افغانستان
د روغتیا وزارت: لا هم ۳۶ سلنه افغانان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

د عامې روغتیا وزیر وايي چې له زیات کار او هڅو سره سره لا هم ۳۶ سلنه افغانان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.
فیرزوالدین فیروز نن په کابل کې يوه کنفرانس ته وویل چې د سکټوري وزارتونو په هڅه د خوارځواکۍ اندازه له ۶۰ فیصدو ۳۶ سلنې ته راښکته شوې ده.
ده وویل: په افغانستان کې موږ ۶۰ سلنه دغه ستونزه درلوده چې دا يوه خاموشه غميزه ده، د هڅو په نتيجه کې د سختې خوارځواکۍ دغه فيصدي له شپېتو ۳۶ فیصدو ته راکښته شوې، دا د درک وړ مسئله ده، خو دغه ۳۶ فیصده خوارځواکي لوړ رقم دی.
په دغه غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین سید اقا حسین سانچارکي له رسنيو وغوښتل چې د خوارځواکۍ او بېوزلۍ پرضد د مبارزې لپاره په عامه پوهاوي کې همکاري وکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
افغان لوبغاړي روح الله موسوي د سرو زرو میډال وګاټه

د موی تای افغان لوبغاړي سید روح الله موسوي د اسیایي لوبو په ترڅ کې د سرو زرو میډال وګاټه.
موسوي د شپیته کیلوګرامه وزن په ګټورۍ کې په پایلوبه کې نن( د جون۲۵ ) خپل تایلنډي سیال ته ماتې ورکړه. ده تر دې مخکې په دوو لوبو کې یوه فلیپیني او یوه ویتنامي ته شکست ورکړی و.
د موی تای دا اتلولي د ویتنام په کوربتوب تیره اونۍ د جمعې په ورځ (جون شلمه) د څلویښت هیوادونو د لوبغاړو ترمنځ پیل شوه چې سبا یې وروستۍ ورځ ده.
په پنځو میاشتو کې ۱۲۰۰۰۰۰ افغانان ایران او پاکستان ته تللي

د ملګرو ملتو د کډوالو عالي کمشنري( یو این ایچ سي ار) په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې د جنوري له لومړۍ نیټې د مې تر یو دیرشمې، شاوخوا دولس لکه افغانان په قانوني او غیرقانوني ډول ایران او پاکستان ته کډوال شوې دي.
د راپور له مخې چې د سې شنبې په ورځ( د جون ۲۴ مه) خپور شو، د روان میلادي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې اووه لکه دوه ویشت زره افغانان پاکستان او څلور لکه پنځوس زره ایران ته تللي دي.
( یو این ایچ سي ار) بهر ته د دې کسانو د تګ علت، د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز، ناامني او په افغانستان کې د کاري فرصتونو نشتوالی یاد کړی دی.
دې سازمان په نړیواله ټولنه غږ کړی چې په افغانستان کې باید د رامنځته شوي بحران د جرړو د ایستلو غم وخوړل شي.
د موی تای افغان لوبغاړی په پایلوبه کې له تایلنډي سره لوبیږي

د افغانستان د موی تای لوبغاړی سید روح اله موسوي به د اسیایي اتلولۍ په پایلوبه کې له خپل تایلنډي لوبغاړي سره مخامخ شي.
د شپيه کیلوګرامه وزن په ګټګورۍ کې به دا سیالي نن په ویتنام کې ترسره شي.
موسوي په خپلو تیرو دوو لوبو کې یوه فلیپیني او یوه ویتنامي لوبغاړي ته ماتې ورکړه.
د موی تای دا اتلولي د ویتنام په کوربتوب تیره اونۍ د جمعې په ورځ (جون شلمه) د څلویښت هیوادونو د لوبغاړو ترمنځ پیل شوه چې سبا یې وروستۍ ورځ ده.
د امریکا د استازو جرګې غړو له طالبانو سره د مالي مرستو د بندیدو لایحه تصویب کړه

د امریکا د استازو جرګې له طالبانو سره د مالي مرستو د بندیدو لایحه تصویب کړه.
د کانګرس غړي ټم برچېټ د دې لایحې د تصویب وړاندیز د ۲۰۲۴کال په جنورۍ میاشت کې کړی وو.
هغه پرون دوشنبې پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر لیکلي، دا لایحه "نور د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې د "ترهګرو"لپاره نشته"، تر نامه لاندې تصویب شوه.
د برچېټ په ټکو، " امریکا تراوسه له کابل سره تر ۵میلیاردو ډالرو زیاته نقدي مرسته کړې او دا د بهرنیو چارو وزارت مسولیت دی چې ډاډ ترلاسه کړې چې مرسته شوي پیسې د طالبانو سرپرست حکومت ته نه ځي".
که چیرته دا لایحه د امریکا سنا هم تایید کړي، له هغې وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د تایید لپاره ورځي.
د برچېټ دا لایحه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه غواړي څو طالبانو سره د هر ډول مالي مرستو لپاره یوه پالیسي رامنځته کړي.
له وړاندې په ځلونو امریکايي چارواکو د طالبانو لاس ته د امریکا د بشري مرستو د رسیدو په اړه انديښنه څرګنده کړې وه.
خو طالبانو په ځلونو ویلي، افغانستان سره بشري مرستې یوازې مستحقو کسانو ته رسیږي.
یوناما: نوې طرحه مو به مو له نړیوال نظم سره د افغانستان تدریجي ادغام ته لار پرانیزي

په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوی( یوناما) یوه نوې طرحه وړاندې کوي چې هدف یې له نړیوال نظم سره د افغانستان تدریجي ادغام ته لاره هواره شي.
د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتو امنیت شورا ته وویل چې ملګرو ملتو له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره یو منظم چوکاټ چمتو کړی دی چې کولی شي د بشري حقونو، د ښځو د وضعیت او د نړیوالو مکلفیتونو په برخو کې اغیزمنو تعاملاتو ته لاره هواره شي.
د یوناما مشرې ټینګار وکړ چې دا نوښت د ځانګړیو کاري ډلو د تشکیلاتو له لارې د بشري حقونو د حفاظت، د قانون د حاکمیت او د ښځو د حقونو په څیر پر مهمو موضوعاتو تمرکز کوي او هدف یې دا نه دی چې اوسني وضعیت ته مشروعیت ورکړي.
اغلې اوتنبایوا بیا وویل چې په راتلونکو ورځو کې به په دوحه کې غونډې وشي چې هلته به د دغې طرحې جزییات شریک شي.
د یوناما مشرې دا هم وویل چې د بشري حقونو په وضعیت کې له پام وړ پرمختګونو پرته، په ځانګړې توګه د ښځو په وړاندې د محدودیتونو له لرې کولو پرته، نړیوالې ټولنې ته د افغانستان بیرته ستنیدل ممکن نه دي.
افغانستان ته یوشمیر ایرانیان کډوال شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتو د کډوالو عالي کمشنرۍ ژمنه وکړه چې افغانستان ته به له تللیو ایراني کډوالو سره مرسته وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتو د کډوالو د عالي کمشنرۍ د دفتر رییس عرفات جمال پرون وویل چې د دوی کسان په سرحد کې دي او د ایراني کډوالو وضعیت څاري.
ښاغلي جمال زیاته کړه چې د یکشنبې په ورځ یې څو تنه ایراني کډوال راجستر کړې دي. نوموړي بیا وویل، تر دې دمه د ایراني کډوالو لویه شمیره افغانستان ته نه ده داخله شوې خو شاوخوا دیرش کورنۍ چې دوه ګونی ایرانی او افغان تابعت لري، د جګړې له ویرې افغانستان ته ستنې شوې دي.
دولس ورځې مخکې اسراییل پر ایران هوایي بریدونه پيل کړل.
دطالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دترکیې بهرنیو چارو وزیر سره لیدلي دي

باختر اژانس رپوټ ورکوي چې د امیرخان متقی او هاکان فیدان ترمینځ دغه ملاقات په استانبول کې داسلامي کنفرانس دهمکاریو د سازمان دبهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په درشل کې شوی دی.
په غونډه کې د دوه اړخیزو روابطو او دسیمې د وضعیت په هکله خبرې شوي دي.
رپوټ زیاتوي چې په غونډه کې ددواړو هیوادونو روابط مهم وګڼل شول او په پراختیا یې ټینګار وشو.
سره لدې چې دطالبانو حکومت تراوسه کوم هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی خو ترکیه یو له هغو هیوادونو څخه ده چې طالبانو سره نږدې اړیکې پالي خو په عین وخت کې یې دافغانستان دپخواني حکومت یو شمیر مشرانو او چارواکو ته پناه هم ورکړې ده.
ساري ناروغیو په افغانستان کې سلګونه کسان وژلي دي

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي چې ساري ناروغیو په یوه میاشت کې په افغانستان کې ۳۱۰ کسان وژلي دي.
د دې سازمان میاشتنی راپور چې د یکشنبې په ورځ، د جون په ۲۳مه خپور شو، وايي چې دغه کسان د شري، د تنفسي جهازد شدید التهاب ، د ډیهایډریشن سره شدید اسهال او کانګو تبې له امله مړه شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د تنفسی جهازد شدید التهاب ناروغي د اندیښنې وړ بللې او ویې ویل چې یوازې په می میاشت کې، په هیواد کې د دې ناروغۍ له امله ۱۹۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د دې سازمان په وینا، په می میاشت کې، دوی په افغانستان کې د دې ناروغۍ نږدې ۹۳۰۰۰ نوې پیښې ثبت کړې.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) پدې وروستیو کې وویل چې په افغانستان کې نږدې لس ملیونه خلک په هغو سیمو کې ژوند کوي چې روغتیایی اسانتیاوو ته لاسرسی نلري.
اوتونبایوا د امنیت شورا نننۍ غونډې ته د دوحې د پروسې د راتلونکو ګامونو په هکله معلومات ورکوي

په افغانستان کې دملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي ( یوناما ) مشره روزا اوتونبایوا ددغه هیواد په اړه د امنیت دشورا نننۍ غونډې ته وینا کوي.
میرمن اوتونبایوا به غونډې ته ددوحې د پروسې د راتلونکو ګامونو په اړه معلومات ورکړي .
د دوحې پروسه د یوې سیاسي لارې دنقشې له مخې طالبانو سره د لا اغیزمن او منسجم نړیوال تعامل لپاره دوه کاله مخکې پیل شوې ده.
دغه راز تمه ده چې په غونډه کې به دافغانستان په اړه یولړ سیاسي ، اجتماعي ، اقتصادي او د بشري حقونو او بشري وضعیت اړوند مسایل هم وڅیړل شي.
دغونډې په اړه خپور شوي رپوټ کې راغلي دي چې د بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشی مرستیاله جویس مسویا او د ملګرو ملتونو د ښځو دبرخی اجرایوی مشره سیما باهوس هم غونډې ته وینا کوي.
ویل کیږي چې دګډونوالو په خبرو کې به په ځانګړې توګه په ښځو او نجونو باندې د طالبانو د محدودیتونو او تبعیضی پالیسو په اغیز تمرکز وشي.
طالبانو پر ایران د امریکا برید غندلی دی

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پر ایران د امریکا برید غندلی.
د دې وزارت د ویاند قهار بلخي پر ایکس پاڼې په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، "د امریکا دغه ډول بریدونه په سیمه کې بې ثباتي رامنځته کوي".
په اعلامیه وړاندې پر دواړو خواوو غږ شوی چې د ستونزې د حل په موخه دپیلوماسۍ ته مخه کړي.
امریکا نن یکشنبې په ایران درې لوی اټومي تاسیسات په نښه کړل.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا بریدونه بریالي وبلل او ایران ته د سولې د وړاندیز ترڅنګ وویل، "که سوله نه کوئ، د نورو بریدونو لپاره ځان چمتو کړئ".
ایران دې بریدونو ته تند غبرګون ښکاره کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د دغو بریدونو د عواقبو مسولیت امریکا ته ورګرځي.