د پاکستان په پنجاب ایالت کې په یوه اورګاډي کې د اور لګېدو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر تر ۷۰ واوښت.
دا پېښه نن د پنجاب په جنوب کې په رحیم یارخان ښارګوټي کې شوې ده.
دا اورګاډی له کراچۍ څخه راولپنډۍ ته روان و چې اور پکې ولګېد.
په پنجاب کې د بېړنیو خدماتو د سیمه ییزې ادارې یوه ویاند کلیم الله نن مشال راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې ۷۳ تنه مړه او ۴۳ ټپیان دي
ده د ۱۱ ټپیانو روغتیایې وضعیت ناسم وښود.
چارواکي وایي، اور د ګاز د یوې ډبې د چاودنې له کبله ولګېد چې مسافرو په غیر قانوني ډول په واګون کې دننه ډوډۍ پرې پخوله.
د پاکستان د اورګاډو د پټلۍ چارو وزیر شیخ رشید احمد د پاکستان جیو نیوز ته ویلي چې ډېری مرګ ژوبله هغه مهال اوښتې چې خلکو له اورګاډي څخه ټوپ واهه او ځانونه یې لاندې غورځول.
د شیخ رشید په خبره، د پېښې ډېری قربانیان تبلیغیان دي.
د پنجاب ایالتي حکومت او د پاکستان پوځ مرستندویې ډلې د پېښې سیمې ته رسېدلې دي او د پېښې تحقیقات یې پيل کړي دي.
پاکستاني رسنۍ وايي، چې د پېښې ۱۷ مړي په بشبړ ډول سوځېدلي او د پېژندنې وړ نه دي.
ځینو عیني شاهدانو له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې ویلي، ډېری مسافر د اورګاډي د سوځېدو پر مهال له ګاډي د ټوپ اچولو له امله وژل شوي دي.
د پاکستان دولتي ټلویزیون د راپور له مخې، د پاکستان صدراعظم عمران خان او ولسمشر عارف علوي پر پېښې خواشیني ښودلې او د ټپیانو د ښې درملنې امر یې کړی دی.