نړۍ
رسنۍ: امریکایي استخباراتو د حمزه بن لادن د مرګ معلومات ترلاسه کړي
امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد استخباراتي ادارو د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن د زوی حمزه بن لادن د مرګ په اړه یې معلومات ترلاسه کړي.
د این بي سي ټلویزوني شبکې د درېیو امریکايي چارواکو له قوله چې نومونه یې نه دي یاد شوي، د حمزه بن لادن د مړینې خبر تأیید کړی دی.
خو د نوموړې د مړینې سبب او ځای تر اوسه څرګند نه دي.
سره له دې چې خبریالانو په دې اړه پرون د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ پوښتنه وکړه، خو هغه وویل چې په دې هکله تبصره نه کوي.
د امریکا متحده ایالاتونو د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې حمزه بن لادن په اړه د دقیقو معلوماتو ورکولو په بدل کې یو میليون ډالر جایزه اعلان کړې وه او ویلې یې وو چې د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن د القاعده شبکې په یو رهبر د بدلېدو په حال کې دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ټرمپ وايي، د غزې ملکیت دې امریکا ته ورکړل شي څو یوه ښکلې سیمه ترې جوړه کړي
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ دا احتمال نه دی رد کړی چې امریکايي ځواکونه د غزې تړانګې ته واستوي او وړاندیز یې وکړ چې د غزې اوسیدونکي د تل لپاره له دې قلمرو څخه ووځي.
ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې پرون په سپینه ماڼۍ کې په داسې حال کې وکړې چې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو یې څنګ ته ولاړ و. هغه وړاندیز وکړ چې د غزې ملکیت دې متحدوایالتونو ته ورکړل شي څو آباده یې کړي.
د ټرمپ دا لانجمنې څرګندونې ښايي په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ چې امریکا او اروپايي ټولنه یې یوه تروریستي ډله بولي، د اوربند او له دواړو خواوو د برمته وو او بندیانو د خوشې کېدو لپاره هڅې زیانمنې کړي.
په منځني ختیځ کې د امریکا متحدانو، مصر او اردن دا نظر رد کړی او ټرمپ ته یې خبرداری ورکړی چې له غزې څخه د فلسطینیانو بېځایه کول به د منځني ختیځ ثبات زیانمن کړي، دا کړکېچ به نور هم پراخ او په سیمه کې د دوو دولتونو د رامنځ ته کولو د پلان لپاره د امریکا او نورو متحدانو د کلونو هڅې به بې نتیجې پاتې شي.
ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په روانه اونۍ کې د غزې د اوربند د موافقې په اساس خبرو دوام درلود او په دې ترڅ کې ژمنه وشوه چې له پنځلس میاشتنۍ جګړې وروسته د جګړه ځپلې غزې اوسېدونکو ته بشري مرستې او د بیارغونې تجهیزات واستول شي.
زیلینسکي د اوکراین او روسیې ترمنځ سولې ته مشروط چمتووالی وښود
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وايي، دی له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره له خپل سیال ولادیمیرپوتین سره خبرو ته چمتو دی خو ده زیاته کړه چې دا کار به هغه مهال وکړي چې په اوکراین کې د سولې د ټینګښت یوازینۍ لاره همدا وي.
ښاغلي زیلینسکي له یوه برتانوي خبریال سره په پرونۍ مرکه کې وویل که خلک فکر کوي چې د جګړې ستونزه باید له ډيپلوماتیکې لارې اواره شي نو موږ دې ته چمتو یو، خو په دې خبرو کې باید امریکا، اروپا، اوکراین او روسیه ټول ګډون وکړي.
زیلینسکي پر روسیې د لګېدلو بندیزونو د لیرې کولو په اړه خبرداری ورکړ او په عین حال کې یې دا پوښتنه رابرسېره کړه چې آیا د اوکراین د امنیتي ضمانت لپاره به اټومي وسلو ته اړتیا وي که نه.
د اسماعیلیه شیعه ګانو مذهبي مشر کریم آغاخان د ۸۸ کلونو په عمر په حق ورسېد
د آغاخان بنسټ او د اسماعیلیه شیعه مسلمانانو مذهبي ټولنې پرون (د سلواغې ۱۶مه) په یو بیان کې اعلان وکړ چې شهزاده کریم الحسیني څلورم آغاخان او د اسماعیلیانو ۴۹ میراثي امام په داسې حال کې چې کورنۍ یې ورسره وه، په پرتګال کې په حق ورسېد.
د بیان له مخې د کریم آغاخان د ځایناستي نوم به د هغه له وصیت سره سم د کورنۍ او مذهبي مشرانو په مخکې وروسته اعلان شي. د دې اعلان نېټه نه ده ښودل شوې. د اسماعیلیه ویبسایټ د معلوماتو له مخې د آغاخان ځایناستی به د نوموړي د کورنۍ یا نژدې خپلوانو له نارینه غړو څخه غوره شي.
آغا خان په شل کلنۍ کې هغه مهال چې د هاروارډ پوهنتون محصل و، د اسماعیلیانو د مذهبي مشر په توګه غوره شو.
هغه د افغانستان، تاجکستان او بنګلدېش په ګډون په څه باندې ۳۰ وروسته پاتې هېوادونو کې د میلیونونه ډالرو په لګښت ودانۍ، روغتونونه، ښوونځي او کورونه جوړ کړي او میلیونونه پلویان لري. د آغاخان خیریه بنسټ چې په افغانستان کې هم د مرستې ګڼې پروژې تمویلوي، د رغنیزو پروژو لپاره یو میلیارد ډالره کلنۍ بودیجه لري.
په سویډن کې پنځه کسان د ځوانانو په یوه تعلیمي مرکز کې په ډزو ټپیان شوي
په سویډن کې پنځه کسان د ځوانانو په یوه تعلیمي مرکز کې په ډزو ټپیان شوي.
د سویډن رسنیو نن پرته له دې چې دقیقه سرچینه وښيي د پېښې خبر ورکړ. دا پېښه په اوریبرو Orebro ښار کې چې د پلازمېنې ستوکهولم د لویدیځ په ۲۰۰ کیلومترۍ کې پروت دی شوې ده.
تراوسه معلومه نه ده چې ایا د دې ډزو عامل هم په ټپیانو کې شامل دی که نه.
د ټپیانو د روغتيايي وضعیت په اړه هم تراوسه جزییات نه شته. پولیسو یوازې دومره ویلي دي چې د ټپیانو په ډله کې د دوی کسان نه شته.
اوکراین وايي، د روسیې ۳۷ بې پیلوته الوتکې یې ویشتلې دي
د اوکراین پوځ وايي چې د روسیې ۳۷ بې پیلوټه الوتکې یې ویشتلې دي.
په یوه بیان کې چې د اوکراین پوځ نن خپور کړ، راغلي دي چې اوکرایني ځواکونو د تېرې شپې په اوږدو کې د روسیې د پوځ له خوا د ۶۵ ویشتل شویو ډرونونو له ډلې ۳۷ یې په نښه کړي او له منځه یې وړې دي.
بیان زیاتوي چې پاتې ۲۸ ډرونونه د اهدافو په ویشتلو کې پاتې راغلي دي.
روسیه دا تازه بریدونه داسې مهال کوي چې کییف له مسکو سره د سولې لپاره د واشنګټن پلان پرون وروسته له هغه رد کړ چې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین له خپل اوکرایني سیال ولودیمیرزیلینسکي سره د خبرو غوښتنه رد کړه.
کییف وویل چې د متحدوایالتونو د سولې طرح اوکراین ته سوله نه شي راوستلی. د اوکراین او روسیې لپاره د متحدوایالتونو د ولسمشر ډونالډټرمپ ځانګړي استازي کییت کېلوګ د یکشنبې په ورځ وویل چې که دواړه لوري سوله غواړي نو باید یوبل ته امتیاز ورکړي.
د سوریې موقت ولسمشر ترکیې ته سفر کوي
په پام کې ده چې د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع نن د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ګوري.
الشرع له سعودي عربستان څخه ترکیې ته ځي او تمه ده چې غرمه مهال پلازمینې انقرې ته ورسیږي.
سوریه او ترکیه شاوخوا ۹۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري.
ترکیې د بشار اسد له رژیم سره اړیکې نه لرل او د اسد د رژیم د مخالفو ډلو ملاتړ یې کاوه. تمه ده د الشرع او اردوغان تر منځ په ناسته کې د سوریې په بیارغونه او د کُردانو پر حساسه مسله بحث وشي.
د امریکا ولسمشر د اسراییلو له صدراعظم سره ګوري
په پام کې ده د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ نن (د فبروري ۴مه) د اسراییلو له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره وګوري.
تمه ده چې دواړه مشران به د اسراییلو او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو د عادي کولو او د ایران د اټومي پروګرام له پلوه د اندېښنو په اړه خبرې وکړي خو دوی د خبرو د اجنډا په سر کې به په غزه کې د اوربند د موافقې له مخې د اسراییلي برمته وو د خوشې کولو د دوهم پړاو په اړه بحثونه وي.
دا په داسې حال کې ده چې نتنیاهو د خپل ښي پالي ائتلافي متحد تر کلک فشار لاندې دی چې له حماس سره موقت اوربند پای ته ورسوي.
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت؛ د USAID لګښتونه د امریکا له ملي ګټو سره سمون نه لري
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د نړیوالو پراختیايي مرستو اداره USAID له اوږدې مودې راهیسې په بهر کې د امریکا د ګټو د مسوولانه پراختیا له اصلي ماموریت څخه وتلې ده.
دې وزارت بېګا شپه په یوه بیان کې وویل چې د USAID د تمویل لویه برخه د امریکا د ملي ګټو له اساساتو سره سمون نه لري.
د بیان له مخې د دې ادارې د کنټرول د بیا ترلاسه کولو او د فعالیتونو د ښه سمون په هدف ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوس لپاره د دې ادارې موقته مشري د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو ته سپارلې ده.
ښاغلي روبیو د USAID د بهرنیو مرستو او فعالیتونو د ارزونې په اړه کانګرس ته خبر ورکړی.
په عین حال کې د کانګرس یوشمېر ډموکراټ غړي د USAID په ملاتړ د دې ادارې مخې ته راټول شوي وو. د راپورونو له مخې پرون د USAID کارکوونکي خپلو دفترونو ته نه وو تللي.
د سرطان پرضد د مبارزې نړیوال ورځ؛ سږنی شعار یې د سرطان پرضد د ګډې مبارزې پر هڅو ټینګار دی
نن د فبروري ۴مه د سرطان پرضد د مبارزې نړیواله ورځ ده. سږکال د دې ورځې شعار له سرطان سره د مبارزې په برخه کې پر ګډو نړیوالو هڅو ټینګار دی.
افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې له سرطان سره د مبارزې په برخه کې د امکاناتو د نشتوالي له کبله وروسته پاتې دی.
د سرطان پرضد د مبارزې د بنسټ د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال تر پایه د سرطان د ناروغانو شمیر شاوخوا ۵۰۰ زره کسانو ته رسیده. د لازمو روغتیايي امکاناتو او خدماتو د نشتوالي له وجې له دې ډلې د مړینو شمېر نژدې ۷۶ سلنه راپور شوی دی.
په افغانستان کې په اوسط ډول هرکال شاوخوا شل زره تنه په سرطان اخته کېږي چې اکثر د سینې، معدې او سږو سرطانونه دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي یو.اس.اېډ له ډېر وخته له خپل اصلي مسیر وتلې
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د متحده ایالتونو د نړیوالو پراختیايي مرستو اداره یو اس اېډ له اوږدې مودې راهیسې په بهر کې د امریکا د ګټو د مسوولانه پراختیا له اصلي ماموریته وتلې ده.
دغه وزارت په یوه بیان کې بېګا شپه ویلي چې د یو اس اېډ د تمویل یوه لویه برخه د امریکا د ملي ګټو له اساساتو سره سمون نه خوري.
د بیان په اساس د یادې ادارې د کنټرول د بیا ترلاسه کولو او د فعالیتونو د ښه پوهاوي په هدف د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوس لپاره د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته د دې ادارې موقته مشري هم سپارلي ده.
ښاغلي روبیو د یو اس اېډ د بهرنیو مرستو او فعالیتونو د ارزونې په اړه کانګرس ته خبر ورکړی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې ویلي دا باید ډاډمنه شي چې د امریکا د نړیوالو پراختیايي مرستو اداره یو اس اېډ د امریکا د لومړیتوب له اجنډا سره سمون وخوري او د امریکایي مالیه ورکوونکو ډالر ضایع نه شي.
له دې سره هممهاله د امریکا د کانګرس ځینو ډموکراټ غړیو د یو اس اېډ په ملاتړ د یادې ادارې مخته ور ټول شوي وو.
د راپورونو په اساس پرون د یو اس اېډ کارکوونکي خپلو دفترونو ته نه وو تللي.