د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۱

دنیا: ولسمشره! وینه په وینه نه وینځل کېږي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د سولې د ولاړ بهیر او د جګړې د شدت په اړه لیکنې او مقالې خپرې کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې پوښتنې پیل کړې چې د وژنو د دوام پایله څه ده؟

په سرمقاله کې راغلي چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې هم طالبانو بریدونو ته زور ورکړی او هم افغان ځواکونو چې په پایله کې یې دواړو لوریو ته درانه تلفات هم اوښتي، ځکه په جګړه کې حلوا نه وېشل کېږي، بلکې په کې مرګونه او ماتمونه وي.

د سرمقالې لیکوال د ولسمشر محمد اشرف غني پرونۍ دا خبرې هم را اخیستي چې وایي، په تېره يوه اوونۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې تر زرو زیات طالبان وژل شوي، خو د سرمقالې لیکوال زیاته کړې چې که ولسمشر غني دغه د زرو طالبانو د وژل کېدو دعوه رښتیا وبولو، نو معنا یې دا نه ده چې حکومت بریالی او طالبان مات شوي دي.

د ویسا په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې د ولسمشر غني دغه کمپایني رجزونه اصلاً زموږ په هېواد کې د هدیرو د ډېرېدو او دېرو د سړېدو او شړېدو په معنا دي، ځکه د زرو طالبانو په بدل کې تر زرو ډېر عام افغانان وژل کېږي، دا شان تر پنځه سوه تنه امنیتي ځواکونه هم پرې قربانېږي.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله په دې سرلیک لیکلې چې ولسمشره! وینه په وینه نه وینځل کېږي.

په دغه سرمقاله کې راغلي، له هغه وروسته چې د امریکا متحده ایالتونو له طالبانو سره د سولې خبرې ودرولې، جګړې هم زور واخیست او دواړو خواوو د يو بل د ځپلو په هدف درانه عملیات وکړل چې حکومت په کې د زرګونو طالبانو د وژلو ادعا لري.

د سرمقالې لیکوال د ولسمشر په پرونیو خبرو چې ويې ویل، په تېره يوه اوونۍ کې یې زرګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې، سخت انتقاد کړی او لیکلي یې دي چې ولسمشر غني د ټول افغانستان د جمهور رئیس په توګه له سولې پرته باید بله خبره ونه کړي، خو د واک د دوام په نشه کې یې پرون داسې څه وویل چې د يوه هېواد د ولسمشر له شان سره په هېڅ صورت نه ښايي.

د دنیا د سرمقالې لیکوال لیکي چې زموږ په باور ولسمشر باید تر بل هر چا د سولې د خبرو د بندېدو مخالف وای او اجازه یې باید نه وای ورکړی چې دغه ژوند بخښونکی بهیر دې درېدلې وای، خو له بده مرغه چې ولسمشر تر جنګسالارانو زیات د سولې د بهیر په درېدو او طالبانو ته د مرګ ژوبلې په اړولو خوشحاله شوی دی.

د دې مقالې په وروستۍ برخه کې د جګړې ښکېلو اړخونو ته ویل شوي چې وینه په وینه نه وینځل کېږي، نو غوره دا ده چې د جګړې د شدت پر ځای دې د سولې بهیر ته شدت ورکړي او د امریکا له لورې رامنځته شوی خنډ دې پخپله لرې او هېواد دې سولې او امنیت ته ورسوي.

هېواد:

د هېواد دولتي ورځپاڼې سرمقاله بیا په دې سرلیک ده چې خلیلزاد باید پر افغانستان د معاملې حساب ورکړي، په سرمقاله کې راغلي چې په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د امریکا کانګرس احضار کړی او ترې پوښتي چې د سولې په نوم یې پر افغانستان څه معامله کوله؟

هېواد لیکي چې طالبانو سره په قطر کې د خلیلزاد پټه معامله اوس نه يوازې په افغانستان او امریکا بلکې په ټوله سیمه او نړۍ کې تر سختې پوښتنې لاندې ده، د دې معاملې پر بنسټ به طالبان امریکا ته تلل او له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره به یې په ډوېډ کمپ کې د سولې تړون لاسلیک کاوه، خو د افغان حکومت او د امریکا د سیاسیونو او پوځې مشرانو تر سخت فشار لاندې دا تړون لغوه شو.

د هېواد په سرمقاله کې دا هم ویل شوي چې له طالبانو سره د خلیلزاد له پټې معاملې ان افغان ولس هم خبر نه و، په دې اړه افغان حکومت سخت غبرګون وښود خو بیا هم خلیزاد هڅه کوله چې دا هر څه لومړی پر افغان حکومت ومني او بیا يې پر امریکا وتپي.

د سرمقالې د لیکوال په باور، ښاغلی خلیلزاد باید د دغې پټې معاملې په اړه يوازې د امریکا کانګرس ته نه، بلکې افغان حکومت ته هم حساب ورکړي.

د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې د لیکوال په خبره، په قطر کې هڅه کېده چې له افغانستانه د نړیوالو ملاتړ ختم کړی شي، څو دښمن ته میدان خالي او افغانستان يوځل بیا د ترهګرۍ پر ځالې بدل او سیمه او نړۍ په ځانګړې توګه امریکا پرې وګواښل شي چې دا نه افغانانو ته د منلو ده او نه هم د سیمې او نړۍ په ګټه ده.

XS
SM
MD
LG