د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۹

ملي ارمان: په افغانستان کې باید د سولې ضمانت وشي


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ د افغان سولې او د انتخاباتو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

هېواد:

د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، سوله او انتخابات د افغانانو دوه ستر لومړیتوبونه دي.

په سرمقاله کې راغلي، په افغانستان کې له یوې خوا د سولې هڅې ګړندۍ شوي او له بلې خوا انتخاباتو ته دوه میاشتې پاتې دي چې دواړه د افغانانو لپاره ډېر اړین دي او باید هر یو ته په خپل وخت کار وشي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، افغانان باید دواړه ترسره کړي، خو د سولې په پلمه د انتخاباتو ځڼدول د ولسواکۍ او ملي ارادو پرضد عمل دی.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، سوله او انتخابات دواړه په پردیو لاسونو کې دي.

وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې چې سره له دې چې محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د انتخاباتو په پروسه کې تاوده روان دي، خو که انتخابات ترسره هم شي، پایلې به یې ولس او نورو نوماندانو ته د منلو نه وي.

د لیکوال په باور، واقعیت دا دی چې افغان ولس په خپلو ملي پروسو او برخلیک کې د خپلې ارادې او واک خاوندان نه دي او ولس به ګام په ګام د پردیو د موخو لپاره بدمرغۍ او نامردۍ بدرګه کوي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي، په افغانستان کې باید د سولې ضمانت وشي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، ممکن د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې سند لاسلیک شي چې له مخې یې د یو شمېر بهرنیو ځواکونو د احتمالي وتلو په ګډون ځیني ابتدايي ګامونه واخیستل شي.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې که په هر هېواد کې د سولې تړون لاسلیک کېږي، باید سیمه ییز او د نړۍ تاثیر لرونکي هېوادونه یې تضمین کړي چې دغه توافق به بیا ځواب ویوونکې او ښې پایلې ولري.

اصلاح:

اصلاح دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، د سولې په خبرو کې باید ارزښتونه او لاسته راړونې قرباني نه شي.

د سرمقالې د لیکونکي د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې ډېر ژر د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ اتم پړاو خبرې په دوحه کې پيل شي چې دا ښه خبر دی.

لیکوال سپارښتنه کوي چې افغانان داسې تلپاتې سوله غواړي چې د نوي نسل غوښتنې او د تېرو اتلسو کلونو لاسته راړونې په کې خوندي وي.

XS
SM
MD
LG