افغانستان
د افغانستان دولت د چین بین الافغاني خبرو لپاره د افرادو یو لیست برابر کړی
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په پیکینګ کې د بین الافغاني تفاهم غونډه کې د ګډون لپاره د افرادو یو هر اړخیز لیست چمتو شوی او کله چې ددې غونډې تاریخ روښانه شي، دا کسان به په کې برخه واخلي.
د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي نن (عقرب ۶مه) ازادي راډیو ته خبرو کې په دې اړه چې د پیکینګ خبرې کله ترسره کیږي، دقیقه نېټه ونه ښوده، خو ویې ویل چې د افغانستان د دولت په استازیتوب به په کې یو هیئت ګډون وکړي.
"د افغانستان حکومت د بېلابېلو اقشارو سره په مشوره یو ټول شموله او هر اړخیز لیست چمتو کړی دی. کله چې د پیکنګ د غونډې تاریخ روښانه شي، دا کسان به د مختلفو اقشارو او د افغانستان د دولت په استازیتوب د تفاهم په دې غونډه کې ګډون وکړي."
تر دې مخکې یو شمیر لویدیځو رسنیو راپور ورکړی و چې د طالبانو څو غړي، د سولې د بين الافغاني دوه ورځنيو خبرو لپاره چين ته رسېدلي دي.
په اسټراليا کې د فارين بريف په نوم د پاليسۍ د يوه تحقيقاتي مرکز په حواله، د طالبانو دغه استازي به نن له کابل څخه له ورغلو کسانو سره خبرې کوي.
خو ښاغلي صدیقي دا تایید نه کړه چې ګوندې د دوی استازي نن په پیکنیګ کې طالبانو سره خبرې پیلوي. چینايي چارواکو هم تر اوسه ددې غونډې د دقیقې نېټې په اړه څه نه دي ویلي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
قزاقستان وايي، د افغان زلزله ځپلو د درملنې لپاره یې طبي ټیم افغانستان ته استولی
د قزاقستان د روغتیا وزارت وايي، روغتیايي ټیمونه او طبی وسایل یې د افغانستان زلزله ځپلو سیمو ته استولي دي.
دغه وزارت پرون (پنجشنبه) افغانستان ته د قزاقستان په استول شوې طبي ډله کې داسي متخصصان شامل دي چې د تروما او عاجلو حالاتو په برخو کې تجربې لري.
د قزاقستان د روغتیا وزارت د خبر له مخې، د دغه هیواد ډاکترانو په افغانستان کې لسګونه ناروغان معاینه کړي، مشورې یې ورکړي او جراحي عملیات یې کړي دي.
په وروستیو کې دوو سختو زلزلو د افغانستان په ختیځ او شمال کې سلګونه کسان مړه او ټپیان کړل.
سوداګر وايي، د هوا له لارې به چین جلغوزې صادرې کړي
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې وايي چې سږ کال د جلغوزو حاصلات د ښه دي او ټاکل شوې چې دا محصول د هوايي دهلیزونو له لارې چین ته صادر شي.
د دغو خونو د مشرتابه پلاوي غړي خانجان الکوزید پنجشنبې په ورځ (د نوومبر ۲۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې د جلغوزو د صادراتو د اسانتیا لپاره له افغان هوايي شرکتونو سره خبرې روانې دي.
د افغانستان د وچو میوو د صادرونکو د اتحادیې د معلوماتو له مخې، تمه کېږي چې یوازې خوست ولایت سږ کال شاوخوا ۲۰ زره ټنه جلغوزه تولید کړي، او د نورو ولایتونو مجموعي حاصلات ښايي ۳۵ زره ټنو ته ورسېږي.
د جلغوزو یو شمېر کاروباریانو هم سږني بازار او د صادراتو فرصتونه مثبت بللي دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د کابل او اسلاماباد ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې، او پاکستان خپلې ترانزیتي لارې د افغانستان د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو پر مخ تړلې دي
د هند د بهرنیو چارو وزیر او د طالبانو د سوداګرۍ وزیر پر دوه اړخیزه تجارت خبرې وکړې
د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جي شنکر د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره پرون تر لیدو وروسته په ایکسپاڼه کې ولیکل چې له ښاغلي عزیزي سره یې د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د سوداګرۍ، اتصال او د خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په لارو چارو خبرې وکړې.
نور الدین عزیزي د چهارشنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ په پنځه ورځني سفر هند ته ولاړ.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد رسنیو ته وویل چې د هند له بهرنیو چارو وزیر سره د لیدو پرمهال د افغانستان د خصوصي سکتور غړیو ته د ویزو د ورکولو په اړه خبرې وشوې او د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګډ کاري ګروپ د بیا فعالولو، د سوداګرۍ د ګډې خونې د جوړولو او د چابهار بندر د ستونزو د حل په اړه یوشمیر موافقې وشوې.
اخندزاده عبدالسلام جواد دا ونه ویل چې د چابهار بندر په اړه څه هوکړې شوې دي. دا بندر د امریکا د متحد ایالتونو تر بندیز لاندې و او نژدې درې اونۍ مخکې نوي ډیلي خبر ورکړ چې له بندیزونو څخه د دې بندر د فعالیت لپاره یې شپږ میاشتې وخت اخیستی دی.
روسیې په افغانستان کې د داعش موجودیت ته اندیښه ښکاره کړه
د ملګرو ملتو لپاره د روسیې مرستیالې استازې په افغانستان کې د داعش خراسان موجودیت ته اندیښنه څرګنده کړه او خبرداری یې ورکړ چې دا ډله خپل نفود پراخوي او غواړي چې افغانستان او ورها خوا سیمه بې ثباته کړي.
انا اوستیګنیوا د ملګرو ملتو د امنیت شورا یوې غونډې ته د پنجشنبې په ورځ دا هم وویل چې د داعش پر ضد د طالبانو اقدامات کافي نه دي او د دې ترهګرو د مخنیوي لپاره یوې جامع ستراتیژۍ ته اړتیا شته.
په امنیت شورا کې د روسیې استازي سرګي شویګو تر دې مخکې ویلي و چې په افغانستان کې د نړیوالو افراطي ډلو مربوط تر دوه زره درې سوه ډیر وسله وال شته چې دا د سیمې او نړۍ لپاره یو جدي خطر دی.
طالبان وایي چې بهرني وسله وال په افغانستان کې نه شته او داعش خراسان څانګه هم ځپل شوې ده.
منظور پښتين: د بنو پولیسو د ګيله من وزير ورور او د اکا زوی نیولي دي
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين وايي د بنو پولیسو د هغه تحريک د يو وژل شوي مخکښ، ګيله من وزير ورور عرفات او د تره زوی حاضر خان نیولي دي. پښتين د نومبر په ۱۹مه پر خپله فیسبوک پاڼه د غندنې په ترڅ کې ليکلي چې پولیسو هغه کسان له عدالته له ځان سره وړي دي.
د عرفات پښتين د کورنۍ يو غړي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شی، د نومبر په ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې پر هغو دواړو تور وو چې د ګيله من وزير په وژنه تورن کس، ازاد داوړ باندې یې حمله کړې ده. خو د هغه په وينا دا بې بنیاده دعوه ده او کورنۍ یې پر ازاد داوړ هېڅ برید نه دی کړی. تر اوسه پولیسو او د ازاد داوړ کورنۍ په دې اړه څه نه دي ويلي.
منظور پشتين په خپله ليکنه کې د پاکستان پر ریاست تور پورې کړی چې د ګيله من وزير د قاتلينو د نيولو پر ځای د هغه د کورنۍ غړي نيول کېږي او "د پښتنو خيرخوا لادرکه" کوي. د پاکستان حکومت په دې هلکه څه نه دي ويلي خو پر پښتو ژغورنې غورځنګ یې د ریاست پر ضد د خلکو د پاڅولو په تور کې بندیز لګولی. پي ټي اېم او د بشري حقونو نړیوالو ادارو دا بندیز غندلی دی.
شاعر او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی، ګيله من وزير د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۱۱مه په اسلام اباد کې ووژل شول. د هغه کورنۍ د نوموړي د وژنې تور د جایدادونو پر يو کاروباري ازاد داوړ او د هغه په ملګرو پورې کړ. تر اوسه پولیسو نوموړی یا بل څوک د ګيله من وزير د وژنې په تور نه دي نيولي.
د پاکستان د پنجاب حکومت منلې چې د بې اسناده افغانانو په اړه د خبر ورکولو پر سر یې جایزه ټاکلې
د پاکستان پنجاب حکومت چارواکو منلې ده چې په دغه ایالت کې د بې اسناده افغانانو د شتون په اړه د "کره معلوماتو" او خبر ورکولو پر سر د جایزې په توګه نغدې پیسې ورکوي.
د پنجاب ایالت د اطلاعاتي چارو وزیرې عظما بخارۍ د نومبر پر ۱۹مه رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې حکومت غواړي یې اسناده بهرنيان وباسي نو ځکه یې هغه اعلان کړی دی. د هغې په وينا به د پنجاب حکومت په تېرو درو اونیو کې ۶۲۲۰ افغانان، افغانستان ته لېږلي دي.
تر دې مخکې په ټولنيزو رسنيوو خپرو شويو عکسونو کې ښکارېدل چې خبر او معلوماتو ورکوونکو ته ۱۰ زره روپۍ د جايزې په ډول اعلان شوي دي خو بخاري د انعامي پیسو د څومره والي په اړه څه نه دي ويلي.
امریکا د لسګونو میلیونه ډالرو په ارزښت وسلې پر هند خرڅوي
د امریکا متحد ایالتونو موافقه وکړه چې پر هند د درې نوي میلیونه ډالرو په ارزښت وسلې وپلوري.
په دې وسلو کې د ټانک ضد توغندیو سیستم او د یو ډول لارښود توپخانې مهمات شامل دي.
وروسته تر دې چې د اګست په میاشت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هند څخه پر وارداتو پنځوس فیصده تعرفه لوړه کړه دا لومړی ځل دی چې په پوځي برخه کې د واشنګتن او نوي ډيلي ترمنځ دا موافقه کیږي.
د امریکا د دفاعي امنیتي همکارۍ ادارې د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې پر هند د وسلو د پلورلو دا تړون د واشنګتن د بهرني سیاست او ملي امنیت د اهدافو ملاتړ کوي چې دا به د متحد ایالتونو او هند ستراتیژیک اړیکي نور هم پياوړي کړي او د یو لوی دفاعي ملګري د امنیت په تامین کې به مرسته وکړي.
افغان طالبان له پاکستانه د وسلو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکوي
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړ چې له پاکستانه یې افغانستان ته د وسلو د قاچاق مخه نیولې ده.
دغه وزارت په یوه بیان کې نن وویل چې څلور دیرش تفنګچې، څلور ایم فور، څلور کلاشینکوف، یو کرینموف او څه نورې وسلې یې د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالي کې نیولې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دا نه دې ویلي چې کله یې دا وسلې نیولې دي، خو په بیان کې یې څرګنده کړې ده چې قاچاق کوونکي تښتیدلې دي او د هغوی د نیولو هڅې روانې دي.
په لسګونو افغانان له پاکستانه جرمني ته روان شول
د افغانانو یوه ډله له پاکستان څخه جرمني ته په الوتکه کې روانه شوه. دا خبر د اسلام اباد په هوایي ډګر کې د جرمني اژانس( ډي پي اې) یو خبریال ورکړی دی.
په راپور کې د دې الوتنې دقیق وخت نه دی یاد شوی، خو دا یادونه شوې ده چې دوه پنځوس افغانان هانوور او برلین ته لیږدي.
په پاکستان کې افغان کډوالو ازادي راډيو ته ویلي دي چې دوی په سخت وضعیت کې ژوند کوي او تمه لري چې جرمني او نور هغه هیوادونه چې د دوی د بیا میشتیدنې ژمنه یې کړې ده، دا بهیر ګړندی کړي.
د پاکستان پوځ: د ټي ټي پي تر شلو ډیر غړي مو وژلي
د پاکستان امنیتي ځواکونه د درویشت مخالفو وسله والو د وژلو خبر ورکوي.
پوځ وایي چې دا کسان یې د افغانستان پولي ته څیرمه په کرم ولسوالي کې د دوو هدفي عملیاتو په ترڅ کې وژلي دي.
د پاکستان پوځ نن په یوه بیان کې وویل چې دا کسان د تحریک طالبان پاکستان او د هغوی د مربوطو ډلو دي چې هند یې ملاتړ کوي، خو په دې اړه یې اسناد او شواهد نه دې وړاندې کړي او هند هم د اسلام اباد د دې تازه ادعا په اړه څه نه دې ویلي.