په بدل کې د اعدام له سزا څخه د ژغورنې امکان برابرېده.
خالد شیخ محمد، چې د اسامه بن لادن نژدې ملګری بلل کېږي او په پراخه کچه د ۹/۱۱ د بریدونو اصلي معمار ګڼل کېږي، د ۲۰۰۳ کال د مارچ پر ۱مه نېټه په پاکستان کې ونیول شو او بیا د ګوانتانامو مشهور زندان ته ولېږدول شو.
په واشنګټن ډيسي کې د فدرالي استیناف محکمې درې کسیز پلاوي دا پرېکړه وکړه.
د محکمې دې پرېکړې هغه معامله پای ته ورسوله چې د دوو کلونو خبرواترو په نتیجه کې شوې وه او د پوځ څارنوالانو او د پینتاګون چارواکو تایید کړې وه او پر اساس یې د اعتراف په صورت کې خالد شیخ محمد له اعدامه ژغورل کېده.
پر شیخ محمد تور دی چې په نیویارک کې د سوداګرۍ پر اسمانڅکو ودانیو او پر پنتاګون د الوتکو په وسیله د بریدونو پلان یې جوړ کړی و.
په اروپايي اتحادیې کې تر نویو زېږدلو د مړو شویو شمېر بیا هم لوړ دی

په اروپا اتحادیې کې له ۲۰۱۲ کال راهیسې هر کال د مړینو شمېر تر نویو زېږېدلو ډېر ثبت کېږي.
خو له دې سره سره مهاجرت یوازینی عامل دی چې په دې لویه وچه کې د وګړو شمېر زیاتوي.
د جمعې په ورځ د یوروستات (Eurostat) لهخوا خپاره شوي معلومات ښيي چې د مهاجرت له امله د اروپا د اتحادیې نفوس تېر کال یوې نوې لوړې کچې ته رسېدلی او ۴۵۰.۴ میلیونو ته لوړ شوی دی.
یوروستات وایي: «د نفوس په وده کې تر ډېره هغه زیات شوي مهاجرتي حرکتونه رول لري چې د کرونا وبا له پای ته رسیدو وروسته رامنځته شول.»
په ۲۰۲۴ کال په اروپايي اتحادیې کې ۱.۰۷ میلیونه نوي اوسېدونکي زیات شول. مثبت خالص مهاجرت ۲.۳ میلیونه کسانو ته رسېدلی، چې د وګړو د طبیعي کمښت – یعنې ۱.۳ میلیونه کسانو د کمېدو – جبران یې کړی دی.
تېر کال، د مړینو شمېر ۴.۸۲ میلیونه و، حال دا چې د زیږونونو شمېر یوازې ۳.۵۶ میلیونه و، چې طبیعي کمښت ته دوام ورکوي.
پنټاګون تایید کړې چې د قطر پر العدید اډې د ایران په برید کې د امریکا پوځي اډه څه ناڅه زیانمنه شوې

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون تاییدکړې چې د قطر پر العدید اډې د ایران په برید کې یو توغندی د امریکا پر پوځي اډه لګېدلی او څه ناڅه زیان یې اړولی دی.
د پنټاګون ویاند شان پانل پرون (د چنګاښ ۲۰مه) رسنیو ته په لیکلي پیغام کې وویل چې د چنګاښ د دوهمې نېټې په حمله کې د ایران ډېری توغندي د امریکا او قطر د هوايي مدافعې سیسټمونو شنډ کړل او څوک زیانمن نه شول.
دا لومړی ځل دی چې پنټاګون پر دې اډې د توغندیو لګېدل تاییدوي.
ایران د چنګاښ په دوهمه نېټه پر خپلو دریو اټومي تاسیساتو د متحدوایالتونو د برید په غبرګون کې د قطر پلازمېنې دوحې ته نژدې د العدید پر هوايي اډې څو توغندي وویشتل.
همدا حمله د ولسمشر ډونالډټرمپ په منځګړتوب د ایران او اسراییلو ترمنځ د اوربند سبب شوه او د ایران او اسراییلو ۱۲ ورځنۍ جګړه یې پای ته ورسوله.