د راډیويي مجلې دا ګڼه مو په لاندې هنري مسایلو راښکلې کړې ده:
د تېرې اونۍ فرهنګي خبرونه رویا معدومي وړاندې کوي.
په هلمند کې د لاسي او تاریخي توکو د نندارتون په اړه الیاس داعي راپور لري.
په هنر جاج کې له ډاکتر اجمل ښکلي سره د تخلیقي ادب د پنځ جاج اخلو.
په فنکار برخه کې له نواب ریحان سره د هغه په فن خبرې کوو.
په زرپاڼه کې به لنډه کیسه (شیطاني) واورئ.
او په وریښمین خیال کې به د سهارګل امیرزي نظم واورئ.
لیکوال او جوړوونکی: پوهنیار محبوب شاه محبوب