دا اوونۍ د مخکښې ښځې په خپرونه کې مو د کابل ولایت له مرستیالې حنیفه ګېرو وال سره خبرې کړي دي.
هغه د دې تر څنګ د ملګرو ملتونو د تحقیق او مطالعاتو په څانګه کې د روزونکې په توګه کار کوي.
د «الفا افغانستان موسسې» سره ځوانانو ته د کار زمینې د برابرولو په برخه کې بوخته ده.
شاوخوا څلور کاله یې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کې کار کړی دی او د امبوځمن څانګې مشره وه.
هغې کلونه د افغان ښځو، ځوانانو او ماشومانو د حقونو لاسته راوړلو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي دي.
نوموړې په اصل کې د غزني ولایت اوسېدونکې ده او په حقوقو او سیاسي علومو کې یې د فوق لېسانس تر کچې زده کړې کړي دي.
دا خپرونه په کابل کې د آزادي راډیو خبریاله فرشته غني جوړوي او ددې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ: