د امکاناتو نشتوالی او امنیتي ستونزې هغه لاملونه دي چې په تېرو څلورو کالو کې په افغانستان کې د معتادینو سروې نه ده شوې.
په افغانستان کې د (۲۰۱۲) میلادي کال د سروې له مخې د معتادینو او نشه يي موادو له امله د زيانمنو شويو خلکو شمېر یو اعشاره پنځه میلیونه ښودل شوی و، خو په (۲۰۱۵) کال کې د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې يا (UNODC) د سروې له مخې د معتادینو شمېر درې اعشاریه پنځو میلیونو کسانو ته لوړ شو، خو څلور کاله کېږي چې په افغانستان کې د معتادينو په اړه نوې سروې نه ده شوې.
د عامې روغتیا وزارت د نشه يي موادو د غوښتنې را کمولو رئیس شاپور یوسف ازادي راډویو ته وویل: دوی خپل پروګرام د پخوانۍ سروې له مخې عملي کوي او د معتادینو شمېر له روغتونونو څخه د اټکل له مخې معلوموي.
دا اټکل ښيي چې معتادين هر کال په سلو کې پنځه اعشاريه شپږ لوړېږي.
ده وویل: په افغانستان کې د معتادينو د پېژندلو لپاره ځانګړې ټکنالوژي نشته، موږ مجبور يوو د معايناتو بېلګې له هېواده دباندې يوسو چې پر دې کار ډېري پیسې لګېږي. د سروې نه کېدلو دوهم لامل ناامني ده. موږ له (UNODC) او (INL) ادارو سره خبرې کړي چې د امکان په صورت کې په راتلونکي کال کې سروې وکړي.
په (۲۰۱۵) میلادي کال کې د افغانستان په اتو ولایتونو کې د خلکو وېښتان او نوکان معاينه شول او په پاتې (۲۶) ولایتونو کې د معتادينو شمېر د همدې اټکل له مخې وګڼل شو.
د معایناتو هغه بېلګې چې د واشنګټن په لابراتوارونو کې کتل شوي، نتيجه يې ښيي چې په افغانستان کې د معتادینو او نشه يي موادو څخه د زيانمنو شویو خلکو شمېر درې اعشاریه پنځه میلیونه دی.
له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت پخوانی معین ډاکتر محمد ظفر بيا د معتادینو په اړه سروې دومره ضروري نه بولي.
دی وايي چې د سروې پر ځای بايد د معتادینو درملنې او وقایې ته ډېره پاملرنه وشي.
نوموړی وایي: که وقایوي پروګرامونه عملي کړو، نو په لږ مصرف د معتادینو شمېر را کمولی شو. که د معتادینو پر درملنه ډېرې پیسې ولګېږي، هېڅ نتيجه نه لري، ځکه چې دا معتادين بېرته په نشو اخته کېږي، ترڅو چې معتادينو ته د درملنې ټول امکانات برابر نه شي، هغوی نشه نه شي پرېښودلی. البته په دې برخه کې د ټولو اړوندو ادارو تر منځ همکاري ډېره مهمه ده، که دا کار وشي، نو نتیجه به یې مثبته وي.
په کابل کې د معتادینو د درملنې زر بستریز روغتون معالجوي مرستیال ډاکتر واحدالله کوشان بیا د معتادینو په اړه سروې ډېره ضروري بولي.
دی وايي چې سروې د اعتیاد د عواملو معلومولو او نشه يي موادو د غوښتنې را کمولو په برخو کې له دوی سره ډېره مرسته کولی شي.
ده وویل: د روغتونونو په کچه زموږ ارزونه ښيي چې د ښیښې په نوم د نشه يي موادو استعمال ډېر شوی دی، له همدې امله د هېواد په کچه د معتادینو سروې ډېره ضروري ده. د نشه يي موادو تشخیص، د اعتیاد د شمېرو تغير او د دې نشه يي موادو د استعمال د لارو چارو معلومول د معتادینو په درملنه کې ډېره مرسته کوي. که د معتادينو په اړه تازه سروې و نه لرو، نو زموږ درملنه به نيمګړې وي."
د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس په نړۍ کې (۲۷۱) ميليونه کسان په مستقیم ډول معتاد ښودل شوي او (۳۵) میلیونه خلک بيا له نشه يي موادو څخه زيانمن شوي بلل شوي دي. په دې راپور کې راغلي چې په نړۍ کې هر کال پنځه لکه او (۸۵) زره انسانان د نشه يي موادو د استعمال له امله مري.
راپور: مرسلین ارسلا