مسیر:
مسیر ورځپاڼې په لومړۍ پاڼه کې په غټو ټکو لیکلي چې کندز ښار د درېیم ځل لپاره د وېرې اوچوونکې جګړې شاهد و چې درانه مالي زیانونه یې واړول.
مسیر ورځپاڼې خپله سرمقاله هم همدغې موضوع ته ځانګړې کړې او پر حکومت یې انتقاد کړی چې د امنیت د ټینګښت په برخه کې ېې پر ژمنو عمل نه دی کړی.
ویسا:
ویسا ورځپاڼې هم خپله سرمقاله د کندز پر مرکز حملې ته ځانګړې کړې او دغه پېښه یې لویه غمیزه ګڼلې ده.
سرمقاله لیکونکي لیکلي چې طالبانو څو ځلې پر کندز، غزني او فراه ولایتونو یرغلیز بریدونه وکړل چې اصلي قربانیان یې ملکي کسان وو.
سرمقاله لیکي، پر کندز ښار پرونۍ حمله دا ښيي چې حکومت ان د لویو ښارونو امنیت نه شي ساتلی.
ویسا په یو بل مطلب کې د ولسمشر د ویاند صدیق صدیقي له قوله لیکلي چې د افغانستان د راتلونکي نظام د جوړښت پر سر په قطر کې بحث نه کېږي.
ماندګار:
ماندګار ورځپاڼې په لومړۍ پاڼه کې د کندز ښار د څلورلاري د تصویرونو د خپرولو ترڅنګ لیکلي چې دغه ولایت وژغورئ!
په مطلب کې په ولسي جرګه کې د کندز د استازې فاطمې عزیز له قوله لیکل شوي چې طالبانو د حکومت د بې کفایتۍ له امله د دغه ولایت پر مرکز حمله وکړه.
دغه ورځپاڼه په یوه بل مطلب کې لیکي، امریکا او طالبانو د سولې هوکړې ته د رسېدو په خاطر خبرې کړي دي.
د مطلب لیکوال لیکلي، امریکايي چارواکو او طالب پلاوي په قطر کې ویلي چې ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې د دواړو لورو له خوا د سولې د هوکړې متن تیار شي.
انیس:
انیس دولتې ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې د کندز پرونۍ پېښې ته اشاره کړې او د دفاع د سرپرست وزیر اسدالله خالد له قوله یې لیکلي چې په کندز کې د تېر کال پېښه نه تکرارېږي.
په مطلب کې د ښاغلي خالد له قوله زیاته شوې چې پر کندز د طالبانو حمله پای ته رسېدلې چې په هوايي حمله کې یې لسګونه طالبان وژل شوي دي.
په مطلب کې د کورنیو چارو د سرپرست وزیر مسعود اندرابي له قوله لیکل شوي چې ځانګړي ځواکونه کندز ولایت ته رسېدلی او د ښار په بېلابېلو سیمو کې تصفیوي عملیات روان دي.
سرخط:
سرخط ورځپاڼې لیکلي چې په قطر کې د امریکايي چارواکو او طالب پلاوي د سولې خبرې نهمې ورځې ته ورسېدې.
په مطلب کې د امریکايي چارواکو او د طالبانو د قطر د دفتر د ویاند له خولې لیکل شوي چې د هوکړې پر متن وروستي بحثونه روان دي.