کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو ننیو ګڼو کې تر ډېره د انتخاباتي کمپاینونو او د ملي يووالي حکومت د پنځه کلنو کړنو په تړاو مسایل خپاره کړي دي.
دنیا:
دنیا خپلواکې ورځپاڼې د (ویده کاندیدان او تېره حکومتیان) په نوم سرمقاله کې لیکلي، که څه هم د ټاکنو کمېسیون اعلان کړی چې د جمهوري ریاست ټاکنیز کمپاینونه په رسمي توګه تر راتلونکو څو ساعتونو پورې پېلېږي، خو خبر نه دي چې د ملي يووالي حکومت مشران له تېرو څو میاشتو راهیسې ګرم کمپاینونه کوي.
په سرمقاله کې راغلي، د ولسمشر په ګډون د حکومت زیاتره چارواکي له وخته وړاندې په کمپایني چارو بوخت دي او ټول په دولتي او شخصي دفترونو کې خلک په راتلونکو ټاکنو کې د موجوده ټیم ملاتړ ته رابولي، د سرمقاله لیکونکي په خبره، دغه کارونه د ټاکنو د ټولو نورمونو او اصولو خلاف عمل دی.
د سرمقالې لیکوال لیکي، که څه هم د ولسمشریزو ټاکنو ګڼو نوماندانو حکومت په ټاکنو کې د سازمان شویو تقلب په کولو تورنوي او ټینګار لري چې حکومت په راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو کې د منظمو درغلیو پلان لري، خو تر اوسه هېڅ چا هم د دوی پر خبرو غوږ نه دی ګرولی او نه هم دوی داسې کره اسناد وړاندې کړي چې له امله یې پر حکومت فشار راوستل شي.
هشت صبح:
د هشت صبح ورځپاڼې سرمقاله هم د انتخاباتي کمپاینونو پر پیلېدو څرخي، په دغه سرمقاله کې راغلي چې په تېرو ټاکنیزو منډو ترړو کې تر ډېره نوماندانو هڅه کوله چې خپلې قیافې خلکو ته وښيي، نو د دې کار لپاره نوماندانو خپل لوی لوی عکسونه چاپول او په داسې ځایونو کې یې لګول چې زیات خلک یې وویني، له بله اړخه یو شمېر نوماندانو کوښښ کاوه چې له قومي اړخه د خلکو احساسات راوپاروي او له دې لارې رأیې وګټي.
خو د سرمقاله لیکوونکي په باور، په را روان پړاو ټاکنو کې تېرې نمایشې کړنې کوم ځای نه نیسي، ځکه خلک اوس د نوماندانو پروګرامونو او پلانونو ته ګوري او د خپلې خوښې نوماندان ټاکي، که يو نوماندان نه توانېږي چې د هېواد د امنیت، اقتصاد، د قانون پلې کېدو او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره خپلې عملي طرحې وړاندې نه کړي او خپله معقوله بهرنۍ تګلاره خلکو ته روښانه نه کړي، خلک ورته رأیه نه ورکوي.
د سرمقالې د لیکوال په باور، نوماندان باید د تورونو له پورې کولو او له غیر عملي ژمنو ډډه وکړي او له قانون سره سم خپلې کمپایني چارې پرمخ يوسي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې خپله سرمقاله په يوې پوښتنې پيل کړې او لیکلي یې دي چې بدلون راځي، خو څه ډول به وي؟
د سرمقالې لیکوال لیکلي، له تېرو دوو کلونو راهیسې د ولسوالیو سقوط، لوی بریدونه او د امنیتي ځواکونو په ګډون د مرګ ژوبلې زیاتوالی دا ښيي چې حکومت ډېر کمزوری شوی دی.
په سرمقاله کې راغلي چې اوس حکومت او خلک دواړه په دې پوهېږي چې په اطرافو کې طالبان ډېر پیاوړي شوي دي، البته دغه پياوړتیا یې د حکومت د کمزورۍ او په عام ډول د ولس له برخلیک څخه د بې پروایۍ پایله ده، ولس مجبور شوی چې بیا د بالقوه ځواک ترڅنګ ودرېږي چې طالبان دي.
په سرمقاله کې د حکومت له خوا په بېلابېلو نومونو د وسله والو ډلو جوړول، په بلخ ولایت کې د مخابراتي شبکو بندېدل، د تخار ولایت په دشت قلع ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د عمري په نوم د ښارګوټي جوړول او بیا بېرته د حکومت له خوا د دغه ښارګوټي نړول د حکومت د کمزورۍ او د ولس د ژوند او برخلیک سره د بې پروايۍ څو مثالونه ښودل شوي دي.
د سرمقالې د لیکوال په باور، واقعیت دا دی چې څومره د حکومت عمر ورستیو شپو ورځو ته نږدې کېږي د باج او جبر بوج یې پر ولس زیاتېږي او څومره چې په اطرافو کې عام ولس له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي، يو لامل به یې همدغه وي چې حکومت او اداره به په کش او فش او فساد کې تر غوږو ډوبه وي.