د کابل د نن ورځې ورځپاڼو تر ډېره د سولې د وروستیو هلو ځلو او په ارګ کې د فحشا د قضیې په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.
ویسا:
د ویسا ورځپاڼې د بیجینګ ناستې ته اشاره کړې او لیکلي یي دي چې په بیجینګ کې د امریکا، روسيي، چین او پاکستان د ځانګړو استازو په ناسته کې په افغانستان کې د تلپاتې اوربند او د حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو توافق شوی دی.
ورځپاڼې لیکلي دي چې همداشان پاکستان هم له طالبانو غوښتي دي چې له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې پيل کړي.
د سرمقالې لیکوال دغو پرمختګونو ته په کتو باور لري چې د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ په اووم پړاو خبرو کې چې جزیات يې ډېر خپاره نه شول، په یو شمېر مسایلو هوکړې شوي دي.
خو د سرمقالې لیکوال لیکي چې له دې هر څه سره سره هغه څه چې په اړه يې په زغرده څه نه شي ویل کېدای، دا دي چې پر کومو مسایلو هوکړه شوې ده.
مسیر:
مسیر ورځپاڼې هم همدې مسئلې ته په اشارې سره لیکلي دي چې امریکا ولې افغان حکومت د سولې په تړاو له غونډو وباسي.
د سرمقالي لیکوال لیکي چې د بیجینګ په ناسته کې افغان حکومت ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.
سرمقاله لیکونکی لیکي چې د بیجینګ ناسته د امریکا، چین او روسيې د هغه درې اړخیزو غونډو لړۍ ده چې لومړی په واشنګټن، دوهمه په مسکو او درېیمه يې په چین کې وشوه چې دا ځل ورته پاکستان هم بلل شوی و.
د سرمقالې لیکوال باور لري چې د سولې په غونډو کې د افغان حکومت نه موجودیت دا په ډاګه کوي چې د طالبانو ترڅنګ امریکا هم غواړي چې په دغه ډول غونډو کې افغان حکومت منزوی کړي.
ملي ارمان:
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا غوښتنه کړې چې د ارګ رسوایي دې وڅېړل شي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې په دې اړه وروستیو خپرو شویو راپورونو د افغانستان حیثیت ته زیان رسولی دی، باید دې مسئلې ته پوره پاملرنه وشي.
سرمقاله لیکونکی باور لري چې که د اخلاقي فساد د دغې قضیې څېړنې ونه شي، نو نه یوازې دا چې د دغه ډول مسئلو لمن به پراخه شي، بلکې پر حکومت به د خلکو باور ته هم زیان ورسېږي.
سرمقاله لیکونکي هغه کسانو ته د سزا د ورکولو غوښتنه کړې چې په دغه ډول مسایلو کې په لاس لرلو تورنېږي.
سرخط:
سرخط ورځپاڼې بیا لیکي دي چې دا مسئله په رښتیا هم اخلاقي فساد دی که په ارګ سیاسي ګوزار؟
وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې که څه هم سل سلنه دغه مسئله نه شي ردېدلای او ښايي چې په یو شمېر دولتي ادارو کې دا مسایل موجود وي، خو د سرمقالې لیکوال لیکي چې د اعاوو دا ډول او مدعیانو ته يې په کتو فکر کېږي چې دا قضیه تر ډېره سیاسي عقده يي او ان ټاکنیز رنګ ولري، ځکه دا مسئله هغه کسانو راپورته کړې چې کلونه کلونه يې په همدې حکومت کې دنده ترسره کړې او معاشونه يې په کې اخیستي دي.
سرمقاله لیکونکي وړاندې لیکي چې اوس همدا کسان چې له لوړو دولتي موقفونو لېرې شوي او امکانات پرې بند شوي دي، په حکومت يې تور پورې کول پیل کړي دي.
ورځپاڼه لیکي چې که څه هم د اخلاقي فساد موضوع جدي ده، خو په دغسې یو حالت کې چې یوې خوا ته په هېواد کې سیاسي مخالفتونه ډېر شوي، ټاکنیزې مبارزې او د سولې خبرې اترې روانې دي، د هغه کسانو له لوري يې رابرسېره کېدل چې ښکاره د حکومت په مخالفت کې ولاړ دي، شکونه راپيدا کوي او ډېر اعتبار پرې نه شي کېدلای.