د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۰

افغانستان

محمد محقق د عبدالله عبدالله له ټیم سره یوځای شو

د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند او د ملي وحدت حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال مشر محمد محقق
د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند او د ملي وحدت حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال مشر محمد محقق

د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق د ثبات او همپالنې په نوم له انتخاباتي ډلې سره یوځای شو.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مشري د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس او جمهوري ریاست ته نوماند، عبدالله عبدالله کوي.

د دې ډلې ویاند، فریدون خوځون نن د اګسټ په ۲۲مه ازادي راډیو ته وویل چې محمد محقق به سبا په کابل کې په یوه غونډه کې خپل رسمي موقف اعلان کړ.

محمد محقق مخکې د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال په انتخاباتي ډله کې مرستیال و.

ښاغلي محقق د ازادي راډیو پرله‌پسې اړیکو ته ځواب ورنه‌کړ.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په کندز ښار کې د کابل بانک مخې ته چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده

د راپورونو له مخې په کندز کې نن یوې چاودنې مرګژوبله اړولې ده. رویټرز خبري آژانس په کندز کې د طالبانو د امنیتي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې وايي، دا یو ځانمرګی برید و، او پنځه کسان یې وژلي دي.

ځینو کورنیو رسنیو په چاودنه کې د پنځو کسانو د وژل کېدو او اوو تنو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

مخکې د طالبانو امنیه قوماندانۍ رسنیو ته پېښه تایید کړې وه او د قوماندانۍ ویاند جمعه الدین خاکسار ویلي و، چې چاودنه په کندز ښار کې د کابل بانک ودانۍ ته څېرمه شوې ده.

د راپورونو له مخې نننۍ چاودنه داسې مهال شوې ده چې ګڼو خلکو د خپلو معاشونو د ترلاسه کولو لپاره د کابل بانک مخې ته انتظار کاوه.

سمدستي د دې برید پړه کومې ډلې نه دی منلی.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر وايي په افغانستان کې امریکايي وسلې د داعش لاس ته لوېدلي

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نابینزیا
په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نابینزیا

په ملګرو ملتونو سازمان کې د روسیې سفیر وایي افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د داعش خراسان ولایت څانګې فعالیتونه تصادفي او بې علته نه دي.

واسیلي نابینزیا امنیت شورا ته د افغانستان په اړه په بیګانۍ غونډه کې ادعا کړې چې نړیوالې ټولنې افغانستان کې امریکايي وسلو ته د داعش په څېر د ترهګرو ډلو د لاسرسي مخه سمه نه ده نیولې.

هغه زیاته کړه چې له افغانستانه د ناټو ګډوډ وتل د دې لامل شول چې ګڼې وسلې پاتې شي او بالاخره د داعش لاس ته ولویږي. د روسیې سفیر وویل شرایط باید له پامه ونه غورځول شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې پرون د افغانستان په اړه په ځانګړې غونډه کې په دې بحثونه وشول چې داعش افغانستان او سیمه کې یو ترهګریز ګواښ دی.

په کندز کې یوه درنه چاودنه شوې

د کندز نقشه
د کندز نقشه

په کندز کې نن سهار یوه درنه چاودنه شوې ده. په دغه ولایت کې د طالبانو امنیې قومنداني رسنیو ته دا پېښه تایید کړې.

د قومندانۍ د ویاند جمعه الدین خاکسار په حواله راغلي چې چاودنه په کندز ښار کې د کابل بانک ودانۍ ته څېرمه شوې.

د پېښې د احتمالي تلفاتو په اړه لا څه جزییات نه دي خپاره شوي خو ویره یې شته چې خلکو ته به مرګژوبله اوښتي وي.

د راپورونو په اساس چاودنه داسې وخت شوې چې ګڼو خلکو د خپلو معاشونو د ترلاسه کولو لپاره د کابل بانک دباندې انتظار کاوه.

کومې ډلې سمدستي د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

له چین څخه افغانستان ته د کارګو رېلګاډی افغانستان ته روان شوی

له چین څخه یو کارګو یا باروړونکی ریلګاډی پرون (دوشنبې) د دغه هیواد له چونګ‌چینګ ښاره د افغانستان په لور روان شو.

د چینايي رسنیو د راپور له مخې، په دې ریلګاډي کې مخابراتي تجهیزات او نور وسایل بار دي او تمه کېږي چې له ۱۲ تر ۱۵ ورځو پورې به افغانستان ته ورسېږي.

چینايي چارواکو دا افغانستان ته د ریلګاډي په وسیله په مستقیم ډول د سوداګري وسایلو د لېږدولو یوه نوې لار بللې او ویلي چې ریلاګاډی به یې له قزاقستان او ازبکستان څخه په تېریدو چونګ‌چینګ او افغانستان سره ونښلوي.

په دې ریلګاډي کې د چین د "ZTE" مخابراتي شرکت له خوا جوړ شوي مخابراتي وسایل به د افغانستان د مخابراتي شبکو د پراختیا لپاره وکارول شي.

په فراه کې د ماین چاودنې ۵ تنو مرګ ژوبله واړوله

د فراه ولایت په ابونصرفراهي بندر کې د یوه موټر په لاره کې د ماین د چاودنې له امله دوه تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

د ایران په پوله کې د ابونصرفراهي بندر کمیشنر محمد اسماعیل زاهد، وویل چې دا پېښه پرون (دوشنبې) ماسپښین هغه مهال وشوه، چې یو موټر د دې ولایت په سرحدي سیمو کې پر خښ شوي ماین وخوت.

د ده په وینا، ماسن په پخوا کلونو کې خښ شوی و.

طالبانو د دې پېښې د قربانیانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

د ملګروملتو د راپورونو له مخې، افغانستان لا هم د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه دی چې ډېر ماینونه او ناچاودې مرمۍ پکې پاته دي او د هغو د چاودنو له کبله هر کال سلګونه انسانان په تیره بیا ماشومان وژل کېږي.

د سره صلیب کمېټه وايي، د افغاني سره میاشت ټولنې په همکارۍ یې مرستندویې چارې پراخې کړي

د سره صلیب نړیواله کمېټه (ICRC) وايي چې افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې له سخت بشري بحران سره مخامخ و.

دې کمېټې پرون (دوشنبې) په یوه راپور کې ویلي چې میلیونه افغانان د اقتصادي ستونزو، لسیزو جګړو او طبیعي ناورینونو له امله روغتیا، خوراکي توکو او پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخو کې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان وو.

دې ادارې ویلي چې له افغاني سره میاشت ټولنې سره په همکارۍ یې خپلې مرستندویې چارې پراخې کړي، څو د افغانانو لپاره طبي خدمات، مالي مرستې او مهم اساسي خدمتونه مهیا کړي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د راپور له مخې، دوی د افغاني سره میاشت ټولنې په همکارۍ نژدې یو میلیون افغانانو ته؛ چې ۶۵ سلنه یې ښځې او ماشومان وو—په ۴۷ کلینیکونو کې لومړني روغتیایي خدمات وړاندې کړي دي. همداراز یې څه باندې ۳۱۲ زره ډوزه واکسین تطبیق کړی، او ۸ زره ۷۸۸ ماشومانو، چې د خوارځواکۍ له ستونزې سره مخامخ وو، د دوی د تغذیې له پروګرامونو څخه ګټه اخیستې ده.

ازبکستان وايي ۶۰۰ کیلو چرس یې کشف او ضبط کړي

د منځنۍ اسیا رسنیو پرون د ازبکستان د امنیتي چارواکو په قول وویل چې د دغه هیواد د دولتي خدماتو ادارې او د ګمرک کمېټې د سرخان‌دریا په سمه کې ۶۰۰ کیلو چرس کشف او ضبط کړل.

د ازبکستان د ګمرک کمېټې ویلي چې دا چرس، چې ارزښت یې ۱۶.۵ میلیون ډالرو ته رسېږي، غالباً له افغانستان څخه ازبکستان ته قاچاق کېدل.

د چارواکو په وینا، دا چرس د جاروګانو د لاستو په منځ کې پټ کړل شوي وو.

دوی وايي چې جاروګان، چې شمېر یې ۵۰۰ ته رسیده، په یوه لارۍ کې وړل کېدل.

د خوړو نړیوال پروګرام، په افغانستان کې ۲۵ زره ټنه حبوبات وېشلي

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د دوشنبې په ورځ د حبوباتو د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل چې تېر کال یې ۲۵ زره ټنه لوبیا، نخود، دال او نور یې تر اوو لکو څخه زیاتو افغانانو ته وېشلي دي.

دې ادارې د دوشنبې په ورځ په یوه خبرلیک کې، چې په خپله ایکسپاڼه کې یې خپور کړی دی، زیاته کړې چې دا مرسته د اروپايي اتحادیې، جرمني، جاپان او امریکا په مالي ملاتړ شوې ده.

WFP وايي، دا حبوبات د ژوند ژغورونکې مرستې په توګه وېشل شوي دي.

د ماش، لوبیا، عدس، دال او نخود په څېر حبوبات، چې په افغانستان کې یې بیه نسبتاً ارزانه ده، ډېر پروټین او معدني مواد لري.

فراه کې چاودنې دوه کسان مړه او درې ټپيان کړي

په چاودنه کې د تخریب شوي موټر عکس - پخوانی
په چاودنه کې د تخریب شوي موټر عکس - پخوانی

د فراه ولایت د ابو نصر فراهي بندر د طالبانو کمیسار ویلي چې بندر ته په لاره کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د فراه ولایت د ابو نصر فراهي بندر د طالبانو کمیسار ویلي چې بندر ته په لاره کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

محمد اسماعیل زاهد وویل چې د دغو کسانو موټر د دوشنبې په ماسپښین هغه مهال د سړک غاړې په ماین ور برابر شو چې دوی د بار لپاره فراه ته روان وو.

د هغه په وينا، ماین له پخوا څخه پاتې و.

د افغانستان د پرځول شوي جمهوریت چارواکو پر طالبانو تور لګولی چې په هیواد کې واک ته له رسیدو دمخه یې د سړک غاړې ماینونه ښخ کړي وو.

په هغه وخت کې، د ځمکنیو ماینونو چاودنو ډیری ملکيانو ته تلفات اړول.

د ناروې شورا د امریکا د مرستو د ځنډېدو په خاطر افغانستان کې خپل فعالیت وځنډاوه

د ناروې د کډوالو شورا د پروګرامونو یوه برخه
د ناروې د کډوالو شورا د پروګرامونو یوه برخه

د ناروې د کډوالو شورا، نن اعلان کړی چې د امریکا د بهرنیو مرستو د ځنډ له امله یې د افغانستان په ګډون په څو هیوادونو کې خپل بشري فعالیتونه وځنډول.

دې شورا په یوه بیان کې ویلي دا لومړی ځل دی چې دوی اړ شوي چې د جګړې، ناورینونو او بې ځایه کیدو څخه اغیزمن شوي نږدې ۲۰ هیوادونو کې د سلګونو زرو خلکو لپاره روان او بیړني بشري فعالیتونه وځنډوي.

په بیان کې ویل شوي چې د ناروې د کډوالو شورا اړ ده د افغانستان په شمول په ګڼو هېوادونو کې خپل مرستندویه کارکونکي له دندو ګوښه کړي، او ډیر ژر به په بورکینا فاسو او د سوډان په دارفور سیمه کې د امریکا لخوا تمویل شوي مهم بشري پروګرامونه وځنډوي.

دې شورا ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې یې د امریکا متحده ایالتونو په مالي مرستو یو میلیون او شپږ لکه کسانو سره مرستې کړې دي.

د امریکا ولسمشر په یوه اجرايي فرمان سره د دغه هېواد بهرنۍ مرستې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي د امریکا هر ډالر چې مصرفیږي باید د امریکا د امن، سوکالۍ او پياوړتیا لپاره وي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG