د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

يورو اېشيا رېویو: د 'سي ای اې' له ملاتړه برخه‌من افغان ځواکونو ظلمونه کړي


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • يورو اېشيا رېویو

يورو اېشيا رېویو خپرونې په خپله پرونۍ ګڼه کې د بشري حقونو د څار ادارې د يوه راپور په حواله په يوه مقاله کې ليکلي، د افغانستان تهاجمي ځواکونو چې د امريکا د استخباراتو مرکزي اداره (سي ای اې) يې ملاتړ کوي، ظلمونه کړي دي.

د ليکنې په حواله د بشري حقونو د څار ادارې په يوه تازه راپور کې ويل شوي، دغو افغان ځواکونو بې له دې چې حساب کتاب ورسره وشي، يو لړ اعدامونه او نورې جدي سرغړونې کړې دي.

د ليکنې په حواله دغو ځواکونو د شپې په مخه د پوځي عملياتو پر مهال په غير قانوني ډول ملکيان وژلي، په جبر د توقيف شويو کسانو د لادرکه کېدو سبب شوي او پر صحي مرکزونو يې په دې پلمه حملې کړي چې ګواکې د افراطي وسله‌والو درملنه په‌کې کېږي.

د يورو اېشيا رېویو خپرونې په ليکنه کې راغلي چې په تېرو دوو کلونو کې په دغسې چاپو او هوايي عملياتو کې د ملکيانو مرګ ژوبله په ډراماتيکه توګه زياته شوې ده.

د ليکنې په حواله د بشري حقونو د څار ادارې په دغه ٥٣ مخه راپور کې د ٢٠١٧ میلادي کال له وروستيو د ٢٠١٩ میلادي کال تر نيمايي پورې پېښو ته کتنه شوې ده.

د راپور په حواله، په دې موده کې د امريکا د مرکزي استخباراتو ادارې له ملاتړه برخه‌منو افغان تهاجمي ځواکونو ځينې داسې جدي سرغړونې کړي چې جنګي جنايتونه ګڼل کېداى شي.

په ليکنه کې د امريکا متحده ايالاتو ته لارښوونه شوې، څو ژر تر ژره له افغان حکومت سره په ګډه د ټولو هغو ملېشه ځواکونو د منحلولو او بې‌وسلې کولو اقدام وکړي چې د رسمي ځواکونو له چوکاټه دباندې فعاليت لري.

د يورو اېشيا رېویو خپرونې په يوه برخه کې راغلي: "وسله‌والو طالبانو هم په وار وار له جنګي اصولو او د بشري حقونو له نورمونو سرغړونې کړې دي."

په دغو سرغړونو کې هغه بې‌توپيره حملې هم شاملې دي چې په نتيجه کې يې ګڼو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د ليکنې په حواله د طالبانو دغه ظلمونه هېڅکله د افغان او امريکايي ځواکونو سرغړونې نه‌توجيه کوي.

د افغانستان دفاع وزارت ويلي، دوى تر ډېره د پوځي عملياتو پر مهال د ملکيانو د خونديتوب او له بشري حقونو د سرغړونو د مخنيوي اقدامات کړي دي.

  • ګارډين

له بريتانيا خپرېدونکې ورځپاڼې ګارډين په تخار ولايت کې د يوې چاودنې په نتيجه کې د ٩ زده کوونکو پر وژل کېدو ليکنه خپره کړې ده.

د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري ازادي راډیو ته ويلي چې دغه چاودنه تېره شنبه د درقد ولسوالۍ د طاهریانو کلي د ابوذر غفاري ابتدائیه ښوونځي پر زده‌کوونکو شوې ده.

ښاغلي هجري ويلي څرنګه چې دغه کلی د وسله‌والو طالبانو په کنټرول کې دی، نو د پلټنې لپاره د پېښې ځای ته پلاوی نه‌شي تللی.

ګارډين ورځپاڼې د تخار د امنيه قوماندان سمونمل معراج‌الدين سادات خبرې را اخيستي چې ويلي يې دي، د وژل شويو ماشومانو عمرونه د ١٠ او ١٥ کلونو ترمنځ وو.

امنيه قوماندان په دې پېښه کې وسله‌وال طالبان په لاس لرلو تورن کړي چې په تخار کې يې په وروستيو کې فعاليتونه زيات شوي، په ځانګړي ډول په درقد ولسوالۍ کې.

د ګارډين ورځپاڼې په ليکنه وسله‌والو طالبانو په تېره اکټوبر مياشت کې د تخار د مرکز تالقان په ګډون په څو ولسواليو کې پراخې حملې پيل کړې، خو افغان امنيتي ځواکونو په شا وتمبولې.

دا حملې په داسې حال کې وشوې چې د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرې په سپټمبر مياشت کې لغوه اعلان کړې.

د ورځپاڼې په ليکنه، افراطي وسله‌وال زيات وخت د سړک غاړې بمونه افغان امنيتي ځواکونو ته ځاى پر ځاى کوي، خو په دغو چاودنو او د دوى په نورو حملو کې اکثره ملکيانو ته مرګ ژوبله اوړي.

XS
SM
MD
LG