د راډیويي مجلې نننۍ ګڼه مو په لاندې هنري او فرهنګي مسایلو راښکلې کړې ده:
فرهنګي خبرونه فرشته مرسل وړاندې کوي.
د لونګۍ د ارزښت او دود په اړه نوریه جبارخېل راپور لري.
په هنر جاج کې له ارش ننګیال سره په پښتو کې د تاریخي او پولیسي ناولونو جاج اخلو.
په فنکار برخه کې له ډولکي ووهونکي انار ګل سره د هغه په فن خبرې کوو.
په ادم جام کې د استاد هدایت الله ژوند ته تم کیږو.
په زرپاڼه کې به لنډه کیسه(رنځور احساس) واوروئ.
او په وریښمین خیال کې د طایر ځلاند شعرونه اورو.
لیکوال او جوړوونکی: پوهنیار محبوب شاه محبوب
د دې خپرونې داورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: