د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۴۸

د پاکستان صدراعظم عمران خان ایران او سعودي عربستان ته ځي


د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان ایران او سعودي عربستان ته ځي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې صدراعظم عمران خان به نن تهران ته ورسېږي.

د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې سعودي عربستان یې ستراتیژيک شریک دی، خو ایران یې دوست او ګاونډی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د سعودي عربستان چې اکثریت وګړي یې سني مذهبه او ایران چې اکثریت وګړي یې بیا شیعه مذهبي دي، ترمنځ یې له څو کلونو راهیسې کړکېچ روان دی او دواړو هېوادونه په سیمه کې سخت سیالان بلل کېږي.

د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو د سپټمبر د ۱۴مې له حملې وروسته د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د پاکستان له صدراعظم عمران خانه غوښتي وو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ په کمولو کې یو رول ولوبوي.

واشنګټن، ریاض او یو شمېر نورو لوېدیځو هېوادونو تهران د دغې حملې مسؤل بللی، خو تهران دغه ادعا رد کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې هڅه کوي چې د دواړو اسلامي هېوادونو ترمنځ ناوړه تفاهم د خبرو اترو له لارې له منځه یوړل شي.

قریشي ټینګار کړی چې سیمه جګړه نشي زغملی او صدراعظم هم د دې لپاره هڅه کوي چې په سیمه کې سوله ډاډمنه کړي.

ټاکل شوې چې عمران خان په دې سفر کې د ایران له ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامنه اي او له ولسمشر حسن روحاني سره وګوري.

دا به په روان کال کې ایران ته د عمران خان دوهم سفر وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي پرون په تهران کې په یوه خبري کنفران کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د پاکستان صدراعظم عمران خان به وکولی شي چې دواړه هېوادونه سره نږدې کړي، وویل چې دی له هېڅ منځګړیتوبه خبر نه دی، خو زیاته یې کړه چې ایران اعلان کړی چې تل چمتو دی چې د منځګړي له لارې یا بې منځګړي د سعودي عربستان په ګډون له خپلو ګاونډیانو سره خبرې وکړي او ناوړه تفاهمات لېري کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي

د سعودي عربستان نږدې متحد پاکستان هڅه کړې چې د ریاض او تهران ترمنځ یو ډیپلوماتیک تعادل وساتي.

د پاکستان صدرعظم عمران خان داسې وخت تهران ته ځي چې د تېرې جمعې په ورځ په سره سمندرګي کې د ایران د تېلو لېږدوونکې یوې کښتۍ کې د اورلګېدنې وروستۍ پېښه ښایي د تهران او ریاض ترمنځ کړکېچ لازیات کړي.

تهران پر سابیتي کښتۍ دا د میزائیل حمله بللې، خو هغه تراوسه په خپلواکه توګه نه ده تأیید شوې.

د سیمې دواړه مهم سیالان، ایران او سعودي عربستان د یمن په جګړه کې ښکېل دي او د دوو مختلفو لورو ملاتړ کوي.

د امریکا متحده ایالات چې له ایران سره په اړیکو کې یې د ۲۰۱۸ کال د مې له میاشتې له هغه مهال راهیسې چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران او د نړۍ له قدرتونو د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړونه ووت او پر تهران یې بېرته سخت بندیزونه لګولي، کړکېچ زیات شوی، د سعودي عربستان کلک ملاتړی دی.

ریاض پرون شنبه اعلان وکړ چې پاچا سلمان دې هېواد ته د نورو درې زرو امریکایي سرتېرو او پوځي تجهیزاتو د استولو لپاره د پنتاګون پرېکړه منظور کړې ده.

د پاکستان صدراعظم به په تهران کې له ایراني مشرانو سره تر خبرو وروسته ریاض ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG