د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۰

صفیه صدیقي: هڅه او مبارزه مو بریالیتوب ته رسوي


صفیه صدیقي د ازادي راډيو د مخکښې ښځې په خپرونه کې
صفیه صدیقي د ازادي راډيو د مخکښې ښځې په خپرونه کې

د دې اوونۍ د مخکښې ښځې په خپرونه کې د افغانستان د نوښت، سولې او پرمختګ موسسې مشره صفیه صدیقي مو مېلمنه ده.

هغه تر دې مخکې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې وه، د دې تر څنګ د ښځو چارو په وزارت کې د پلان او پالېسۍ رئیسه او د کلیو او پراختیا وزارت مشاوره پاتې شوې او د کار او ټولنیزو چارو وزارت په کلیدي پست کې یې کار کړی دی.

اغلې صدیقي د کابل پوهنتون د حقوق او سیاسي علومو له پوهنځي فارغه شوې.

نوموړې له پاکستانه په پښتو ادبیاتو او مدیریت او تجارت برخو کې دوه ماسټرۍ لري.

هغه د پښتو ژبې تکړه شاعره او لیکواله ده چې تر اوسه یې ۷ ادبي اثار چاپ او خپاره شوي او ۷ نور کتابونه یې چاپ ته اماده دي.

دا چې هغې په ژوند کې نور کوم فعالیتونه ترسره کړي، په دې خپرونه کې به یې واورئ.

دا خپرونه د ازادي راډيو خبریاله فرشته غني جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:52:17 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG