نړۍ
د ایران قضائیه قوه: ایراني الاصله فرانسوۍ فریبا عدلخواه نیول شوې

د ایران قضائیه قوې نن د جولای شپاړسمه تأیید کړه چې ایراني الاصله فرانسوۍ، فریبا عدلخواه نیول شوې ده.
د فرانسې ولسمشر، فرانسوا مکرون پرون وویل چې دا مسئله یې له تهران سره مطرح کړې اود فریبا عدلخواه د نیول کېدو په اړه يې توضیحات غوښتي دي.
فریبا عدلخواه په پاریس کې د سیاسي مطالعاتو د انسټېټیوټ زدهکوونکې وه او تحقیق یې کاوه.
داسې ګڼل کېږي چې هغه د ایران د اسلامي انقلاب پاسدارانو د جاسوسۍ په شک نیولې ده.
د ایران د قضائیه قوې ویاند، غلام حسین اسماعیلي نن خبریالانو ته وویل چې فریبا عدلخواه په وروستیو کې نیول شوې خو د مسئلې حالت داسې دی چې د نورو معلوماتو ورکول مناسب نه ګڼي.
د فرانسې ولسمشر په بلګراد کې په یوه خبري غونډه کې د فریبا عدلخواه د نیول کېدو خبر د اندېښنې وړ بللی و.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ټاکل شوې ده نن ټرمپ د اوکراین د ولسمشر او اروپایي مشرانو کوربه وي

په داسې حال کې چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او اروپايي مشران په سپینه ماڼۍ کې د خبرو اترو لپاره چمتووالی نیسي، روسیې په خارکیف ښار کې د استوګنې پر ودانۍ د مرګوني برید په ګډون پر یو شمېر اهدافو بمبارۍ ته دوام ورکړی دی.
د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تر خبرو یو څو ساعته مخکې، پر خارکیف ښار په برید کې د دوو کوچنیانو په ګډون اووه کسان ووژل شول او لږترلږه ۲۰ نور ټپیان شول.
په الاسکا کې د ټرمپ له خوا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له کوربه توب درې ورځې وروسته روسیې دا هوايي بریدونه وکړل. ټرمپ ویلي وه چې د سولې د موافقې په اړه په خبرو اترو کې "لوی پرمختګ" شوی دی خو پر جزئیات یې باید کار وشي.
ټاکل شوې ده نن د اګست د ۱۸مه، ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او اروپایي مشرانو کوربه وي.
په دغو خبرو کې د ټرمپ او زیلینسکي تر څنګ د ناټو مشر مارک روټ، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، د برتانیا صدراعظم کایر سټارمر، د جرمني چانسلر فریدریش میرز، د ایټالیا صدراعظمه جیورجیا میلوني او د فنلنډ ولسمشر الکساندر سټوب ګډون وکړي.
په خیبر پښتونخوا کې سیلابونو تر اوسه تر ۳۰۰ زیات کسان وژلي دي

پاکستاني چارواکو د دوشنبې په ورځ ویلي چې د دې هیواد په شمال لویدیځ کې د سختو بارانونو له امله تر څو ساعتونو ځنډېدو وروسته د ژغورنې او مرستې عملیات بیا پیل شوي دي.
د سختو بارانونو له امله سیلابونو تر اوسه تر ۳۰۰ زیات کسان وژلي دي.
د پاکستان د طبیعي پیښو د مدیریت ملي ادارې ویلي چې له جمعې راهیسې سختو بارانونو په څو شمالي ولسوالیو کې درانه تلفات او زیانونه اړولي دي.
په غرنیو سیمو کې، بارانونو مځکه او ډبرې هم ښویولې دي چې کورونه، موټرونه او نور شیان یې له ځانه سره وړي دي.
د بونیر ولسوالي تر ټولو ډیره زیانمنه شوې، چې تر ۲۰۰ زیات خلک پکې وژل شوي دي.
د سیمه ییز چارواکو په وینا، د جون له وروستیو راهیسې د مون سون بارانونو او سیلابونو په ټول پاکستان کې ۶۵۷ کسان وژلي دي.
واشنګټن له غزې څخه امریکا ته دسفر په ویزو بندیز ولګاوه

دامریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي د غزې څخه امریکا ته د سفر په ویزو د افرادو په راتګ تر بلې خبرتیا پورې بندیز ولګیده.
د جرمني دی پی آی خبري اژانس رپوټ ورکړ چې مارکو روبیو ویلي چې ځینو هغو سازمانونو چې ددغو ویزو په ترلاسه کولو کې دخیل وو حماس ډلې سره نږدې اړیکې درلودې.
حماس ډله دامریکا او اروپايی اتحادیې لخوا د یوه ترهګر سازمان په توګه پیژندل کیږي.
دامریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د یکشنبې په ورځ CBS News ټلویزیوني شبکې ته وویل: " مونږ هغو ډلو سره چې له حماس سره اړیکې لري یا ددغې ډلې ملاتړ کوي همکاري نه کوو."
روبیو دا وونه ویل چې په وروستیو کې څومره دا ډول ویزې صادرې شوې او ایا هغه ویزې چې نوې صادرې شوې هغه به هم باطلې شي کنه.
اکثر کسان د ماشومانو په شمول دعلاج لپاره له غزې څخه امریکا ته ځي.
دهسپانیې حکومت د ځنګلونو د اور د مړه کولو لپاره سلګونه نور عسکر وګمارل

د هسپانیې صدراعظم پیدرو سانشیز وايي د ځنګلونو د اور د مهار کولو لپاره یې ۵۰۰ نور عسکرهم ګمارلي.
په ګرمه هوا کې دغو اورونو ډیر وچ شوي ځنګلونه له مینځه وړي دي.
اسوشیتد پرس خبري آژانس رپوټ ورکوي چې تردې مخکې ۱۴۰۰ عسکر د اور د مړه کولو لپاره ګمارل شوي وو او دغه زیارونه خصوصا د ګالیسیا په شمال لویدیځه سیمه کې ستونزمن شوي دي.
د اروپایی اتحادیې د معلوماتو په اساس د ځنګلونو سږنیو اورونو په هسپانیه کې ۱۵۸ هکتارځمکه سوځلې.
کارپوهان وايی اقلیمي بدلون د اروپا په ځینو سیمو کې ګرمي زیاته کړی او وچه فضایی را مینځ ته کړې چې سیمې د اورلګیدنی په وړاندې زیانګالې کوي.
مسکو سپینه ماڼۍ کې د زیلنسکي او ټرمپ د غونډې په درشل کې په خارکیف د توغندي برید وکړ

په داسې حال کې چې د اوکراین ولسشمر ولودیمیر زیلنسکی په اوکراین د روسي د برید د پای ته رسولولپاره د یپلوماتیکو هلو ځلو په ترځ کې نن په سپینه ماڼۍ کې ولسمشمر دونالد ټرمپ سره ګوري، اوکراینی مقاماتو تیره شپه وویل مسکو داوکراین خارکیف ښار کی د هستوګنی یوه سیمه په بالستیک توغندي وویشته.
رویترز خبري آژانس رپوټ ورکوي چې په برید کی ۱۱ کسه ټپیان شوي دي.
اوله سینهوبوف د خارکیف والي په تیلیګرام کې ولیکل چې یوه ۱۳ کلنه نجلۍ هم په ټپیانو کی شامله ده .
خارکیف د اوکراین دوهم لوی ښار روسې سره ددغه هیواد شمال ختیځو پولو ته نږدی موقعیت لري.
خبر زیاتوي چې چاودنې د کورونو شیشې ماتې کړي او ځینې خلک مجبور شول چې خپل کورونه پریږدي.
مقاماتو وویل چې یوه ۵۷ کلنه ښځه هم ټپي شوې ده او لږترلږه ۱۲ کورونه زیانمن شوي دي.
په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو د زیارونو په ترځ کې ددغه هیواد ولسمشر نن په سپینه ماڼۍ ولسمشر دونالد ټرمپ سره ګوري.
اروپايی مشرانو ویلي چې د زیلنسکي د ملاتړ لپاره به دوی هم په واشنګتن کې وي. سپینه ماڼۍ کې دمتحدو ایالاتو او اوکراین د ولسمشرانو نننۍ غونډه وروسته لدې کیږي چې ولسمشر ټرمپ د تیرې جمعې په ورځ په الاسکا کې خپل روسي سیال سره ولیدل.
د اروپايی کومیسیون مشره زیلنسکي سره واشنګتن ته ځي

د اروپايي کمیسیون مشرې اورسولا وان دیر لاین پر ایکس شبکه په یوه پوسټ کې ویلي چې دا به د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په غوښتنه د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له نورو اروپایي مشرانو سره د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وویني.
هغې دا هم وویل چې د یکشنبې په ورځ به وروسته په بروکسل کې د زیلینسکي هرکلی وکړي او په ګډه به د اروپایي مشرانو په غونډه کې برخه واخلي.
انګلستان او فرانسې یو ایتلاف رامنځته کړی دی چې تر ۳۰ زیات هیوادونه پکې ګډون لري او دوی د اوکراین د ملاتړ لپاره یوځای کار کوي.
هدف یې د کیېف او مسکو ترمنځ د یوې موافقې په صورت کې اوکراین ته د امنیتي ضمانتونه ورکول دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې د جمعې په ورځ (د اګست ۱۵مه) یې په الاسکا کې د جګړې د پای ته رسولو په هدف د دوه اړخیزو خبرو اترو لپاره د ولسمشر ولادیمیر پوتین کوربه توب وکړ، له کیفه غوښتي چې له مسکو سره یوې موافقې ته ورسیږي.
د غزې د جګړې د درولو لپاره په اسرائیل کې اعتصاب

د اسرائیلي یرغمل شویو کسانو کورنیو د یکشنبې په ورځ (د اګست په ۱۷مه نېټه) په تل ابیب کې یوه خبري غونډه کې له ټولو اسرائیلیانو وغوښتل چې په غزې کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره په ملي عمومي اعتصاب کې برخه واخلي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغو کورنیو له خلکو وغوښتل چې د اسرائیلو پر حکومت فشار راوړي چې د خپلو خپلوانو د بیرته راستنولو لپاره یوه موافقه ترلاسه کړي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې حماس نیولي دي.
امریکا او اروپايي اتحادیه حماس د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني.
په ټول اسرائیل کې زرګونه کسان په دې اعتصاب کې شامل شوي دي.
د غزې جګړه هغه مهال پیل شوه چې حماس ډلې د ۲۰۲۳ کال په اومه د اسراییل پر جنوبي سیمه برید وکړ، تر ۱۲۰۰ زیات کسان یې ووژل او ۲۵۱ نور یې یرغمل کړل.
د غزې د روغتیا چارواکو په وینا، له هغه راهیسې د اسرائیل په بریدونو کې تر ۶۰،۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي.
اسرائیلي چارواکي وايي چې ۵۰ یرغمل شوي کسان لاهم په غزه کې پاته دي، چې باور کیږي یوازې ۲۰ یې ژوندي دي.
د اروپايی هیوادونو مشران، واشنګټن کې د ټرمپ او زیلنسکي له خبرو مخکې،د اوکراین په اړه غونډه کوي

د اروپايي هیوادونو مشران نن د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره دلازمو اقداماتو په هکله خبرې کوي.
د جرمني ، فرانسې او بریتانیا د مشرانو آنلاین غونډه په سپینه مانۍ کې د اوکراین او متحدوایالاتو دمشرانو د غونډې په درشل کې دایریږي.
په عین حال کې کیف او مسکو پر یوبل خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.
اوکراین هلې ځلې کوي چې اروپا د اوکراین د جګړې د ختمولو او امنیتي ضمانتونو ترلاسه کولو په زیارونو کې کې شامله کړي.
دا هم امکان لري چې یو اروپايی مشر داوکراین جمهور رییس ولودیمیرزیلنسکي سره ددوشنبې په ورځ واشنګتن ته دسفر ملګری شي.
د جرمني بهرنیو چارو وزیر یوهان وادفول ویلي چې دیکشنبې د ورځې په غونډې کې به دا څرګنده شي چې آیا زیلنسکي سره واشنګتن ته کوم اروپايی مشر ځی کنه.
کله چې له نوموړي وپوښتل شول چې آیا د جرمني صدراعظم فریدریش مرتس به زیلنسکي سره واشنګتن ته ولاړ شي ؟ په ځواب کې یې وویل ګڼ شمیر مشران که چیرې تصمیم ونیول شو آماده دي چې ولاړ شي.
زیلنسکي په الاسکا کې د امریکا او روسیې دمشرانو له غونډې یوه ورځ وروسته د شنبې په ورځ ولیکل : " دا مهمه ده چې اوروپاییان له امریکا سره په هره مرحله کې حضور ولري ترڅو د ډاډ وړ امنیتي ضمانتونو د ترلاسه کولو زمینه برابره شي. "
د تیرې جمعې په ورځ په الاسکا کې د ټرمپ او پوتین ترمینځ غونډه په اوکراین باندې د روسیې د ۲۰۲۲ کال له بشپړ برید راهیسې د مسکو او واشنګتن ترمینځ د دیپلوماسي ترټولو لوړه سطحه وه.
خو داسې ښکاري چې دغې غونډې هم د پوتین د جګړې په اهدافو کې کوم بدلون رامینځ ته نکړ.
ګڼو خبري موسسو د نامعلومو سرچینو په حواله ویلي چې پوتین وړاندیز کړی چې که کیف خپله ټوله دونیتسک سیمه روسیې ته وسپاري نو په اکثرو جبهاتو کې به جګړه ودروي.
زیلینسکي له اوږدې مودې راهیسې دا خبره کوي چې خپلې سیمې به روسیې ته پرینږدي او دا نظر د کیف د ډیری اروپایي متحدینو لخوا هم شریک شوی دی.
ملګرو ملتونو افغانستان ته د ستنوشویو کډوالو دلاسنیوي لپاره د عاجلې مرستې غوښتنه وکړه

ملګرو ملتونو افغانستان ته د ستنوشویو کډوالو دلاسنیوي لپاره له نړیوالې ټولنې د عاجلې مرستې غوښتنه وکړه.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ UNHCR نن یکشنبې په ټولنیزه ایکس شبکه ( پخواني ټویټر) کې لیکلي دي چې په داسې حال کې چې افغانستان له یو بحرانی وضعیت سره مخ دی له ایران او پاکستان څخه راستنې شوې کورنۍ له یو نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
خبر زیاتوي چې د UNHCR اداره دغو ستنوشویو سره بیړنۍ مرستې کوي خو بودیجه یې مخ په خلاصیدو ده.
د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي سږ کال ۱.۴ ملیونه افغانان له ګاونډیو هیوادونو او په دوی کې یو ملیون کسان له ایران څخه خپل هیواد ته په سختو شرایطو کې ستانه شوي دي.
خبر زیاتوي چې له پاکستان څخه هم د کډوالو د ستنولو لړۍ په اپریل میاشت کې ګړندۍ شوه او یواځې په دغې میاشت کې له پاکستان څخه ۱۵۰ زره کسان افغانستان ته ستانه شول.
(یو ان اچ سی آر ) وايي د مارچ د شلمې راهیسې ۶ لکه کسان افغانستان ته ستانه شوي چې په دوی کې ۳۵۰ زره کسان ډیپورت یا اخراج شوي دی.
اسراییل فلسطینان د غزې جنوبي سیمو ته لیږدوي، دا دغلته د عملیاتو د پراخېدو له خبرداري وروسته کیږي

اسراییل اعلان کړی چې د غزې له جګړه ییزو سیمو څخه فلسطینیان د دغې تړانګې جنوبي سیمو ته لیږدوي.
دغه اعلان پرون شنبه ( د زمري ۲۵مه) وروسته له هغه وشو چې اسراییل په غزه کې د خپلو وسله والو مخالفانو په ضد دعملیاتو د پراخېدو خبرداری ورکړ.
د اسراییل هغه پوځي بنسټ چې غزې ته بشري مرستې لیږدوي ویلي چې د غزې جنوبي سیمو ته به سر له نن یکشنبې د خیمو انتقال پيل شي.
که څه هم د دغې طرحې او غزه کې د اسراییل د عملیاتو د پراخېدو ډیر جزیات لا معلوم نه دي، خو د اسراییل د دفاع وزیر یسراییل کټز ویلي " مونږ اوس غزه کې د حماس د ناکامۍ په تړاو د یوې طرحې د نهایي کیدو پر سر خبرې کوو."
حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي له نژدې دوو کلونو راهیسې غزه کې له اسراییلي پوځیانو سره جګړه او دغه راز پر اسراییل وخت نا وخت بریدونه کوي.
په غزه کې د اسراییل د عملیاتو له پراخیدو سره ملګرو ملتونو او ګڼ شمیر نورو هېوادونو او سیاستوالو مخالفت کړی، خو کابینې یې ویلي چې دا طرحه یې تایید کړې ده.