د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۴۷

"افغان طالبانو په کوټه کې د دوو قومونو ترمنځ شخړه هواره کړې"


سپینه پګړۍ پر سر یو افغان ملا د بلوچستان په کوټه کې ددوو پښتنو قومونو ترین او اکاخېلو ترمنځ د شخړې حل کولو په تړاو د "اسلامي امارت" فیصله اعلانوي.
سپینه پګړۍ پر سر یو افغان ملا د بلوچستان په کوټه کې ددوو پښتنو قومونو ترین او اکاخېلو ترمنځ د شخړې حل کولو په تړاو د "اسلامي امارت" فیصله اعلانوي.

افغان طالبانو د بلوچستان په کوټه کې چېرته چې ویل کېږي د دغې ډلې مشران یا د کوټې شورا مېشته ده، د دوو ځايي قومونو ترمنځ یوه شخړه هواره کړې ده.

پاکستان که څه هم په خپله خاوره کې طالبانو ته د پناه ورکولو هغه تورونه چې کابل، واشنګټن او یو شمېر نور لوري پر دغه هېواد لګوي، تل رد کړي خو دا چې طالبان په سیمه کې یوه قومي شخړه هواروي، ښایي په دغه هېواد کې د دغې ډلې د فعال حضور بل ثبوت وي.

د پاکستان د بلوچستان په کوټه کې دغه قومي شخړه چې د افغان طالبانو په منځګړیتوب هواره شوې او په یوه جرګه کې یې نتیجه د شخړې دواړو لورو او ولسي خلکو ته اورول شوې، د اکاخېلو او ترینو د قومونو ترمنځ درې کاله مخکې شوې وه.

د تېرې شنبې ورځې (سپټمبر ۲۱مه) په دې قومي جرګه کې چې د کوټې ښار په څنډه په اکاخېل‌اباد کې جوړه شوې وه، د قومي مشرانو، دیني عالمانو او یو شمېر نورو مخورو په ګډون سلګونه کسانو برخه اخیستې وه.

په ۲۰۱۶ میلادي کال د اکاخېلو او ترینو ترمنځ د ځمکې پر سر راپورته شوې شخړه کې یو کس وژل شوی او درې تنه ټپیان شوي وو.

په هغې وېډیو کې چې ازادي راډیو ترلاسه کړې، له یو ساعته بحث او خبرو وروسته، سپینه پګړۍ پر سر یو افغان ملا د جرګې فیصله اعلانوي او وایي چې له اوږدو مشورو وروسته چې د دواړو لورو باور ترلاسه شو، اسلامي امارت پرېکړه وکړه چې دغه لانجه هواره کړي.

افغان طالبان چې په ۲۰۰۱ کال کې تر نسکورېدو مخکې یې په افغانستان کې رژیم په همدې نوم و، اوس هم د افغانستان اسلامي امارت په نوم په دې هېواد کې واک ته د رسېدو هڅې کوي.

د سپینې پګړۍ کس چې نوم‌یې نه‌دی ښودل شوی وایي، فیصله وشوه چې اکاخېلو قوم ته به چې یو کس‌یې وژل شوی، د ترینو قوم ۱۷ میلیونه روپۍ چې څه باندې ۱۰۸ زره امریکایي ډالر کېږي او پنځه کلاشنیکوفونه ورکوي.

هغه همداراز اعلان وکړ چې د ترینو د قوم کسان به د اکاخېلو سیمو ته له ننوتو ډډه کوي.

د ګندهارا وېب‌پاڼې د راپور له مخې، دغه پرېکړه له دې پلوه د اهمیت وړ ده چې هغه په پاکستان کې د مېشتو افغان طالبانو د نفوذ ښکارندویي کوي، هغه هېواد چې چارواکي یې دغې ډلې ته پر پناه ورکولو سترګې پټوي.

په کوټه کې مېشت سیمه‌ییز خبریال جمال ترکی د دې جرګې یو ګډونوال و.

هغه چې د خپل موبایل په ذریعه‌یې د دې جرګې د جریان له ځینو برخو فلمونه اخیستي او هغه‌یې له ګندهارا وېب‌پاڼې سره هم شریک کړي وایي، د پاکستان په بلوچستان ایالت کې په قومي شخړه کې د افغان طالبانو منځګړیتوب بې‌ساری دی.

په یوه وېډیو کې چې ښاغلي ترکي اخیستې، د ترین د قوم مشر او د پارلمان وکیل سردار شفیق ترین ښکاري چې خپلو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرانو ته وایي، وروسته له هغې چې اکاخېلو قوم طالبانو ته مخ ورواړوه چې دغه لانجه هواره کړي، قوم‌یې ومنله چې د دې شخړې په هواري کې دې طالبان منځګړیتوب وکړي.

د ښاغلي ترین په وینا طالبانو په دې شخړه کې ځکه منځګړیتوب وکړ چې د اکاخېلو د قوم ویرجنې کورنۍ له طالبانو سره اړیکې لري.

په دې اړه ګندهارا وېب‌پاڼې هڅه وکړه چې د اکاخېلو قوم د مشرانو غبرګون ترلاسه کړي، خو په دې کار بریالۍ نه‌شوه.

د دغې غونډې په اړه د ګندهارا وېب‌پاڼې د بشپړ راپور د لوستلو لپاره دا ځای کېکاږئ.

خو سیمه‌ییزو خبریالانو ازادي راډیو ته وویل چې د اکاخېلو د قوم مشران په دې اړه خبرو ته ځکه زړه نه ښه کوي چې دا مسئله ډېره حساسه ده او په‌کې افغان طالبان ښکېل دي.

ویل کېږي د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په ښکاره په بلوچستان کې د طالبانو له حضور سره مخالف دي او پر اسلام‌اباد انتقاد کوي چې په پټه د افغان طالبانو ملاتړ کوي.

د دغه ګوند مخکښ غړي او پخواني وزیر رحیم زیارتوال چې په دې جرګه کې یې ګډون کړی و، ازادي راډیو ته وویل، موږ ته روښانه نه‌وه چې افغان طالبانو د دې شخړې د هواري لپاره منځګړیتوب کړی او کله مو چې په جرګه کې د مېلمنو په څېر ګډون وکړ، نو راته ګرانه وه چې له هغې ووځو.

د دغې جرګې او د قومونو ترمنځ د شخړې په هواري کې د افغان طالبانو د رول په اړه مو هڅه وکړه چې د بلوچستان د سیمه‌ییزو چارواکو نظر واخلو، خو ډېرو یې د دې جرګې په اړه بې‌خبري وښوده.

د بلوچستان ایالت چارواکي تر ډېره له افغان طالبانو سره په تړلو مسئلو څرګندونې نه‌کوي.

XS
SM
MD
LG