د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۹

مسیر: لنډمهالی حکومت اوازې که حقیقت؟


د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو د سولې د روانو هلو ځلو او په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت د راپورونو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.

مسیر:

مسیر ورځپاڼې لیکلي دي چې لنډمهالی حکومت اوازې که حقیقت؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې تازه الجزیرې ټلویزیون راپور خپور کړی چې ګوندې په قطر کې طالب استازو او امریکايي پلاوي په څوارلس میاشتني اوربند هوکړه کړې ده.

سرمقاله لیکونکی لیکي چې اوس دواړه لوري د دغه حکومت د تمویل پر لارو چارو بحث کوي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې که څه هم طالبانو دا خبره رد کړې او اوازه يې بللې، خو الجزیره ټلویزیون چې له دوحې خپرونې کوي، دا خبر به يې خامخا د لوړ پوړو قطري چارواکو په حواله ورکړی وي او ډېر امکان شته چې په افغانستان کې لنډمهاله حکومت د دواړو لوریو د خبرو یوه برخه وي.

سرمقاله لیکونکی لیکي، دا چې دواړه لوري طالبان او امریکا د لنډمهالي حکومت خبرونه ردوي، یو دلیل يې دا دی چې وړاندې طالبانو ویلي وو چې له امریکا سره د افغانستان د کورنیو مسایلو په اړه خبرې نه کوي، خو واقعیت دا دی چې دواړو لوریو په ډېرو افغاني مسایلو هم خبرې کړي دي.

د سرمقالې لیکوال باور لري چې طالبان ځکه دا خبر ردوي چې د دوی له پخواني دریځ سره ټکر لري او بیا په دې خاطر په دې اړه څه نه وايي چې ګوندې د افغانانو په کورنیو مسایلو کې لاس وهنه بلل کېږي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې انتخابات که سوله، کوم یو يې سرنوشت ټاکونکې پروسه ده؟

سرمقاله لیکونکي په افغانستان کې د امریکا د سفیر جان بس وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې جان بس بلخ ته د سفر پر مهال ویلي چې دوی ته د انتخاباتو پر ځای سوله لومړیتوب لري، ځکه دا د افغانستان د خلکو غوښتنه ده، خو سرمقاله لیکونکي د ولسمشر محمد اشرف غني وروستۍ څرګندونې هم راخیستي چې ویلي یې وو، سوله د انتخاباتو په وړاندې خنډ کېدای نه شي او انتخابات به په خپل وخت ترسره کېږي.

د سرمقالي لیکوال وړاندیز کوي چې دا باید په ډاګه شي چې بالاخره څه کېږي، ځکه په وینا يې، همدې نامعلوم حالت د خلکو اندېښنې راپیدا کړي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې خلک با عزته سوله غواړي.

وړاندې سرمقاله لیکونکی لیکي، په دې کې شک نشته چې ټول افغانان سوله غواړي او له جګړې ستړي شوي دي، خو د سرمقالې لیکوال د بین الافغاني خبرو اترو د ژر پيل غوښتنه کوي.

سرمقاله لیکونکی باور لري چې تر هغې چې بین الافغاني خبرې اترې نه وي شوي او اوربند نه وي شوی، تمامې ستونزې به پر خپل ځای وي.

XS
SM
MD
LG