د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وايي، دوی هم د انتخاباتو بهیر څاري.
د دغه کمېسیون یوې کميشنرې شبنم صالحي ازادي راډیو ته وویل چې په ځینو ولایتونو کې د ښځو ګډون پراخ، خو په ځینو کې کمرنګه دی.
اغلې صالحي له کورنیو غواړي چې ښځې د رأی ورکولو له حقه محرومې نه کړي.
له نوموړې سره اجمل تورمان مرکه کړې او په سر کې یې په انتخاباتو کې د ښځو د ګډون په اړه ترې پوښتلي دي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدای شئ: