د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۶

له مخدره موادو سره په مبارزه کې د مدني بنسټونو مسؤلیت څه دي؟


د زهرو کاروان د دې اوونۍ په خپرونه کې د نشه يي موادو په اړه مو د اوونۍ مهمو پېښو ته لنډه کتنه کړې:

په یوه راپور کې اورئ چې د امريکا او اروپا استازي وایي چې په افغانستان کې بايد د جګړې ښکېلې غاړې تر سولې وروسته له نشه يي موادو سره په کلکه مبارزه وکړي.

په یو بل راپور کې اورئ چې تورپیکی چې پخوا یې نشه کوله، د نشې له پرېښودو وروسته اوس غواړي چې له نورو معتادینو سره د نشې په پرېښودو کې مرسته وکړي.

د مرکو په لړ کې به له یوه مدني فعاله واورئ چې له مخدره موادو سره په مبارزه کې د مدني بنسټونو او مدني فعالانو مسؤلیتونه څه دي.

او په وروستۍ برخه کې په زړه پورې ډرامه هم اورېدلی شئ.

د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:27:29 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG