د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۹

عمران خان ایران ته د سعودي او ایران د جګړې د مخنیوي لپاره د مرستې ډاډ ورکړ


د ایران ولسمشر حسن روحاني او د دې هېواد ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي له عمران خان سره د لیدنې په حال کې
د ایران ولسمشر حسن روحاني او د دې هېواد ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي له عمران خان سره د لیدنې په حال کې

د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د جګړې د مخنیوي لپاره به له خپل توان سره سمې ټولې هڅې وکړي.

په داسې حال کې چې د سعودي عربستان او ایران ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې، د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، هڅه کوي چې د تهران او ریاض ترمنځ خبرو اترو ته لاره هواره کړي.

عمران خان پرون تهران ته له رسېدو سره سم دا خبره وکړه.

د ایران ولسمشر حسن روحاني او د پاکستان صدراعظم عمران خان
د ایران ولسمشر حسن روحاني او د پاکستان صدراعظم عمران خان

نوموړي وروسته د ایران له ولسمشر حسن روحاني او د دې هېواد له ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي سره هم جلا جلا لیدنې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته وویل چې عمران خان ورپسې سعودي عربستان ته ځي.

د پاکستان صدراعظم د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره یو ځای خبریالانو ته وویل، تهران ته یې د سفر هدف دا دی چې د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د جګړې غوښتونکي نه دي.

نوموړي وویل، د یوې جګړې د مخنیوي لپاره به هر هغه څه ترسره کړي چې په توان کې یې وي.

هغه د ایران ولسمشر حسن روحاني ته په خطاب کې وویل: "له تاسو سره خبرو زه وهڅولم، زه به اوس په ډېر مثبت فکر سعودي عربستان ته ځم، موږ به د منځګړي نه بلکې د سعودي عربستان او ایران ترمنځ به خبرو کې د اسانتیا برابروونکي په توګه رول لوبوو... د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو هوارول یو مشکل او پېچلی کار دی، خو زما په فکر ممکن دی."

د سعودي عربستان او ایران ترمنځ اړیکې له پخوا ترینګلې وې، خو د سپټمبر په ۱۴مه نېټه د سعودي د تېلو پر تاسیساتو له بریدونو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ نور هم زیات شو.

ریاض، واشنګټن او یو شمېر نور لوېدیځ هېوادونه د سعودي د تېلو پر تاسیساتو وروستي بریدونو کې ایران ښکېل بولي، خو خپله ایران دا تورونه رد کړي.

د یمن حوثي یاغیانو د دې بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی.

د پاکستان صدراعظم عمران خان وویل چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم ترې غوښتي چې د تهران او ریاض ترمنځ د ډیالوګ د یوې بڼې په رامنځته کېدو کې همکاري وکړي.

کله چې په تېر کال کې ډونالد ټرمپ د امریکا متحده ایالات له ایران سره د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو د لاسلیک کړي اټومي تړون وویستل او پر دې هېواد یې بېرته بندیزونه ولګول، د واشنګټن او تهران ترمنځ هم ترینګلتیا زیاته شوې ده.

د ایران ولسمشر حسن روحاني پرون د پاکستان د صدراعظم عمران خان سره په ګډه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې د امریکا متحده ایالات دې بېرته له ایران سره لاسلیک کړي اټومي تړون کې شامل شي او پر تهران لګولي بندیزونه دې لېرې کړي.

عمران خان په داسې حال کې تهران ته سفر کوي چې ایراني رسنیو ویلي، د دې هېواد پر یوه تېل وړونکې کښتۍ د سعودي عربستان په سواحلو کې برید شوی دی.

د ایراني رسنیو په وینا، دا بېړۍ د سره سمندرګي په اوبو کې د برید هدف ګرځېدلې ده.

که څه هم دا پېښه تر اوسه د بې طرفه سرچینو له خوا نه ده تأیید شوې، خو که رښتیا وي، نو د تهران او ریاض ترمنځ د ترینګلتیا په زیاتېدو کې یو نوی بدلون دی.

تر دې مخکې ایراني چارواکو د شنبې په ورځ ویلي وو، چمتو دي چې له سعودي عربستان سره د منځګړي په شتون یا نه شتون کې خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG